د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دهغو وکيلانو نومونه چې له ولسي جرګې به ولاړ شي په ډاګه شول

پژواک خبري اژانس 25.06.2011 09:38

 کابل ( پژواک ٣ چنګاښ  ٩٠ ) : د ټاکنيزو درغليو د څېړنې د ځانګړې محکمې رياست د قضايي پلاوي د پرېکړې له مخې، په ٢٧ ولايتونو کې ٦٢ تنه ، چې اوس يې په ولسي جرګه کې  تر ټولو کمې رايې اخيستي او د ولسي جرګې غړيتوب له لاسه ورکوي .

 دغه پرېکړه تېره ورځ ( د چنګاښ په دويمه ) د ولسي جرګې ددويم پړاو د حقوقي ځانګړې محکمې په غونډه کې صادر شوه .

محکمې اعلان وکړ ، چې په ٢٧ ولايتونو کې ٦٢ کانديدانو د رايو د بياشمېرنې له مخې ، تر ټولو زياتې رايې اخيستي او د ټاکنو قانون د ٢٢ مې مادې د لومړي بند او د محکمې د قضايي پلاوي د پرېکړې له مخې، ګټونکي اعلان شوي دي .

 د محکمې د اعلان له مخې ، ګټونکي کانديدان د ټاکنو خپلواک کمېسيون ته معرفي کېږي ، چې ولسي جرګې ته لار پيدا کړي او په دې ترتيب د ولسي جرګې ٦٢ اوسني غړي ، چې د رايو د بياشمېرنې له مخې يې تر ټولو کمې رايې اخيستي دي ، له ولسي جرګې نه وېستل کېږي .

د محکمې د پرېکړې له مخې ، په هرات کې شپږ تنه ، په کابل کې پنځه تنه او په نورو ولايتونو کې له يوه څخه  تر څلورو پورې معترضو کانديدانو ولسي جرګې ته لار پيدا کړې ، زابل او بادغيس د هغو ولايتونو له جملې څخه دي ، چې د محکمې د پرېکړې له مخې ، په ولسي جرګه کې يې بايد ټول غړي بدل شي .

د پلاوي لخوا د رايو د بياشمېرنې او د محکمې د پرېکړې له مخې ، دهغو معترضو کانديدانو نومونه ، چې ولسي جرګې ته داخلېږي او هغه اوسني غړي ، چې بايد ووېستل شي ،په دې ډول دي :

هرات په ولسي جرګه کې ١٧ څوکۍ لري او شپږ نوي کانديدان  ګټونکي اعلان شوي .

په نويو وکيلانو کې نثار احمد غورياني له ١٢٩٧٥ رايو سره ، رحيمه جامي له ١٩٩١ رايو سره ، زرين زرين له ٤٠٥٩ رايو ، ناصر عطايي له ٤٥٢٤ رايو سره ، وحيد طاهري له ٤٤٢ رايو سره او معروف فضلي له ٤٢٩٧ رايو سره ولسي جرګې ته لاره موندلې ده .

پر ځاى يې اوسنيو وکيلانو کې انجنير منورشاه بهادري د ٣٠٥٥ رايو ، حاجي خليل احمد شهيد زاده د ٣٢٣٦ رايو ، محمد رفيق شهير د ٣٩١٨ رايو ، محمد عارف طيب د ٢٦٠٧ رايو ، احمد فرهاد مجيبي د ٣٨٤٤ رايو او سيمين بارکزۍ د ١٠٩٠ رايو په لرلو سره تر نورو کمې رايې لري .

کابل ٣٣ څوکۍ لري او پنځو نويو وکيلانو جرګې ته لاره موندلې ده .

نوي وکيلان هر يو جميل کرزى  ٣٥٤٢ رايې ، حاجي احسان صاحب زاده ٣٣٢٩ رايې ، بيدار ځاځى ٣٠٩٩ رايې ، عبدالقادر ځاځى وطندوس ٣٠٣١ رايې او روبينا جلالي ١٣٢٢ رايې لري .

په مقابل کې يې اوسني وکيلان ډاکټر عبيدالله کليمزى ٢٥٦٢ رايې ، شريف الله کامه وال ٢٢٦٥ رايې ، حفيظ منصور ٢٧٠٨ رايې ، عرفان الله عرفان ٢٥١٧ رايې ، فوزيه ناصريار ګلدره يي ٧٩٠ رايې لري ، چې تر نورو يې رايې ټيټې دي .

غزني ١١ څوکۍ لري او ٤ نويو کانديدانو ولسي جرګې ته لاره موندلې ده .

نويو وکيلانو هر يو محمد داؤد سلطانزوى ١١٠٦٣ ، عبدالحکيم دليلي ١٠٤٥١ ، مامور عبدالجبار شلګري ٩٣٨١ او نيازمحمد اميري ٥٣٥٢ رايې ترلاسه کړي دي .

اوسني وکيلان هر يو محمد عارف رحماني د ٤٣٦٥ رايو ، خداداد عرفاني د ٤٢١٦ رايو ، چمن شاه اعتمادي د ٣٥٥٧ رايو او محمد علي علي زاده د ٢٦٢٣ رايو په ترلاسه کولو سره په ټيټو رايو کې دي .

ننګرهار ١١ څوکۍ لري . ملک نذير ٤٦٧٠  او مطيع الرحمن شينوارى د ٤٣٦٤ رايو په ترلاسه کولو سره د نويو وکيلانوپه توګه معرفي شوي دي . حاجي پيربخش ګرديوال د ٤١٩٠ او انجنير سيد اکرام هم په همدومره رايو سره په کمو رايو کې راځي .

کندهار هم ١١ څوکۍ لري . حاجي محمد ايوب د ٦٠٠٩ رايو ، حاجي محمد نور د ٣٤١٧ رايو ، نياز محمد حبيب لالى د ٣٣٥٦ رايو  او عبدالکريم اڅکزى د ٣٠٦٣ رايو په ترلاسه کولو سره ګټونکي بلل شوي دي .

 ډاکټر محمد خان د ٢٣١٧ ، حاجي محمد عمر ننګيالى د ٢٧١٤ ، محمد نعيم لالى حميدزى د ٢٥٢٣ او عطاء الله جان حبيب د ٢٥٣٣ رايو په اخيستو سره حذف کېږي .

بلخ ١١ څوکۍ لري او محمد يوسف غضنفر د ١٠٦٢١ رايو په اخيستو سره ولسي جرګې ته لاره پيدا کوي او په دې ترتيب  د ولسي جرګې اوسنى غړى محمد فرهاد عظيمي د ١٠٩٣٤ رايو په اخيستو په کمو رايو کې راغلى دى .

بادغيس څلور څوکۍ لري ، چې ټول بدلېږي .

رئيس محمد عمر د ٧٢٨٣ رايو ، حبيب الله قادسي د ٦٤٦٩ رايو ، عبداللطيف جان د ٥٧٥٨ رايو او مېرمن ازيتا رفعت د ٣٤١٨ رايو په اخيستو سره ولسي جرګې ته راځي او په مقابل کې يې صفيه ايماق د ٢٤٠٤ رايو ، غلام سرور فايز د ٣٨٨٤ ، محمد موسى جناب صاحب د ٥٣٧٣ رايو او قاضي عبدالرحيم د ٣٩٤٣ رايو په اخيستو سره حذف کېږي .

زابل درې څوکۍ  او ددې ولايت ټول اوسني وکيلان حذف کېږي .

نويو وکيلانو هر يو حميد الله توخي ١٤١٣ رايې ، حاجي اسماعيل زابلي ٩٣٤ رايې  او تورپيکۍ ٤٣٣ رايې ګټلي او ګټونکي اعلان شوي او اوسني وکيلان : عبدالقادر قلاتوال د ٥١٩ ، زهرا توخي زابلي د ٤٠٠  ، عبدالحبيب انډيوال د ٦١٣ رايو په اخيستو حذف کېږي .

لغمان څلور څوکۍ لري او ګل مرۍ لغمانۍ د ٢٥٨٠ رايو او عبدالهادي واحدي د ٨٤٢٧ رايو په اخيستو ولسي جرګې ته لاره پيدا کړې او پر ځاى يې بريد جنرال نقيب الله د ٥٨١٥ رايو او ذوفنون صافي د ٢٥٣٣ رايو په ترلاسه کولو له جرګې نه حذف کېږي .

 لوګر هم څلور څوکۍ لري او انجنير اسدالله وفا د ٣١٠ رايو په ترلاسه کولو ګټونکى اعلان شوى او په مقابل کې يې انجنير صاحب خان د ٦٦ رايو په اخيستو په کمو رايو کې راځي .

پکتيکا څلور څوکۍ لري : محمد خان سلېمان خيل د ١٥٤١٣ رايو او ډاکټر خديجه د ١٤٤٩ رايو په اخيستو ګټونکي بلل شوي او سيد اسحق ګيلاني د ٤٥٣٣ رايو او ناجيه د ١٣٨٢ رايو په اخيستو په کمو رايو کې دي .

 جوزجان پنځه څوکۍ لري . روز محمد روز د ٦١٤١ رايو په ترلاسه کولو سره جرګې ته لار موندلې او په مقابل کې يې حاجي محمد اسماعيل د ٢٧٦٩ رايو په ترلاسه کولو سره له جرګې نه وځي .

بغلان اته څوکۍ لري . عاشق الله وفا د ٦٠٦٧ رايو او محمد نسيم مدبر د ٥٤٨٧ رايو په ترلاسه کولو سره ولسي جرګې ته لار موندلې او په دې ترتيب محمد ظاهر غني زاده د ١٩٥٥ رايو او دلاور ايماق د ٢٨٣٣ رايو په ترلاسه کولو سره تر ټولو کمې رايې اخيستي دي .

 سمنګان څلور څوکۍ لري . احمد خان سمنګاني د ٢٠٣٧٢ رايو ، رييس خير الله د ٥٨٢٦ رايو او محبوبه د ٢٦٢٤ رايو په اخيستو سره د ولسي جرګې د نويو وکيلانو په توګه پېژندل شوي او په مقابل کې يې الحاج مخدوم محب الله فرقاني ٥٢٥٣ رايې ، محمد طاهر زهير ٣٩٣٥ رايې او ډاکټر معصومه خاوري ٢٠٠٢ رايې ترلاسه کړي ، چې له نورو کمې دي .

کندوز ٩ څوکۍ لري . نورالدين بيګ د ٣٨٧٥ رايو ، فضل کريم ايماف د ٢٨٧٨ رايو او رئيسه حسين خيل د ٢١٨٠ رايو په ترلاسه کولو سره ګټونکي اعلان شوي او پر ځاى يې شايست بازناصري د ٢٤٥٨ رايو ، سيد داؤد نادري د ٢٤٥٠ رايو او ډاکټر فاطمه عزيز د ١٦٨٤ رايو په ترلاسه کولو سره له جرګې نه وځي .

  بدخشان هم ٩ څوکۍ لري . څارنوال عبدالرووف د ١٢٠٢٩ رايو ، عبدالشکور واقف حکيمي د ٨٦٥٤ رايو او منيره بهارکي د ٣٧٥٧ رايو په ترلاسه کولو سره ولسي جرګې ته راځي او عبدالولي نيازى د ٥٠٩٥ رايو ، الحاج صفي الله مسلم د ٦٧٤٩ رايو او ډاکټر نيلوفر ابراهيمي د ٢٦٢٤ رايو په ترلاسه کولو سره له جرګې نه حذف کېږي .

تخار هم ٩ څوکۍ لري او يو تن يې بدلېږي . قاري محمد هاشم هيکل زاده د ٦٢٧٤ رايو په ترلاسه کولو سره ګټونکى بلل شوى او پر ځاى يې سيد اکرام الدين معصومي د ٦٠٤٨ رايو په اخيستو له جرګې حذف کېږي .

غور شپږ څوکۍ لري . مولوي دين محمد د ٤٨٩٥ رايو او فضل احمد خان د ٢٥٢٠ رايو په اخيستو ګټونکي اعلان شوي او پر ځاى يې ښاغلى بحر د ٨٩٧ رايو او قربان کوهستاني د ٦٦٦ رايو په اخيستو تر ټولو کمې رايې اخيستي دي .

سرپل پنځه څوکۍ لري . حاجي پاينده محمد ٣٩٢٣ رايې ګټلي او د وکيل په توګه پېژندل شوى او پر ځاى يې محمد حسين فهيمي د ٣٣٤٦ رايو په اخيستو سره تر ټولو کمې رايې اخيستي دي .

هلمند اته څوکۍ لري . معلم ميرولي د ٢٣١٥ رايو په ترلاسه کولو سره ولسي جرګې ته لار موندلې او په مقابل کې يې عبدالجبار د ١٧٩١ رايو په اخيستو سره حذف کېږي .

 ميدان وردګ پنځه څوکۍ لري . وحيد الله کليمزي د ٣٣٤٠ رايو په ترلاسه کولو سره ګټونکى بلل شوى او په مقابل کې يې عبدالجميد وردګ له ١٣٢٠ رايو سره حذف کېږي .

نورستان دوه څوکۍ لري . نورالله معمار د ٤٥١١ رايو په ترلاسه کولو ولسي جرګې ته لار موندلې او مولوي احمد الله مؤحد د ١٠٠٤ رايو په ترلاسه کولو سره تر ټولو کمې رايې خپلې کړي .

فراه پنځه څوکۍ لري . عبدالولي حميدي د ٤٣١٠ او مسعود بختور د ٣٦٧٢ رايو په ترلاسه کولو سره ګټونکي بلل شوي او محمد سرور عثماني فراهي د ٢١٤٩ رايو او حاجي مامور موسى د ٢٦٥٤ رايو په ترلاسه کولو سره تر ټولو کمې رايې اخيستي دي .

 فارياب ٩ څوکۍ لري . ګل محمد پهلوان ٧٩٧٥ رايې ، نجيب الله سليمي ٧٧٥٠ او مېرمن سلطنت کوهي ١٤٦٩ رايې اخيستي دي او په مقابل کې يې آصفه شاداب د ١٤٢٦ رايو ، محمد شاکر کارګر د ٦٩٠٢ رايو او انجنير محمد هاشم اورتاق د ٧٢٥٩ رايو په اخيستو له جرګې حذف کېږي .

خوست پنځه څوکۍ لري . حيات وزير د ٤٣٤٣ او ولي خان هيله من د ٣٢٣٦ رايو په اخيستو ولسي جرګې ته لار پيدا کړې او په مقابل کې يې همايون د ٣١٠٧ رايو او لياقت الله بابکرخيل د ١٦٠٤ رايو په اخيستو له ولسي جرګې نه وځي .

پکتيا هم پنځه څوکۍ لري . انجنير دلاور طوطاخيل د ١٤١٠ رايو په اخيستو ګټونکى بلل شوى او محمد ابراهيم غښتلى د ٦١٨ رايو په اخيستو تر ټولو کمې رايې ترلاسه کړې دي .

 کوچيان ١٠ څوکۍ لري . عبدالقادر کوچي د ٤٥٨٣ رايو په اخيستو ګټونکى اعلان شوى او حاجي حيدر خان نعيم زوى د ٢٧٧٩ رايو په ترلاسه کولو سره حذف کېږي .

خو د ځانګړې محکمې قضايي پلاوى وايي چې دغه پرېکړه قطعي نده او د ولسي جرګې اوسني وکيلان ، چې کمې رايې اخيستي دي ، کولى شي د استيناف غوښتنه وکړي .

د رايو د بيا شمېرنې له مخې ، د ولسي جرګې داوسنيو وکيلانو په رايو کې هم کمښت او زيادښت راغلى دى ، خو په پايلو اغېزه نه کوي .

 سرچينه زياتوي ، چې د کاپيسا ، ارزوګان ، نيمروز ، دايکنډي ، کونړ او پروان ولايتونو په ارقامو او اعدادو کې دومره توپير ندى راغلى او ددې ولايتونو د وکيلانو په پايلو اغېزه نه کوي .

د محکمې د څېړنو له مخې ، په باميان او پنجشېر ولايتونو کې کومه جدي ستونزه موجود نه وه .

دا په داسې حال کې ده ، چې د ولسي جرګې ددوهم پړاو د ټاکنيزو درغليو د څېړنې ځانګړې محکمه د ولسي جرګې له سخت غبرګون سره مخ شوې او ولسي جرګې تېره ورځ د رايو په اکثريت د لوى څارنوال ، د سترې محکمې د رئيس او ددې محکمې د عالي شوراى ددوه غړو د استيضاح پرېکړه وکړه ، خو دغه چارواکي اسيتضاح د قانون خلاف وبلله او ولسي جرګې ته حاضر نه شول .

 ولسي جرګې تېره روځ په خپله غونډۀ کې دا چې لوى څارنوال جرګې ته حاضر نه شو ، هغه يې په غياب کې درايو په اکثريت سلب اعتماد کړ .

د ولسي جرګې اوسنيو غړو پرېکړه کړې ، چې که چيرې ځانګړې محکمه د ولسي جرګې يو غړى هم وباسي ، نو ټول به جرګه پرېږدي او په لاريونونو به لاس پورې کړي .

دولسي جرګې ددوهم پړاو ټاکنې د ١٣٨٩ کال د وږي په ٢٧مه نېټه ترسره شوې او پايلې يې د هماغه کال د مرغومي په دريمه نېټه د ټاکنو د خپلواک کميسيون لخوا اعلان شوې .

خو لوى څارنوال دغه پايلې غير مشروع وبللې او ځانګړې محکمه تېر کال د مرغومي د مياشتې په لومړيو کې د سترې محکمې د پيشنهاد او ولسمشر کرزي په منظوري د د ولسي جرګې د درغليو د څېړنې په موخه جوړه شوه .