د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د عبدالروف بينوا په اثاروکښې طنزیه توکي

پوهنمل محمود نظری 23.06.2011 18:07

بینوا په طنز د ختیځو هیوادونو ولسونو ته وايي ستا سو دا لاس نه خوړلو خزانو ته دفلک د ښکاري سترګې سرې دي ، سره یو سئ. سرې سترګې ، خونخوارې سترګې. له خروښه ایشیدل او د زړه تاو کنايې یې شعرونو ته دروند والی ورکوي.
دفلک خونخواری سترګی
بیا دشرق وخواته سرې دی
ولی نه ایشئ له خروښه
دمشرق لویوسندونو
یادزړه دتاوه وچ سئ
بیا مشرق پاک کئ له غمونو
یا دسر وینو ډک راشئ
دښمن غرق کئ په مو جونو
لږ همت درته پکار دی
هر طرف ډکی شېلې دی
دفلک خونخواری سترګی
نن دشرق وخوا ته سرې دی
بینوا صیب په طنز وايي هغه پخواني وختونه تیر سوی دی چې کوچنی زندانونو کې یې خلک بندیانول اوس هیوادونه بندیان کیږي اوسني انسانان د دې بندیخانو په زجرونه نه پوهیږي ځکه هغه پخوانی زولانې بدلي سوي دي.
لري لوی لوی محبسونه
نه يو سرای نه يوه خونه
حبسوي لوی هيوادونه
چي بندي نه پرې پوهيږي
داسي سو د زولانې رنګ
غلی شانته انقلاب دی
بدلوي د زمانې رنګ
بینوا صاحب وايي : اوس شراب دسرو زرو په جام کې دوره وهی، نو نوشول يې څه پام غواړي، ځکه دپخوانیو میخانو رنګونه بدل سوی دی دا بدلون کرار کرار را روان دی زمانه بدله سوې ده،
طلايې جام کي د دور
شراب زهر دي په دور
نوشول يې غواړي غور
ای سرمست زلميه پام کړه
بل راز سو د ميخانې رنګ
غلی شانته انقلاب دی
بدلوي د زمانې رنګ
بینوا صاحب وايي اوس کامونه هم بدل سو ی دی هغه چې ویښ وه په ژوند پوه سوه او هغه چې ویده وه د هغوکورونه ویجاړ سول، په طنز وايي څه وخت به دا ویده پښتانه را ویښ سي.
سره واوښتل قومونه
ويښ خبر سول له ژوندونه
د ويدو سول وران کورونه
ګوره کله به سي نوی
د پښتو د کاشانې رنګ

بینوا صاحب ددی زمانی د خلکو په هکله په طنز وايي
زه تراوسه د انسان او حیوان په توپير پوه نسوم ، هغه چې ځان انسان بولي بدخویی يې سل کوټې تر حیوان بدتره ده، کله ځان خدای بولي ، کله بیا د حیواناتو عبادت کوی، ځینې يي لمر ته او ځینې يې بت ته سجده کوي او داسې نور. هر یو ځان حق بولي.
ما انسان حيوان بېل نه کړ
که څه تېر شوله کلونه
انسان وايي و ځان ته
تر حيوان يې بد خويونه
کله خدای له ځانه جوړ کړي
بندګان يې په زرګونه
کله پست شي چې کوي به
د غوايي عبادتونه
په دې راز هېڅ نه پوهېږم
دا ټول وينمه تېرېږم
ځينې بت و ته سجده کړي
ځينې لمر و ته نسکور وي
څوک اوبو ته معبود وايي
څوک بنده غلام د اور وي
څوک منکر بيخي له خدايه
د چا فکر درې څلور وي
هر انسان خپل مسلک ستايي
مذهبونه لور په لور وي
په کارو يې زه شرمېږم
دا ټول وينمه تېرېږم
رډ رډ به ګوري خو د حقیقت ړانده وي، د بد و کړو پيښو او تقلید ته تیار دي ، چې درواغ ورورسیږی رښتیا وايي نه ،دومره ساده ګان دی چې شیطان يې لا ختا باسي
خو که یو رښتینی بینا په کښې پیدا سی هغه به ددې خلکو په لیدو ډیر وځوریږي

په ظاهره سترګه ور وي
حقيقت کې هېڅ نه ويني
د تقليد سکه زامن دي
په درواغو لري مينې
غولېدو کې هسې پاس دی
د شيطان پرې کوي سپينې
که بينا پکې پيدا سي
تل به خوري د زړګي وينې
له انسانه وېزارېږم
دا ټول وينمه تېرېږم
دې بې عقلو لکه لیوانو خولې خلاصي نیولي او د یو بل غوښو ته وږی دی؛ نه يې دوستی مالومه ده نه يې دښمنی، بې وزلي ځوروي، د خوارو په ژړا خاندي او د وینو په تویولو مست دی
يو د بل غوښو ته وږي
خولې يې وازې سخت لېوان دي
نه په مرګ د چا ويشتلی
نه د چا سره خپلوان دي
يتيم، کونډه ژړوي تل
هم پر دې ژړا خندان دي
د خوارانو وينې وڅښي
مست په دې شراب روان دي
پاس پر سر باندې څرکېږم
دا ټول وينمه تېرېږم
بینوا صاحب په حیرت وايي د اسلام په لومړنیو پيړیو کې ختیځ د علم ځای او زانګو وه چې لویدیځوالو له هغو زده کړه کوله او ګټه یې ترې اخیستله ، مګر نن چې ګورم ختیځوال د لویدیځوالو مرییان سوی دی، نور يي هغه شان او شوکت نسته، بل ته اړ دی او په طنز وايي د یوې ستنی لپاره کافر ته په سلام ولاړ وي

کله وينم چې شرق لوړ وي
د مغرب ترې اقتباس وي
تمدن خپور له آسيا نه
پر يورپ يې انعکاس وي
د اسلام بيرغ دنيا کې
له دا نورو پورته پاس وي
د جهان قومونه واړه
په احتياج د دوی د لاس وي
حريت باندې نازېږم
دا ټول وينمه تېرېږم

خو دا بله ورځ چې وينم
بيا د بل د لاس غلام وي
نه يې شان نه يې شوکت وي
ځينې پاته ننګ و نام وي
د يوې ستنې د پاره
سور کافر ته په سلام وي
بینوا صاحب په طنز وايي د هغو خلکو ژوند چې له مرګه پيل کیږی د هغو پای به څه وي .
ژوند يې پيل نه وي له مرګه
د دې قوم به څه انجام وي
په غمو کې يې نولېږم
دا ټول وينمه تېرېږم
استاد (۱۳۶۳ لمريز کال) د جدي پر (۲۱)نېټه په امریکا کښې له دې فاني دنياڅخه دتل لپاره مخه ښه وکړه .