د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پښتون خوځښت ، اسلام او نشنلزم

احمدسیر کاکړ 21.06.2011 14:00

تر ټولو لومړی داسلام او نشنلزم موضوع تر بحث لاندې نیسو او بیا په اسلامي نړۍ کې نشنلزم ته یو ځغلنده نظر کوو.
یا ایها الناس انا خلقناکم من ذکر و انثی و جعلناکم شعوباً وقبایل لتعارفوا ، ان اکرمکم عندالله اتقاکم
دې مبارک ایات ته په کتنې سره اسلام د نشنلستې افراط او تفریط تر منځ یو عادلانه لار وړاندې کوي او په عین حال کې د انساني کرامت لوړ درس راکوي
لومړی ټول انسانیت ته خطاب کوي او ورته وایې چې ای خلکو او بیا ورته وایې چې تاسې ټول د یوه نارینه او ښځینه څخه زېږېدلي یاست او په ډلو او ټپلو وویشل شوی تر څو یو دبل سره وپېژنې ، د الله پر وړاندې ستاسو غوره کس ستاسو متقي خلک دي.
مانا دا چې د نړۍ پرمخ هیڅ انسان پر بل فضلیت نه لري خو په تقوا او بله دا چې تاسې ډلې او ټپلې شوې تر څو یو دبل سره وپېژنی نو دا پیژندنه په کوم معیار تر سره کیږي، دا پېژندنه په دې معیار تر سره کېږي چې د شعبو او قبایلو پېژندنښې رامنځ ته شي او وساتل شي او که څوک دا پیژندنښې ورکول غواړي نو مانا دا چې ددې ایت نه منکر دی او چې له دې ایت نه منکر دی نو د ټول قران نه منکر دی او د ټول قران منکر ته د الله تعالې له اوامرو څخه سرغړونکی ویل کېږي او ددې سرغړونې سزا هم معلومه ده.
پیژندنښې کومې دي، د شعبو او قبایلو یانې د ملتونو پېژندنې یې تاریخ، ژبه فرهنګ، جغرافیه او نور جوړوي چې ملتونو ته په کار دي ې دا ورک نه کړي بلکه د اسلامی قوانینو سره یې عیار کړې یعنې ددوي هغه دود دستور چې اسلام ورسره ټکر لري باید لرې شي ( په پښتنو کې ،غچ، ولور، تربورولي، بې ځایه تفاخر، طبقاتي ژوند، د مادیاتو راټولنه او نور......) او که په ټوله کې ددې پېژند نښو نه انکار کېږي نو هماغه پخوانۍ خبره ده.
د نشنلزم انګیزه او لاملونه:
• په اسلامي نړۍ کې د نشنلزم لومړنۍ انګېزه د یوه اسلامي خلافت نه شتون دی ، داسې خلافت چې ټول مسلمانان په یوه ټغر سره راټول شي او ټول د یو ډول حقونو لرونکي وي ،تر منځ یې سرحدات نه وي او اقتصادي سرچینې د ټولو مسلمانانو د اړتیاوو د رفع کولو لپاره وي، طبقاتي ژوند له منځ یوسې او د اسلامي خلافت په قلمرو کې ټول مسلمانان د یو ډول مدني حقونو لرونکي وي ، یو اقتصاد، ګډ سیاست او پوځ ولري چې ددې ټولو نه شتون مسلمانانو ته په مختلفو بڼو د نشنلزم انګېزې ورکوي.ګټې یې سره په ټکر کې واقع دی او هر مسلمان ملت خپله بقا د بل مسلمان ملت په فناکې ویني او همدا لامل دی چې نشنلزم ته په افراطي بڼه لاره هواروي.
• چې ددې انګېزې د منځته راتګ لاملونه د مسلمانو حاکمانو غفلت او د نړۍ له عینې شرایطو نه په یو ډول کاذبانه انکار دی.
• په دویم ګام کې د غیر مسلمانو هېواودونو لاسوهنې دي چې په اسلامي امت کې یې داسې ډلې او ټپلې راپیدا کړي تر څو د نشنلزم او یا د اسلامي خوځښت تر نامه لاندې مسلمانان ټوټې ټوټې وساتي او ددوي ګټې خوندي وي.
• نشنلستي او اسلامي ډلو افراطي رامنځ ته کېدل تر څو له یوې خوا د اسلامي ډلو پرسمبالولو سره داسلامي خلافت مخنیوي وشي او له بلې خوا ددوي نور اهداف تر لاسه شي
• د اسلامي مخکښو هېوادونو لویدل د اسلام د دښمنانو په لاس او خپلې نشنلستي ګټې خوندي کول ، او پر کمزورو اسلامي هېوادونو کې د ډول ډول پلانونو په عملي کېدلو کې د غیر اسلامي نړۍ د هېوادونو مرسته لکه (سعودي عرب ، پاکستان او ایران)
• په کمزورو هېوادونو کې د اسلامي او غیر اسلامي اشغالګرو پر مټ د اقلیتونو او اکثریت تر منځ د تفرقي اور ته لمن وهل او خپلې ګټې خوندې کول
• د اسلامي عدالت نه پلي کېدل او ګڼ نور


پښتانه او نشنلزم:
پښتانه د یو مسلمان ملت په توګه په یوه داسې جغرافیه کې پراته دي چې د کفري او اسلامي اشغالګرواو ګاونډیانو د ګټو څلور لاری جوړوی او دوي د خپلو ګټو د خوندیتوب لپاره د هیڅ ډول اخلاقي ارزښتونو ، معنویاتو او انساني کرامت درناوي ته ژمن نه دي او د خپلو ګټو د خوندیتوب لپاره تر هر حده پورې تللای شي او همدا لامل دی چې کله هم په پښتنو کې داسې تحرک پیل شي چې ددوی د ګټو سره په ټکر کې واقع وي، د خپلواکې غوښتنې ، ابادی او پرمختګ او په خپله خاوره خپل اختیار وغواړي نو د اسلامي او کفري اشغالګرو له خوا د یو لړ خنډونو سره مخ کېږي ، د اسلامي ګاونډیانو له خوا چې په حقیقت کې د کفري استعمار خدمتګاران دي په نشنلزم تورن کېږي ( په داسې حال کې چې په اسلام کې د پیژندنښو د ساتنې حق هم ورکړل شوی). له پښتنو څخه یې تاریخ ، ژبه او کلتور اخستل کېږي او دا ټول بیا د اسلامي ګوندونو له خوا تر سره کوي ( اسلامي ګوندونه مخکې تشریح شول چې څنګه او ولې منځ ته راځي، او په افغانستان کې هر اسلامي غورځنګ د یو قوم پورې تړلی چې څو لسیزې وړاندې یې اسلام ته شا کړه او د اسلامی وحدت ، اسلامي حزب ،اسلامي حرکت، جمعیت اسلامي او نورو نومونو لاندې یې افغان ملت په خپلو کې سره وجنګول).
له بله اړخه افغان ملت یو ګڼ قومي ترکیب لري چې د تاریخ په اوږدو کې یې هر یرغلګر ته خپله مېړانه ورښودلې ده نو پر همدې اساس اوس یرغلګر قومي تفرقې ته لمن وهي او پښتانه دې ته اړباسي چې د خپلو پېژند نښو د ساتنې لپاره عملي اقدام وکړي.
پښتون خوځښت او د نشنلزم تورونه:
له کله نه چې پښتون خوځښت د خپلو پېژنښنو د ساتنې لپاره په اقدام لاس پورې کړی نو سترو ننګونو سره مخ دی.
اول د افغانستان نور قومونه چې په فاشیزم کې یې ساری نشته او د خپلو فاشیستې موخو د تحقق لپاره د هر اشغالګر څنګ ته ودرېږي لکه کارمل د روسانو سره او د شمال ټلواله د امریکایانو سره پښتون خوځښت د همدوی له خوا په دهشتګرد ، طالبانو او القاعده پورې تړل کېږي او برعکس د پښتنو له خوا بیا په نشنلزم ، کمونیزم او نوزو ایزمونو تورن کېږي. او دا ټول په داسې حال کې کیږي چې پښتانه په خپله ژبه د غږېدول او لیکلو حق هم نه لري، له ځمکې او اسمان نه پې سور اور ورېږي چې صلیبي اشغال که د مسلمانانو سره دښمنې کوي باید چې په ټولو قومونو بمبارد وکړي ( خو صلیبي اشغال هغه قوم ځپل غواړي چې ډېر په اسلام ټینګار کوي) برعکس د صلیبي اشغال مخالفین وسلوال طالبان او اسلامی حزب هم ددې پرځای چې د هغه قومونه خپل هدف وګرځوي چې ددې اشغال زمینه یې برابره کړې هم د پښتنو په سیمو کې جګړه کوي چې دا خبره دا څرګندوي چې یا خو دغه اسلامي حرکتونه خپله نشنلستي حرکتونه دی او پښتانه په خپل ترکیب کې لري ځکه په غیر پښتون میشتو سیموکې اوسېدل ورته ګران دي او یا خو خپله د اشغال په چوپړ کې دي او پښتون چې ددې خاورې وارث او پوښتونکی دي ځپل غواړي چې په دواړو حالاتو کې د اسلام خلاف عمل کوي.
له بلې خوا ګاونډي هېوادونه چې اسلامي دي ځانته د هر ډول نشنلزم حق ورکوي ولې یې پښتون ته نه ورکوي په داسې حال کې چې د اسلام حکم عام دی، که اسلام نشنلزم تایدوی هم د ټولو په حق کې او که ردوي یې هم د ټولو په حق کې خو حقیقت بیا داسې نه دی، ایران حق لري چې مسلمان افغانان په دار وځړوي، ایران حق لري چې خپل کلتور او ژبه پرموږ تحمیل کړي، پاکستان حق لري چې ووایې چې سب سې پهلې پاکستان، عرب حق لري چې زما د مظلومیت نه خوند واخلي او زما کارګر وځوروي په افغانستان کې دننه تاجک حق لري چې په درې لیکنه وکړي، په دري لیک لوست وکړي
خو زه پښتون
که خپل بچي ته په خپله ژبه لیک لوست غواړم نو نشنلت یم
که په پښتو ژبه خپل دفتري چارې سرته رسول غواړم نو نشنلست یم
که د پطلون پرځای پرخپل ملي لباس کې راڅرګنېدږ م نو نشنلت یم
ولې؟؟؟ د اسلام حکم خو عام دی
راځی د نشنلزم لپاره یو جامع او مانع تعریف وړاندې کړو بیا به معلومیږي چې څوک نشنلستان دي
د پښتون خوځښت نه وړاندې لاندې ګروپونه رامنځ ته شوی چې نه هم ددوي خپل اسلامي علماوو نه هم پښتنو علماوو او نه هم ګاونډیانو یوه ته وویل چې تاسو نشنلستان یاست ، بیا نو پښتون خوځښت ته چې ددې ټولو ناخوالو نه د وتلو لپاره خپل ملت راټولوي ولې نشنلست ویل کېږي ؟
ګروپونه په دې ډول دی
اصلاح طلبان
تفکر ضد طالباني
تاجک میډیا او ګڼ نور
حل لارې:
په اسلامي نړۍ کې د اسلامي خلافت رامنځ ته کېدل
د ټولو مسلمانانو د ګټو او زیانونو شریک کېدل
د نشنلزم لپاره د اسلام له نظره داسې یو تعریف وړاندې کول چې پر ټولو د تطبیق وړ وي
د کمزورو اسلامي ملیتونو مخلصانه لاسنیوی او د کفارو له احتیاج څخه یې ژغورل
په نړۍ کې د اسلامي خلافت د راژوندي کېدو په هیله چې هر مسلمان په ټول اسلامي قلمرو کې د یو ډول حقونو لرونکی وي.
په اسلامي مینه