دموکراسي
26.06.2011 16:16دموکراسی
دموکراسی چه کورته غم راوړی نو ورکه دشی
چه تورې شپې اوتورتورتم راوړی نوورکه دشی
دورورولئ په ځای چه تخم دنفاق وشیندی
چه تعصب راوړی ستم راوړی نو ورکه دشی
چه دنیادارمودنیادار اوخوارموخوار جوړوی
که دازادبازارسیستم راوړی نوورکه دشی
په انسانانوچه حاکم کړی دځنګل قوانین
که داسې علم اوقلم راوړی نو ورکه دشی
په تش شعاردودانئ موچه اباد ورانوی
چه دخوشئ په ځای ماتم راوړی نو ورکه دشی
په بر ګودرچه رقیبان لښکر لښکرولاړوی
هسې که زیری دصنم راوړی نوورکه دشی
دمور شیدې دشی داوچ سوړسک زمونږدخلکو
چه داحسان وریجې غنم راوړی نوورکه دشی
څه چه په نورواوروی دنعمتونو باران
پښتنی مینو ته چه بم راوړی نوورکه دشی
چه زمونږاوښکې پاکې نه اواه موختم نه کړی
نه موزخمی زړوته ملهم راوړی نو ورکه دشی
زمونږپه خواروپښتنو اوبیګناه اولس چه
بدې شیبې دجهنم راوړی نوورکه دشی
چه داولس پر ځای مافیا کړی په اولس حاکمه
چه ښاماران راوړی لړم راوړی نوورکه دشی
تش چه دګوړې په ویلو زمونږ خولې خوږوی
نور راته زهر دم په دم راوړی نو ورکه د شی
سمسور باغونه مو چه اړوی په خړو دښتو
تشې وعدې چه دحرم راوړی نوورکه دشی
عملی پائلې یې چه جنګ او وروروژنه اوسی
په نوم چه سوله او سلم راوړی نوورکه دشی
که داسې شان دموکراسی وی خدایږو نه یې غواړو
چه درغلئ راوړی اوچم راوړی نوورکه دشی
موږپه رښتیا دموکراسی غواړو ارمان مودادی
زموږدخلکو دزړه هیله ده ګمان مودادی
میرنواز روهین
جرمنی- اوفن باخ __ ۲۲.۰۶.۲۰۱۱