د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د حج پيسې غلا کول د کابل بانک د غلو اخري ډاکه وه

کمال الدين رنځور 25.06.2011 17:42

د نړۍ په سويه پېژندل شوی قمار باز شېرخان فرنود.

ټول افغان ډاټ کام ته يوې باوري سرچينې - چې د کابل بانک يو پخواني څښتن او نړيوال قمار باز شېرخان فرنود ته نږدې ده - ويلي دي چې په کابل بانک کې اخري ستره غلا هغه وخت وشوه چې د حج او اوقافو وزارت د حج له مينه والو وغوښتل چې د حج د داخلې پيسې دې په کابل بانک کې ډيپازيټ کړي.

تېر کال د جولايي په مياشت کې د حج او اوقافو اوسني وزير يوسف نيازي د کابل بانک سره يو تړون لاسليک کړ چې له مخې یې د حج له ټولو مينه والو وغوښتل چې د ضمانت لپاره دې خپلې پيسې له ثبت نام څخه مخکې په کابل بانک کې ډيپازيټ کړي چې کابو ۴۰۰ مليونه ډالر کېدل.

سرچينه وايي چې د شېرخان فرنود او د هغه د غلا بل شريکوال خليل الله فېروزي اختلافات چې کله اوج ته ورسېدل او پوه شول چې کابل بانک په مکمله توګه مفلس دی او بېلابېلو سياستوالو او سوداګرو ته ورکړې پورونه او په دوبۍ او بهر کې  مصرف شوې پيسې بېرته بانک نه شي تر لاسه کولای نو د حج او اوقافو وزارت سره تړون ورته د سرو زرو چانس په لاس ورغی چې خپله اخري ستره ډاکه او غلا ترسره کړي.

سرچينه وايي چې د کابل بانک چيرمين شېرخان فرنود غوښتل چې له بانکه پیسې وباسي ځکه چې خليل فېروزي ته په غوصه و او هغه یې تورنولو چې په درواغو او درغليو یې د کابل بانک د هندوستاني مشاورينو په مرسته جعلي کمپنۍ جوړې کړي دي او له بانکه یې ورته پورونه ورکړي دي. سرچينه زياتوي چې همدا لامل و چې شېرخان پوه و چې په کابل بانک کې يوه اخري غلا کولای شي او هماغه و چې کله د حج او اوقافو وزير يوسف نيازي په يوه مشبوهه معامله کې د حاجيانو سپيڅلې پيسې په کابل بانک کې د ډيپازيټ کولو تړون د کابل بانک د خليل الله فېروزي سره لاسليک کړ نو شېرخان ته فرصت په لاس ورغی او بانک ته د حاجيانو د پيسو د رسېدو سره سم یې ترې کابو دوه سوه مليونه ډالر وويستل او بهر ته یې ولېږل.

ټول افغان د حج ا اوقافو او کابل بانک تر منځ د تړون په مهال په يو رپوټ کې د دې مشبوهې معاملې په اړه يو رپوټ خپور کړی و او دا یې روښانه کړي و چې برسېره پر دې چې دا تړون د فساد يوه بيلګه ده، د دې تړون له مخې به د حاجيانو سپيڅلې پيسې په يو سودي بانک کې ايښودل کېږي چې د اسلام د احکامو مخالف او د افغان ولس د احساساتو ټپي کونکې معامله ده.

د يادونې ده چې تېر کال یو لک کسانو د حج په پچه کې برخه اخيستې وه چې د ۳۰۰ څخه تر ۴۰۰ مليونه ډالره یې په کابل بانک کې ډيپازيټ کړل. ټول افغان ډاټ کام هغه مهال په رپوټ کې ليکلې و چې (( د حج پيسې لاسته راوړل د فرنود خان لپاره یو داسې قمار دی چې د امريکا د لاس ويګاس په قمارخانو کې یې هم نه شو ګټلی خو د افغانستان د حج وزارت ورسره دا قمار وهلی دی.)) وخت په زبات ورسوله چې د افغان دولت او کابل بانک دا تړون د قصدي فساد يوه بله روښانه بېلګه وه چې په نتيجه کې یې قماربازانو د افغان ولس پیسې غلا او دولت د دې بانک د ساتنې په موخه په کې د مرکزي بانک له ريزرف څخه د ملت ۸۵۰ مليونه ډالر واچول.

سرچينه وايي چې په کابل بانک کې د شېرخان فرنود دا اخري غلا وه چې له دې وروسته د امريکا سفارت ته ولاړ او په خليل الله فېروزي یې شکايت وکړ او د کابل بانک په لوټلو یې تورن کړ.

سرچينه وايي چې (( شېرخان فرنود هيله درلوده چې امريکايان به ورسره د خليل الله فېروزي په مهارولو کې مرسته وکړي خو دا چې فېروزي د مارشال قسيم فهيم او د شورای نظار د نورو غړو ملاتړ لرلو نو ځکه ولسمشر حامد کرزي او عبدالقدير فطرت داسې پرېکړې وکړې چې له کبله یې اوس شېرخان په دوبۍ کې اوسېږي او فکر نه کوي چې له کابل بانک څخه اخيستې پیسې به بېرته وروسپاري.))

سرچينه وايي چې شېرخان هيله مند و چې که چېرته امريکايان ورسره د خليل الله فېروزي په مهارولو کې مرسته وکړي نو د کابل بانک ټولې پيسې چې ده سره دي بېرته به یې کابل بانک ته وسپاري.

د يادونې ده چې شېرخان فرنود د خپلې کورنۍ غړي لندن ته استولي دي او پخپله په دوبۍ کې په هغه ودانۍ کې اوسېږي چې د دوبۍ په پام جميرا کې یې د کابل بانک په غلا شوو پيسو رانيولې ده. نوموړي په دې مصنوعي جزيره کې د کابل بانک په لسګونو مليونونو ډالر یو شمېر نور کورونه هم رانيولي دي، چې دا مهال یې په کرايه ورکړي دي. خو په دوبۍ لينډ کې یې چې کومې نمرې رانيولي دي په هغې کې يې د لوړو ودانيو د جوړولو په موخه ژورې سوړي ويستي دي خو دا چې د دوبۍ لينډ ټوله پروژه ولاړه ده نو دا نمرې هماغسې سوړې سوړې پرتې دي او خپل ټول قيمت یې له لاسه ورکړی دی.

د کابل بانک د غلو د نه محاکمه کولو او پيسو بېرته نه لاسته راوړلو له کبله نړيوال بانک او ای ايم ايف په کابل حکومت مرستې په موقت ډول ودرولي دي چې له کبله یې امکان لري د کابل رژيم په څو اونيو کې د سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شي.

په افغانستان کې د بانکي رسوايۍ په اړه نورې ليکنې:

 محمود کرزی وایی زه د کابل بانک هیڅ پوروړی نه یم

افغان دولت په يوه مياشت کې مفلسېدونکی دی

افغان دولت کابل بانک ته په پټه ۸۵۰ مليون ډالر ورکړي

 د کابل بانک غلا د بشريت په تاريخ کې ساری نه لري

له کابل بانک څخه د پور اخستونکيو شمېر ٢٠٠ تنو ته رسېږي

محمود کرزی وایی زه د کابل بانک هیڅ پوروړی نه یم

زوړ کابل بانک که د شمالي ټلوالې مالي بانډ

کابل د کابل بانک پړه ولې په امريکا اچوي!

The Complete Story of Kabul Bank’s Scandal

ژباړه: د کابل بانک رامنځته کېدل

 الکوزى ګروپ وايي چې دوى د کابل بانک د اخيستلو کومه پرېکړه نه ده کړې

  د کابل بانک رسوايي ښيي چې واکمنه شبکه ټوله فاسده ده

 معضلۀ کابل بانک ، موجی از امواج بحران اقتصادی جهان

 کابل بانک څخه د پور اخستونکيو شمېر ٢٠٠ تنو ته رسېږي

له تمې سره سم په امريکا کې د محمود کرزي د محاکمه کېدو په اړ فکر روان دی

د کرزی فرمان د يوبېعقل غله کيسه را ياد کړه

کرزي د کابل بانک په موضوع کې بهرنیان له تحقيق څخه منع کړل

 محمود کرزی په امريکا کې د پيسو مينځلو په تور محاکمه کېدای شي

امنيتي چارواکو د کابل بانک مراجعين په ډنډو ووهل

نوې څېړنه: د کابل بانک د دوبۍ په ملکيتونو کې محمود کرزي ۳ مليونه جېب ته کړي دي

فطرت: کابل بانک په پښو ولاړ دی

د کابل بانک د څښتنانو شتمني کنګل شوه

معضلۀ کابل بانک ، موجی از امواج بحران اقتصادی جهان

په عزيزي بانک کې به هم بدلونونه راشي

د افغانستان بانک له بهره خپلې پیسې راغوښتل پيل کړل

 د كابل بانك مسوولين بايد له هېواد نه ونه وځي! 

له کابل بانک څخه اوس هم خلک لګيا دي پيسې وباسي. انځوريز رپوټ

((زه د کابل بانک راتلونکې ښه نه وينم))، د کابل بانک د مشرانو تازه اقرار

ګارډيان: افغان دولت د کابل بانک د پاکولو مخه نيسي

د اوباما اداره: د کابل بانک د ژغورلو پلان نه لرو

محمود کرزی: د کابل بانک د ژغورنې لپاره دې امريکا مداخله وکړي

له کابل بانک څخه خلکو پيسې ويستل پيل کړل، برانچونو ته یې کتارونه ولاړ دي

فطرت د کابل بانک په اړه خپاره شوي خبرونه ناسم وبلل

د افغانستان بانک د کابل بانګ کنترول په لاس کې واخيست

د کابل بانک د شېرخان او فېروزي د ګوښه کېدو اوازې دي

 د افغانستان اساسی او که د عبدالقدیر فطرت قانون؟!

فطرت د امارت تذکرې ناچله کړې

د کابل بانک او حج او ارشاد د فساد په اړه ليکنه دلته ولول