جنګ
25.06.2011 13:47سـرې لـمبې دی سـره اورونه دي نورڅه دي
په وطـن کـــــــې مـوجـنګـونه دي نورڅه دي
وزګــــــارنه یوچـــې دې ولــــمـانـځواخــــتره
جـــنــازې دي اومرګـــــــــونه دي نورڅه دي
څـنګه وخـانــدو اوڅـنګه به خـــوشحال شـو
چـې له هــــرې خــوا غـــمونه دي نورڅه دي
په افـــغـــان مــلـت مـــې ربه رخـــم وکــــــړه
تـــورتــــمـونه تـــورتــــمـونه دي نورڅه دي
چــــــرته لاړې لـــګ خـــو راشه پــســــرلـیه
وچـې پــاڼــې مــړه ګــــــلــونه دي نورڅه دي
د امـیـد بـاده لــګ ساه خـــوپه کــــې پــوکـــه
مـــــړاوي مــــړاوي امـیـدونه دي نورڅه دي
لاروی به دخـپل ځـــــان څـه درتـه وایـــــــــم
بـس دګـــــران وطـــن یــادونه دي نورڅه دي