د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د مکتب لمبې

حفيظ مليار 19.06.2011 00:12

د مکتب لمبی

ما مې د مکتب لمبو ته وژړل
ډير مې هغه وران صنفو ته وژړل

د صنف د رياضې تختې هم سوی وې
ما يي د تختو ايرو ته وژړل

هيلې ځوانيمرګې شهيدانې وی
ما يي د مزار جنډو ته وژړل

د علم ډيوه مړه وه تور تمونه وه
ځکه مې د وخت ظلموته وژړل

ای حفيظ ملياره خلک سپوږمی ته ځې
ما دا خپل کڼډر کوروته وژړل

ويانا د اتريش ښار