د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د عمران خان په باور پښتانه انسانان نه دي

کمال الدين رنځور 17.06.2011 00:03

د پاکستان د کرکټ لوبډلې پخوانی کپتان او په پوره مانا تر اوسه ناکام سياستوال عمران خان د پښتنو ځانګړی تعريف لري. د ده په باور خدای پاک دوه قامونه پېدا کړي دي: يو یې انسان پيدا کړی او بل یې پټان پيدا کړی دی. عمران خان د ا خبره هر چېرته په دې موخه کوي چې خلکو ته ووايي چې پښتانه انسانان نه دي نو ځکه دې نړۍ ورڅخه د انسانانو په ډول د چلند تمه نه کوي، نړۍ دې له پښتنو بې له جګړې له بل څه تمه نه کوي نو ځّکه به پښتانه به په سيمه کې امريکايان ماتوي. د

عمران خان د پاکستان هغو ډېرو سياستوالو ته ورته دی چې پښتانه ورته انسانان نه بلکه د دوی د موخو ترلاسه کولو لپاره وسايل ښکاري. دی کله کله دا هم وايي چې دی هم پښتون دی. شايد همدا وجه وي چې پښتانه نوموړي ته انسانان نه ښکاري. فکر به کوي چې پښتانه ګويا ده ته ورته دي.

عمران او ورته سياستوالو دا ډول فکر د پښتنو وژنه توجيهوي او د پښتنو قاتلانو ته دليل په لاس ورکوي چې پښتانه ووژني ځکه چې د سولييز ژوند خلاف او د جګړې مينه وال دي.

عمران د خپلې سيمې له تاريخ څخه يا بې خبره دی او يا ځان ناګاره اچوي. دی نه پوهېږي چې پښتنو/افغانانو بشريت ته د جمال الدين افغان او باچا خان په شان پوهان او مشران وربښلي دي. په هر عصر کې د نړيوال سوچ خلک همدا پښتانه پاتې شوي دي، دی ځکه لااله الاالله محمد رسول الله وايي چې د پښتنو مشرانو ترې په سيمه کې دفاع کړې ده. دی نه پوهېږي چې په سيمه کې نه يواځې ښکېلګرو په پښتنو جنګونه تپلي دي او د پښتنو سيمې ته د ښکېل لپاره راغلي بلکه په سيمه کې د عمران په شان د ښکېلګرو تالې څټو او سيمه ييزو منافقانو هم د پښتنو د ټکولو هڅه کړې ده.

پښتانه تل مجبوره شوي دي چې له خپل عزت او شرف څخه دفاع وکړي. دا د پښتنو ګناه نه ده چې په سيمه کې ځينو ډلو ورسره جفا کړې ده او تل یې د ښکېګلرو د اسونو رول لوبولی په او خپله شا یې د پښتنو خاورې ته راوستي دي. د پښتنو د شهامت نتيجه بايد دا وی چې دوی ته د سترو انسانانو او د بشريت د سردارانو وياړ په برخه شي نه دا چې انسانيت یې نفي شي او د عمران غوندې احمق سياستوال یې د خپلو ناروا موخو لپاره په ناسمو نومونو ياد کړي.

عمران بايد لږ تر لږه په دې پوهېدلی چې پښتانه د دې لپاره نه جنګېږي چې جګړه یې خوښه ده. پښتانه له جګړې کرکه لري او له همدې کبله باچا خان فخر افغان وکړای شول چې سل زريز خدايي خدمتګار سولييز ځواک جوړ کړي چې په نړۍ کې ساری نه لري. دا په داسې حال کې د عمران مشرانو د هندو او مسلمان په نامه په يو نمايشي جګړه کې په سلګونه زره انسانان ووژل. هغه هندوستان چې په سلګونه کاله پرې مسلمانانو حکومت کاوه دوی ترې د مسلمانانو لپاره دوزخ جوړ کړ. داسې پاکستان یې ترې وزېږاوه چې اوس د نړيوال تروريزم تر ټولو ستر مرکز دی.

پښتانه له جګړې کرکه لري او ځکه له نړيوالو او سيمه ييزو ښکېلګرو غواړي چې نور یې قتل عام ودروي.

په لاندې ويډيو کې عمران خان جيو تلويزيون ته د پښتنو ناانسانيت ورپېژني: