د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په کهف کي لا ویده لیکوال!

محمود نظری 20.06.2011 23:30

د یارانو مي په نت کښې ولوستله مناظره
زما د نورو  ښوولیکوالووسوه یوه گیله
زاړه سوه لا د یار خط وخال له هاله ایستلي
د غر یم ، توپان يم په ویلو ځانونه کښلي

د یارانو مي په نت کښې ولوستله مناظره

زما د نورو  ښوولیکوالووسوه یوه گیله

زاړه سوه لا د یار خط وخال له هاله ایستلي

د غر یم ، توپان يم په ویلو ځانونه کښلي

د نارنج گل، انار گل په مشاعرې دي اخته
ځینې لاد نیکونو په ویاړونو ډنگوي نغاره
یو نه یادويِ دتورلیکو دکربلا سره دښته
د پښتنو پر سرونو ددجال د تورخره پښه

څه یې ښوی سوی ستایي د وریښموچوغه
چکچکی کوي د دگیلم جمع په پښتون وژنه
اتڼ کوي د نظار د شورا د ډبلی مار ډولکي ته
دپارلمان ګل هوسي او د قانون مفلسي ته

یو هم د یو مکار لمن په سر نه وراړوي
ځینې نه شرمیږي کوي د هغو ویاندي
نه وایي نمرود دچا په هڅه بل کړی اور؟
ولي دا اور بل سوی د پښتون په کور؟

ولي فرعون یوازې گڼي پښتون سبطي؟
د هغو ماشومان د یو بل پسې حلالوي ؟
ولي زموږ لیکوال ویده دي په غار کي ؟
هېښنده لا داچې هلته لادي په ډار کي؟

ولي لویدیځ ته پښتون سوی څلۍ دجمره ؟
ولي ښکاري ورته د هلمند سیند ویاله؟
داټوله د څوتور ژبو افغانانو له لاسه
چې د ابوالهول قبر يې کړی خپله قبله

ولي نمرود دبت د ماتیدو په سزا سوځي موږ؟
چنگیز دهلاکو په ونج د نیزو تیروي موږ؟
ولي دسامری په جرمانه یو بل وژنو موږ؟
ولي د مصر پر ځای «خصیب» پاچا سو ږموږ

ولي شجاع الدوله دلته اعتبار لري په خرو؟
ولي نه غواړي آباد کړي وطن په سړو؟

ولي نه لیکلي لیکوال حماسې د بې غیرتو؟
قصیدې د بلوسګرو غزلونه د بې څټو؟
مثنوي د خاینانودوه بیتي د غوړه مالو؟
رباعي د شاه شجاع او کارنامې د گوډاگیانو؟

د اکبر مدال د مکناتن په غاړه څه ښه کوي خوند!
دغازي مدال د سقا زوی ته ورکوی څه ښه پند !

واواه ! د زمریانو پر ځای ناست دی گیډران !
مرحبا ! ښه ناشولټه غوره سوی زموږ وکیلان !
شاباس ! په دی سد چې افغان افغان ته سوی غل !
د مور شیدی ! په تیشه وهي پښه د ورور خپل !

دا له اسمانه لویدلي به یوه ورځ په گونډو سي
دا د کیڼ اړخه پاڅیدلي به یوه ورځ په تښتیدوسي
ددې چکه چورو ټاټ به اخیر په ټولیدو سي
ددي تور ژبو مخ به هم اخیر په توریدوسي
ددې ډبلیمارو تود بازار به اخیر سوړسي

داد اوښې غوښه خوړونکې ناوی به مور سي

داپر غاب اوډلي رومیان به وراسته سي ژر
د دې کوکي ناوکیو بالتی به په ختمیده سي ژر
تاریخ به ددې پټ خولو دا کفری نکل وغندي
وبه لیکي هغوی وه دیوال ته ولاړ وچ لرگي

کنايې
پر غاب اوډلي رومیان( غوړه مالان)، کفر ی نکل(د اعتراضه ځان خلا ص ول ، بهانې)،گواکی لرگي وچ درول سوی دیوال ته( بیکاره شیان)،د هاله وتل( مست سوی)،تور لیک ( بد تقدیره انسان) ،آسمان لویدلی( هغه چی په خپل زور او قدرت ویاړی)،،سترگی څیرل( بی حیا )
خصیب : دهارون الرشید تر ټولو بد رنگه ، ناپوه او بخیل تور مریی و چې لاندې ښونډه يي لاندی ځړېدله او پورته ښونډه يي پورته کت سوی وه اوهارون الرشید هغه د مصر دپاچاپر ځای چې دخدایي دعوا يي کوله دمصر پاچا وټاکی.