غزل
14.06.2011 13:56د ژمي یخه شپه دی ستړی له مزله راغلم
هله محبوبې لږ مې پټ کړه له کابله راغلم
نه د رقیب ، نه د غماز ، نه د رویبار په خوله ده
قسم په خدای درته ریښتیا وایم په خپله راغلم
ما که وعده کړې وه داده خو پوره مې کړله
دا راته مه وایه جانانه دا چي کله راغلم
ډیره موده خو دې له زړه څخه وتلی ومه
د زړګې سره تا چې یاد کړمه نو هله راغلم
دا چی دې مینه پښتنه ده په پښتو میینه
نوره به زه هم درسره یمه درمله راغلم
په درنښت

