موجود دې د ا زل نه لري زوال
17.06.2011 00:12دخيال په ايينه کي هروخت جوړومه ستا صورت
ستا په يا دونوکې جانانه زه مشغول يم هرساعت
داخاندا به دی زه بدله په ژړاکړمه جانانه
که درته بيان کړم زه د دي سوي زړه حا لت
زما د ميني قد ردی هيڅکله ونکړوپه ژوند کي
که مړشوم هله به د رمعلوم شي زما د ميني اهميت
چه وفا دي په وس کي پوره نه وه ولي دي ميين کړم
بس دي ستا جفا مي نوربرداشت نشي له همت
دهجردا سلسله دی نوره ختمه کړه جانانه
وصال راوړه جانانه نورمي نه کيږي طا قت
مخ دی نورپه نقا ب کي پټ سا ته جانانه
ستا سپين مخ ته د کتوزه نه لرم جرات
زه بهار به دی هروخت بهار بهار کړم
که لږ دی وکتل جانانه ما ته په الفت