د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

غزل

حسن خان درمل 27.06.2011 16:19

د ژمي يخه شپه ده ستړي له محله راغلم
هله محبوبي ليږ مي پټ کړه له کابله راغلم
نه د رقيب ، نه د غماز ، نه د رويبار په خوله ده
قسم په خداي درته ريښتيا وايم پخپله راغلم
ما که وعده کړي وه دا ده خو پوره مي کړله
دا راته مه وايه جانانه دا چي کله راغلم
ډيره موده خو دي له زړه څخه وتلي ومه
د زړګي سره تا چي ياد کړمه نو هله راغلم
دا چي دي مينه پښتنه ده ، په پښتو ميينه
نوره به زه هم درسره يمه درمله راغلم