هر خوانن د نفرت اورونه بل ښکا ري
19.06.2011 12:22په دنيا کي نن هر څه راته بدل ښکا ري
هر خوا نن د نفرت اورونه بل ښکا ر ي
هغه مينه او محبت اوس نشته په زړونو کي
هر څه نن روان په چل او ول ښکا ر ي
په چا وکړم اعتبار والله چه حيران پا تي يم
خپل ورور هم نن را ته غل ښکا ر ي
خپل مي نن رانغلل پکا رخو پردو لاس راکړو
ځکه هغه پرد ي نن را ته خپل ښکا ري
رشتيا او حق وينا نن هيڅوک نه کوي
بد را ته نن خپل هر يوعمل ښکا ر ې
هغه اشنا چه تل به يي دوفا دعو ي کو لي
هغه اشنا هم نن راته بدل ښکا ر ي
هر يو شعر دی ډير ښا يسته وي ا ي بها ره
د ټولو نه ښا يسته نن راته دا غزل ښکا ري