د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

شعر

جنرال امین الله امرخیل 28.06.2011 09:25

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

د جنرال امین الله( امرخیل) لخوا

زه یی وینم زه یی گورم چی بیړی می توپانی ده
زما د قام وینی بهيږی د ســـــــــرونو ارزانی ده

کلی کور می اور اخیستی ښار می ټول په وینو رنـــګ دی
ورور د ورور په وینو سور دی پردی سوله پردی جنګ دی

هم ګورګین ورته راغلی هم فرنـــــــــــــــګ دی قهرید لی
هم لښګری دافشار دلته هم نــــــــــــــــارنج دی سوځید لی