د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دوي هم ځان دملت استازی بولي !!!

حبيب الله غمخور 17.06.2011 01:24

دوي هم ځان دملت استازی بولي !!! 

کاشکې دميزپه ډبولودملت کوم درد دواشوی واي

 

هغه پارلمان چي دمېزونوپه ډبولوسره ئي دهيوادکورنی اونړيوال اعتبارله خاوروسره خاوري کړ په کرزی ئې وس نه رسېده نودميزوډبولوته ئي ملاوتړل .دوي پوره څلور ورځې ميزونه ډبوي خونه ميزونه  مات سول اونه ئي ددوي ماشومانوسوالوته دجواب پيداکولوتوان پيداکړ.

دميزونوپه ډبولوټول وکيلان گرم نه بولو،دايوشمير دي چي دخپلو گټواوخپلونورومخوپه خاطرئي دابهانه پيداکړې اود مېزوډبولوته ئي ملاتړلې ده . دادځينو غړوکليمه مي ځکه  استعمال کړه چي ټولوته له يوه مخه ليونيان نسو ويلاي اونه هم ټول په درغليوراغلي ،امريکاغواړي پارلمان موجودوي نودابيابه اړينه نده چي  چا په څومره رايو پارلمان ته لارموندلې ده اونه هم ټول دکرزی لخواجوړې شوې په اصطلاح ځانگړې محکمې له پرېکړونه ډارېږي .ځکه خوکله چي موږدلته په تلوزيونوکښي ليدل هغۀ چي ميزونه ئې ډبول دگوتوپه شمارکسان  دي،هغسي خوهم پارلماني غونډوته دحاضرېدوپه هکله تپل سوی وکيلان کوم قانوني مسوليت نلري ،دوي خپله وايي داڅومياشتي دعمومي جلسې نصاب نه دی پوره سوی ځکه ډيرکارونه شاته پاته دي . پدې دواړو ورستيوپارلماني دوروکي داثابته شوې کله چي دپارلمان عادي غونډه وي اوهلته دقوم ،ژبې اودولتي  چارواکودزورآزموينې  اوسياليومسله مطرح نه وي بيانودپارلمان  په تالارکي يوازي يوڅوتنه بېچاره وکيلان  هغه هم خوب وړي ليدل کيږي .

دخندا وړاوحيرانونکې خوداده چي داښاغلي او اغلي هم ميزونه ټکوي اوهم  يوپه بل رشخندوهي اوخاندي،له ورايه داسي ښکاري چي دابېچارگان ديوچاله  ډاره داکارکوي   .

دډله ايزورسنيودخبرله مخې دجون په  يولسمه  وكيلانو پخپله اعتراضي غونډه کي ددوي په وينا  میزونه پدې ډبول چي د کرزی لخوادوعدې سره سم د باور رايو اخيستلو لپاره د اوو تنو سرپرستو وزيرانوپرځاى نوي كانديدان  نه دي ورمعرفي  سوی دميزډبولولړۍ پنځمې ورځې ته ورداخلېږي   .

كرزي  صاحب يوه اونۍ مخكې ددوي له استازوسره  ژمنه كړې وه، چې ډېر ژر به ولسي جرګې ته نوي وزيران د باور رايو اخيستلو لپاره معرفي كړي،مگر اوس وايي ددې کارلپاره ئي يوه کمېسيون ته دنده سپارلې .

د ولسي جرګې رئيس عبدالروف ابراهيمي  د کرزي  لخوا په دې برخه كې د نه پاملرنې له كبله خواشيني څرګنده كړه او ويې ويل، كه چېرې دغه چارواكي دوى ته د باور رايو اخيستلو لپاره زر معرفي نه شي، نو وكيلان به تر پنځسو ورځو پورې خپلې عمومي غونډې د اعتراض په توګه پاى ته ورسوي . داخبره پداسي حال کښي کوي چي همدې رئيس اوپلو يانوئي يوه اونۍ وړاندي دوکيلانودوبنی رخصتي پنځلس ورځې  پدې بهانه راکمې کړې چي ملت ددوي کارته اړتيالري ددوي په ويناداسي حياتي مسايل شته  چي لمړۍ بايددهغوپه هکله بحث او پرېکړه وسي بياپارلمان رخصت شي .

البته هغه ورځ هم داله ورايه څرگندېدل چي ددوبنۍ رخصتۍ ورځوکمېدونه ئې هدف دملت چوپړنه بلکي نوري موخې وې .خلک وايي پدې ډول دوي  پر کرزي  سياسي فشار راوړي ترڅوښاغلي کرزی  مجبورشي دځانگړې محکمې دکارله دوام نه تيرشي .

د یادولو وړده، چې دكابينې دغه اوه تنه غړي لکه  د مخابراتو او معلوماتي ټكنالوژۍ وزارت سرپرست اميرزى سنګين، اوبو او برېښنا سرپرست محمد اسمعيل،د ترانسپورت او هوايي چلند سرپرست داود علي نجفي،د لوړوزده كړوسرپرست محمد سرور دانش، دعامې روغتيا  سرپرسته داكترثريا دليل، د ښځو چارو سرپرسته حسن بانو غضنفر او د ښاري پراختيا وزارت سرپرست سلطان حسين حصاري، د سرې مياشتې رئيس، د ملي امنيت رئيس او د ستر محكې درې تنه غړي  له اتلسو مياشتو راهيسې له تېر ې ولسي جرګې څخه د باور رايو د نه اخستلو له امله خپلې چارې د سرپرستۍ په حال كې پرمخ وړي . ‌BBC.2011.06.11

دغه وکيل صاحبان چي دکرزی صاحب نه سرټکوي پر حق دي،ځکه کرزی صاحب ددوې اونۍ وړاندي په ارگ کي دډله ايزورسنيو استازوديوه سوال په ځواب کي چي دغه سرپرست  وزيران اوياددوي پر ځاي به نورکله تاسو پارلمان ته دباوردرايي ترلاسه کېدوپه موخه ورمعرفی کړی، ځکه پارلمان شکايت لري اوتاسوته گوته نسي؟کرزی صاحب ددي سوال په جواب کي وويل  پارلمان پر حق دی ،خوتاسو گوری چي کله يوه اوکله بله پېښه وسي اوزمانه هرڅه ورک سي ،انشا الله ډير ژربه ئي ورمعرفي کړم . مگراوس خبره ددواړو خوانه بل ډول ده .

دوي وايي کرزی صاحب اوه وزيران اوهغه نورکسان چي بايد ورمعرفي کړي واي نه دي ورمعرفي کړ ي نوځکه ميزونه ټکوي اودکرزی وياند وايي داکرژرترسره کيږي کمېسيون پردې خبره کار کوي ،داچي حقيقت حه دی ډيرپرې پوهيږي مگرتراوسه ئي ويل گټورنه دي  .

سوال دادی چي دادميز ډبول به کومه گټه ولري؟ اياداچي دوي  يوه اونۍ وړاندي ويل ډير حياتي مسايل پاته دي  بايد حل سي،نوکه دوي په رښتياځانونه دملت استازي بولي،چي نه دي خواوس دپارلمان غونډي اوبرخليک په دوي پوري تړلی ،بايد پرهغوحياتي مسايلوباندي کاروکړي،هغه ئي ولي شاته وغورځول؟  دمېزو ټکول اوډبول دملت هيځ دردنه دواکوي،دټکولواوډبولونه له يوه سره ددې ملت نفرت راځي .

دحيرانتياخبره خوداده  چي په همدي تيرو څوورځوکي ددوي استازوله کرزی سره وليدل ،ددوي اوکرزی په وينادواړي خواوي يوي موافقې ته  ورسېدلې . تردغه لېدنې يوه ورځ وروسته دکرزی صاحب وياند اعلان وکړچي دکابينې ددغواويوشميرنورووزيرانودمعرفی لپاره يوه کميسيون ته دنده سپارل سوې . داچي داخبره څومره منطقي ده اودافغانستان په سياسي تاريخ ،دحکومتونواوپارلمانودکاري پروسې په ارشيف کښې ئي ‌بېلگه پيداکېداي سي يانه ، دابله خبره ده اوپدي باورلرم چي دوزلوبې دواړې غاړې پرې  پوهيږي چي غواتوره اوشېدې سپيني دي . موږته هم معلومه ده چي کرزی صاحب ولي وخت کمايي کوي اوداهم راته جوته ده چي دپارلمان په نامه کرزی ولي ترسياسي فشارونولاندي راځي .

يوشی دواړوخواواوهم ولس ته لمرغوندي روښانه دی  چي د جمهور رئيس لخواټاکل سوی کمېسیون دنده نه زموږپه هيوادکي سابقه لري اونه به هم داستونزه حل کړاي سي .

عام خلک دپارلماني خوابدونه  داپوښتنه کوي که کومه سياسي لوبه اوځاني گټې نه وي مطرح  نو دهغې تيرې دورې په ورستيومياشتوکي ولي چوپه خوله واست ؟ولې مودانږدې شپږمياشتي دامسله دومره ټينگه نه نيول لکه اوس چي هلته دپارلمان دوبنۍ رخصتي پيلېږي اودلته  مودواړې پښې په يوه موزه منډلي او واياست چي خداي يواومالگې تروې که داکسان رامعرفي نکړی موږبه همدا ميزونه ټکوو اويابه پنځوس ورځي رخصتي اوږدوو.

درنولوستونکوته به څرگنده وي دوي داپنځوس ورځې پدې خاطر يادوي چي ممکن پدې پنځوسو ورځوکي لويه جرگه چي دهمدې پارلمان يوشميرغړي ئي قانوني نه بولي دايره شي .دايوه بله دفشاروسيله ده چي کرزی دېته  اړباسي ترڅو ددغووکيلانوغوښتنوته غاړه کښېږدي دکومو وشاته چي لمرغوندي روښانه نوري ډلې ،کورنۍ اوبهرنۍ سياسي کړي ولاړي دي .

داټولوهيوادوالوته روښانه ده چي په پارلمان کي يوشمير داسي کسان  شته چي په درغليوئي پارلمان ته لارموندلې ځکه نودځانگړې محکمې دپرېکړوله ډارنه پر کرزي سياسي فشار راوړي چي هغه سرپرست وزيران اويادهغوي پر ځاي نورکسان دپارلمان دباوردرايي ترلاسه کولولپاره  معرفي کړي ،ترڅودغه وکيل صاحبان په هغه وخت کي وکولاي سي دکرزي نه امتياز واخلي اوامتيازبه همدا خبره وي چي دغه ځانگړې محکمه بايد ړنگه اوکاریې بې اعتباره اعلان سي  .

کرزی صاحب هم دځانگړي محکمې نه پر پارلمان باندي دفشاردوسيلې په توگه استفاده کوي اوکوښښ کوي هغوي چي په درغليوراغلي پدې وډاره وي چي ځانگړې محکمه خوسته اوهغه دپارلماني ټاکنوپر درغليو کارکوي . که رښتياوويل سي دواړي خواوي يودبل نه دامتيازترلاسه کېدوپه لوبوکي يودبل سره په سياليو اخته دي .ددې وزلوبې پايله داده چي ټوله نړۍ پرموږ خاندي اودلته بهرنيان پوښتنه کوي چي داستاسو پارلمان ولي داکارونه کوي ؟دوي بل کارنلري ؟ ستاسوپه ملک کښي جگړه روانه ده ،ددې پرځاي چي دسولي اوثبات  په لاره کي مرسته وکړي کرۍ ورځ ميزونه ډبوي .

دابېچاره بهرنيان پدې خبرنه دي چي داټول وکيلان دملت استازي نه بلکي په درغليوراغلي ،ځکه خواوس  ملت ترېنه هيراودځان په غم کښي  ميزونه ډبوي .

دې ټکي ته بايد جدي پاملرنه وشي چي يودولت له دروگونوقواونه جوږېږي چي مقنينه ،اجرئيه اوقضائيه ده ،البته پدې ورستيولسيزوکي ډله ايزي رسنی يامطبوعات  هم ديوې قوې په توگه گڼل کيږي .

ددوي تر منځ متناسبواړيکو اوگډکارارزښت ددولت دبرياواوديوه هيواد داقتصادي اوټولنيزپرمختگ اساسي لامل بلل کيږي .داډيره مهمه ده چي ددې درې واړوقواووترمنځ نيک مناسبات اودگډکار روحيه موجوده وي.په هره اندازه چي داروحيه غښتلې  اودباورفضا پياوړې  وي  په هغه اندازه يودولت بريالی شمېرل کيږي.

متاسفانه زموږ په هيوادکي  دغه ټکي ته ځکه پاملرنه نه ده سوې  چي دولتونه اوحکومتونه ديوې سياسي معاملې او جوړجاړي پر بنسټونومنځته راغلي .په همدې دليل دايوه طبعي خبره ده  چي په داسي دولتونوکي دملي گټوساتلو روحيه کمزورې وي خوبل لورته بيادځاني گټوروحيه اوډلودپياوړتياسيالي پرمخ تللې وي .

په افغانستان کښي دولتي سيستم په همدي ناروغۍ اخته دی اوهمداناروغی ددې لامل گرځېدلې چي دولت ترغاښوپه فسادکي ډوب اوله هيوادوالونه نه په واټنو ليري پاته سوی دي .

دلته په حکومت کښي حکومتونه  اوهر چارواکي ئې  دخپل حکومت مشراوپه دوولت کي دولتونه جوړسوی دي .

په همدې خاطر پدې دولت کي دملي گټوساتنه ،دهغوي نه دفاع ،دهيوادپراختياته پاملرنه ،ملي  چوپړاو دهغوي لپاره دسالم کار،تعليم اوتحصيل امکانات برابرول اونوردولتي دندونه يادونه يوه بېگانه اصطلاح اوناپېژندل سوې خبره ده .

ددولت هرچارواکی چي کله ئي زړه وغواړي پر برېتو لاس تيرکړي اوکرزی ته وايي زه هم پاچايم اوله بهرنيانوسره تاسو غوندي پټې اوښکاره اړېکي لرم ، ددغه ډول خودمختاره پاچهانوم(چارواکو) مثالونه کم نه دي .

ډيره ښه بېلگه ئي  په همدې پارلمان  کي يوشمير کسان اوتنظيمي ډلې دي چي ددوي په وينادملت استازيتوب کوي.  کرزی پاکستان ته تللی اوهلته هغوي ته زاری کوي چي دخداي لپاره داطالبان مو ارام کړیاوحقاني دگلبدين سره يوځاي درخپل کړي  اوراسی پردې خبري سره وکړوچي تاسو دطالبانوپه نامه اودبلې هرډلې چي دالس کاله ئي جگړه کړې ،خيرکه افغانان وژل سوي ،په دولت کي څومره ونډه غواړي ؟ خودلته په کابل کي همدادملت استازی لکه چي طالبان وايي موږ دبن لادن دوژنې په خاطرپر تاسوچي په افغانستان کي اوسی مځکه په سره ترناره بدلوو،په پارلمان کي هم يوشمېرهغه چي په سلهاووزره ډالر ئې ددې چوکۍ ترلاسه کېدوپه خاطرمصرف کړي ددې پر ځاي چي دملت دراتلونکي اوښېرازی په هکله خبري اوکار وکړی،پارلمان ئي په تناره بدل کړی ،غونډه په ميز ټکوپيل اوپه هغه ئي پاي ته رسوي اودابېچاره ولس حيران پاته دی چي دابياکومه لوبه اوله چانه ئي زده کړه  .

ډير دشرم ځاي دي چي زموږ تش په نامه وکيلان دبهرنيانوهغه بدوتجريبونه استفاده کوي چي دلته په بهرکي خلک ورباندي خاندي .بلې کله کله ليدل کيږي چي داروپايي هيوادوديوه هيوادپه پارلمان کي کوم وخت وکيلان دڅودقيقو لپاره ديوڅه په خاطرميزټکوي ،په هغه وخت کي هم خلک ورباندي خاندي اوملنډي پروهې وايي دامستان گوره ددي پرځاي چي کاروکړي ميزونه ټکوي .

ولي دغه اونوردولتي چارواکي دبهرنيانوله هغوتجريبونه استفاده نه کوي چي هره شېبه دخپل ولس اوخپل هيواد دراتلونکي په هکله فکر اوکارکوي . هغوي که  ميزټکوي پدې بڼه ئې نه ټکوي لکه چي زموږ نالوستي اويالوستي خوله ملت نه بيگانه وکيلان ئي ټکوي،هغوي همداميزهم ديوې معقولي خبري اوملي گټولپاره ټکوي .

مگرزموځينې وکيل صاحبان دميزوټکول دځان او ملت دنجات لار بولي ،چي داسي نده ،موږيوپه جگړه کي راښکيل ولس اوهيواديوموږهره شېبه يوگټورکارته اړتيالرو،خيردی که دامريکاپه ډالروتنخوادرکول کيږي پردې ملت خوم يوڅه زړه وسېځۍ !!!

همدا پارلمان دکرزی صاحب سره ترخبرو وروسته دراتلونکي لويي جرگې په هکله پردوبرخو ووېشل سو.

زه دملي گټوپه خاطرنه دپارلمان دويش ديوې برخې نوم نه اخلم هرهغه څوک چي دلويي جرگې دجوړېدوسره مخالفت کوي  پدې پوهېږي چي ولي اودڅه لپاره داکارکوي،خوهېره ئي نکړي چي موږهم پرې پوهيږو .داڅوک دي چي دلوي جرگې دجوړېدوسره داساسي قانون دڅومادونه په استفادې سره مخالفت کوي؟  

که موږ لويه جرگه دافغانستان دوياړلې ولس ملي عنعنه بولو،نوکه دهغې تاريخ ته بايد پام وکړودغه دجنگسالارو اوتنظيم سالاروپه لاس  جوړسوی اساسي قانون يوه ماده هم دهغې په جوړښت کي نه وه مطرح اونه هم دلويي جرگې دجوړېدومخه نيولاي سي . له بدمرغه زموږپه کاپي سوی اوبېگانه اساسي قانون کي داسي ډيري مادې شته حي په تاريخ کښي به پلي نشي اوهرڅومره چي له اساسي قانون څخه  ژر ورکې شي هغومره په گټه ده ؛  روښانه بېلگه ئي  د لويي جرگي په فصل کي يوشمير مادې دي .

بلې! اوس چي بل وخت اوزمان دی بايدکوښښ وسي داسي کسان لويي جرگې ته راوبلل سي چي له يوې خوادملت استازيتوب وکړاي  سي اودبلې خواپدې لويه جرگه کښي دمسلې دڅېړلواونړيوال سياست په باريکيو تريوه بريده پوه وي  .

دپارلمان دکړنونه له ورايه څرگندېږي چي کرزی صاحب بايد لومړی په کورکي دننه خپله ستونزه له هغوسره حل کړي له کوموسره چي تل دملي گټو خلاف مصليحتونه کوي . بيا دې له پاکستان ،ايران ،هندوستان ،شانگهاي ،چين اوروسې چارواکوسره وږغېږي دافغانستان پر کورنيواوبهرنيو ستونزو وږغېږي .

کله چي پاکستاني اوايراني چارواکي دکرزی ددولت دانانندری په خپلو سترگو ويني څنگه کېداي سي چي هغوي دې دکرزی سره ديوه واحد اومتشکل دولت دمشرپه توگه خبروته زړه ښه کړي . هغوي ئي دسرپه سترگو ويني چي پارلمان پر يوه لوري ،قضائيه قواپر بل لوري اوداجرائيه قوې چارواکی دځاني گټوددفاع سنگرته روان دی .دمرستيالانواوتنظيمودرهبرانوخوبه نوم نه اخلوچي يوشميرلاسپوڅي موسمدواره په کفر متهم نکړي . دالمرغوندي روښانه ده چي دلته يوه واحده ،متمرکزه اوديوه نظر خاونده دولتي اداره وجودنلري ،هغه دنجيب منلي صاحب خبره(( دنړۍ ترټولوبېگناه خلک اوچارواکي دوي دي)). 

دهرجنگسالار دتنظيم مشراوپړک مشران،دخوابدو ډلوپټ اوښکاره  استازي اوله بهرنه راغلي په مختلفو دولتي رولونوکي  لوبغاړي  يوازي دځان اوخپلوگټوپه هکله فکرکوي . دهغوي نه ملت ځکه هيردی چي دوي نه ملت پېژني اونه دملي گټوپه مفهوم پوهيږي په واقعيت  کښي ډير پخواله ولس نه بېگانه وه . ځکه خودابېچاره اوزورېدلی ملت دهمدې تيت اوپرک دولتي سيسټم اوچارواکوڅخه نا اميده شوی دي  اود ۱۹۹۲، ۱۹۹۳او۹۴ ۱۹کلونوپشان هرېخوالاس اوپښې وهی  .

اوس په رښتياسره هغه وخت بيارارسېدلی چي داملت حاضردی ديوبل بېگانه پروره اولاسپوي ډلې اوحلقې حاکميت ومني ،خوچي ددغه بلاڅخه نجات ومومي  .

په خواشينۍ سره بايد ووايوهغه چي ځانونه دملت خواخوږي  بولي په خپلو سياليوکي غرق دي اوبهرنيوکړيوهغوي هم دخپلوهوښيارانه مداخلوپه پايله کي دداسي ځان غوښتنې پرمست  أس سپاره کړي  اويايې دمستۍ په خوب ويده ساتلي چي بېله خپل ځان څخه بل څوک په سترگونه وينې . داکسان اوډلې داسي فکرکوي چي همدايوازي داښاغلي دي  چې ملت ته نجات ورکولاي سي،خوکه خلک ودوي  ته عضراوزاری وکړي .

ليکنه پدې خبره  رانغاړم چي لوي حښتن دې پر دې ملت ورحمېږي ،په خپل لطف اوکرم  دې دازورېدلي اوڅولسيزي کړېدلی  ولس  ددې لڅواوپټوتوروبلاونه وساتي ؛تراوسه خوداخواراوبېچاره ملت کوم  وارث  اودسرسړۍ نلري .

 ومن الله التوفيق