د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نورمورپه ډاليوموږپه بمونوپالو

حبيب الله غمخور 14.06.2011 03:37

دمور دورځی په مناسبت  دمبارکی پیغام

دامورده چي په يولاس ځانگو اوبل جهان ځنگوي

دجوزا۲۴ مه

بهترين وصميمانه ترين تبريکات  خويش را به ناسبت روزخسته مادر به همه  مادران  افغان  تقديم ميداريم

 

زموږ په هيواد کې دجوزا ۲۴ دمور دستر مقام ددرناوی ورځ ده ،زما داليکنه هغې افغاني غيرتي او کړيدلي مور  ته چي دژوند دټولو ناخوالو سره په افغاني ميړانه او شهامت مقاومت کوي  خوتسليمېږې نه ، ډالۍ ده .

 

دهيوادپياوړو,غيرتی اوپتمنوميندو!

 تاسواوستاسو په وسيله  ټولو افغانی ميندوته دنړۍ په هرگوټ کښې چي ياست دموردورځي په مناسبت دزړه له کومي مبارکی  اودرناوی وړاندې کوم،تاسوټولوباغيرته ميندوته دلوي څښتن له دربارنه دهوسا،بسيا پتمن ژوندغوښتنه کوو.

گرانې مور!

داده بياهغه ورځ راورسېدل کومه چي دهيوادپه کالهمنداره کښي مورته ډالۍ شوېده . مگرستاله توره بخته  دادی څولسيزي تېرېږي مگر ته ددې ورځې په خونداوخوښۍ ونه پوهېدلې . دادی شاوخواڅلورلسيزي پوره کيږي ولي پرتاغم اوپرکوردې دماتم او وير لمڅی غوړېدلئ دی .

ستادکور،کلې اوښارنه  تراوسه يوپه بل پسې جنازې پورته کيږي ،څوک ستا زوي شهيداوڅوک ئي مرتدبولي . بلې!يوخداي  پوهيږي چي دافغان ولس دخوښيودښمنان ولي اودچادخوشحالۍ  لپاره ستا پر جنازه پروت بچی باندي داډول نومونه  ايږدي؟

پوهېږم چي دخوښۍ ورځ بايدواي ،ولي  له بدمرغه ستااوزماله گډکوره دغم اوناورين چيغې پورته کيږي ،ستاله سترگواوڅېرې خوښيواوله خولې خندادډيري مودې لپاره کوځېدلې  ده.

پدې موږټول پوهېږوچي زموږدهيوادميندي داڅولسيزي دمور ورځ نلري دوي يوڅه لري ،هغه غمونه اوژړاوي دي .

په دې پوهېږم همدانن به کوم نازولی خپلې مورته ډالی ورکوي خوداهغه دی چي ستا له ژونداوکړاونوسره بېگانه اوستادژوندله شرايطوناخبردی . دهغوي  له کوره دخوښيو،موسيقی اوغربي  سندرواوازونه پورته کيږي .

خداي  ښه پوهېږي! خوستاله کوره يوازي اويوازي چيغي اوکرږې اورېدل کيږي .

مورې !

لکه ستاپه ژوند پدې ورځ هم همداسي ملنډې وهل شوی اووهل کېږي،داورځ کله قانوني وي اوکله بياورته دکفرنه پېښې وايي .

په يادبه دې وي ؟څوکاله وړاندي ددې ورځې ياد اولمانځل هم  منع شول اوهيچا دښځې دحق او آزادۍ ،دمور دمقام  اودرناوي خبره پرخوله هم نشوه راوړاي . دالس کاله کيږي چي بياددموکراسی لېوالوډول غاړې ته واچاوه اوهمداسندره وايي چي ترهرچاموراوخورته درناوی لرواودهغوي ژوندته زياته پاملرنه کوو.

خودپاملرنې پايله  داشوه چي هغه وچۀ ډوډۍ درباندي ودرېدل ،خوب درباندي حرام اوورځنۍ کاروباردي جنازې اودخپلوبچوښخول سواودغم لمڅۍئې  درته ډالی کړ .

ټولي وعدې اوبويووړلې اودټولوهېره شوې،ددغوښاغلواواغلويوازي هغه وخت  پياديې چي ستاله نامه يادولونه خپلي نارواگټې پورته کړي .

که دبشري ټولنوتاريخ ته نظرواچووداسي ولس به ونه موندل شي چې مورته دقدرپه سترگه ونه گوري . مورهغه سترموجوددی چې  ټول ژوندی موجودات  هغې ته  دقدرپه سترگه گوري اودهغې  دخوښيوپه لټه کښي وي  .

خوزموږپه بدبخت اوغم لړلې هيوادکښي مورته يوازي خواری اوغمونه لټوي !

داسي ورځ مي په يادنه ده چي دلمرختونه ترلمرلوېدوپورې دي لږترلږ ه د پنځوسوميندوله کوره په يوه اوبل نامه دهغۀ دبچی،ژونددملگري ،ورورياخوراوبل کوم نږدې خپلوانوجنازه نه وې پورته شوې . دايوازنۍ هيواد دي چي يوشميردقدرت ليونيان ئي پرځاي چي وژاړي اودمرگ ژوبلې مخه ونيسي دخپلوهيوادوالوپه مرگ ژوبله خوشحالېږي  .

له هغې ورځې چي ښاغلی کرزي ته دولتي واک سپارل شوئ ترنن پوري عملأ دمورپرنامه سوداگري په درب  راوانه ده اوهغه حقوق  چي يوه موراوخورئي لري ددولتی چارواکوهيردي . متاسفانه همدااوس دنړيوالي ټولني دغولوني په موخه هرچېرې اوهره ورځ دښځو دحقوقوددفاع،هغوی ته دهيواد په سياسي،اقتصادي ،اجتماعي او فرهنگي ژوندکي  دفعال گډون  دامکاناتو دبرابرو لو تبليغات اووعدې ورکول کيږي،مگر په عمل کي زموږ ميندي اوخويندي تر هر چازيات  دژوندپه ډيرو بدو شرايطوکي شپې اوورځې سباکوي  اوهيڅوک ئې ږغ نه اوری  .

داکوم انصاف دی چي په هرودېرشودقيقوکښي يوه مورکله چي ماشوم دنياته دراوړي خپل خوږژوند دلاسه ورکوي ؟داکوم انصاف اوعدالت دی چي افغانې ښځې دنړۍ ترټولوزياتي زورېدلي اودژوندپه ډيروبدو، سياسي،اقتصادي اوفرهنگی شرايطوکښي  ژوندکوي ؟ اوداکوم عدالت اوهيوادته چوپړدی چې افغانستان دنړۍ پر مخ  تربل هرځاي دماشوم لپاره يونا ارام اوله کړاونوډک هيواددی ؟؟؟

که ټولې هغه بدبختۍ اوبدمرغۍ چي زموږ ميندې شپه اوورځ ورسره لاس په گرېوان دي وشمېرواودډله ايزوروسنيوپه واک کښي دامعلومات ورکړو،نوپه بيان به ئي نړيوال موږته دمځکې پر مخ ترټولوظالم اوخداي ناترسه وبولي .
حقيقت خو دادی چي همدا اوس  دبهرنيوځواکونواونړيوالوسازمانوپه شتون کې دښځوحقه حقوق په يوه اوبل نامه ترپښولاندي کيږي . پد ې يوه لسيزه کښي  داسي قانونی گامونه  پورته  نشول  چي دهغو په پايلوکي دې  دافغانی ښځو انساني اواسلامي حقوق  اوآزادی  تظمين شوې وي،اويا دې هغوي دمنځنيو پيړيونه راپاته وحشی دودونو،جنگسالارو،د زراوزورخاوندانوله وحشي منگولوڅخه  نجات موندلی وي  .

افغاني مېرمنې زموږپه ټولنه کښي دمختلفو تعصوبونو اوتبعيضونو پربنياد دمساوې او برابر حق درلودلو څخه محرومې  پاته شوې دي .

تراوسه دظالمودگانډيانوپه هدايت اودستورزموږ دماشوموانجونواوپېغلوټوپروړاندي  دتعليم اوتحصيل دروازې تړلې ساتل کيږي اوهغه چي يولږامکان ولري پر مخې ئي تېزاب شيندل اويادهغوي مسمومېدل داسلام څخه دفاع بولي . په قانون کښي دبرابرحق خبره شوې ،خوپه عمل کښي دهمدې قانون جوړونکواوپلې کوونکولخواښځوته دنارينه سره دگډ اوبرابرکاردحق او حتا دسرنويشت دټاکلو، خپلي ارادې اوعقيدي دبيانولوڅخه محرومې ساتل شوی .

زموږ په هيوادکې دپخوانيوزمانوعنعنو،عقيدواودستورونوڅخه  په ناوړه توگه  گټه اخيستنې سره افغاني  ښځې تر بل هر هيواد دژوند له ټولوسياسي،اجتماعې،فرهنگې آزاديو اوحقوقوڅخه محرومې دي؛ په ټولنيز ژوند کښي دښځوومقام ، رول اوارزښت ته په ټيټه سترگه کتل کيږي .تر اوسه ښځه دڅلوروديوالو بندي ساتل سوې  او لکه غلام په بدوکې ورکول کيږي  ؛جرم نارينه کوي دجزادروند پېټۍ ئې دخواري او بيچاره ښځي ملا ماتوي اوټول عمر په خواريو اوغمونوکښي شپې سباه کوي .

همدا اوس چي هر لوری  دښځو اوميندو مقام ته ددرناوي خبري کيږي اواوسنۍ دولت دخپلو لاسته راوړنو يوه لويه بېلگه دښځودحقوقو اوآزاديوتظمين بولي  بياهم  دافغاني ښځوپه مقابل کي زورزياتی،پر پېغلو او وړو انجونوبې شماره جنسی تېری،دوسله والوکسانولخواپه زور ودونه اوپه بدوکې دښځواوپېغلوورکول، له کورني اوټولنيزوناخوالونه  دنجات په خاطرځان وژنه، دکارپه ځاي کښي دښځوتوهين اوله هغوي نه ناوړه استفاده،په تلويزيون کې دښځوراڅرگنديدواوسندروويلوسره په مختلفوبهانواونومو مخالفت زموږ غيرتی ميندي اوخويندي له ډېروکړاونواوناخوالوسره اخته کړې دي  .

زموږ په عقيده يوازي جشنونه ،په پارلمان  اوڅودولتي اداروکې په نمايشي بڼه ښځو ته محده ونډه ورکول دهيواد دنيم نفوس  کوم درد نشي دواکولای .زموږ د هيواد په اوسنيو شرايطو کې د ميندو د اقتصادي، سياسي او ټولنيزو ستونزواوهغوکړاونوته جدي پاملرنه ددولتي اړونده ادارو،ټولوبشري سازمانواوسياسي گوندونوملي دنده شمېرل کيږي . دايوه ملي اړتياده چي دښځودحقوقودمسلې  داساسی حل دهغوي په وړاندي هر ډول تبعيض،تعصب ،جنسي ستم  اوتيري مخه ونيول سي .داسلام دمقدس  دين دارزښتونواوزموږدټولنې دسپيڅلو غير افراطي عنعنو په نظر کې نيولوسره دهيوادباغيرته اوپتمنوښځولپاره  دهوسا اوبسياژوند دشرايطوبرابر ولولپاره هراړخيزه تلاښونه به زموږپه هيوادکښي دډيروناخوالومخه ونيسي .

پدې هيله او اميد چي يوه ورځ افغاني ښځې دمنځنيو پېړيوله بنسټپاله تعصوبونواوخرافاتوله تورو زندانونه  راوايستل شي اوديوې باشرفه،سپيڅلې،افغاني اومسلماني  ښځې په توگه دهيوادپه بيا جوړونه ،دفاع  اوله  نارينه وسره  اوږه پر اوږه دفعا ل کاراوگډون  زمينه برابره شي ؛دا ددوي ملي،انساني،اخلاقي او اسلامې حق دې . دوي ته دغه حق او آزادۍ نه ورکول  ستر بشرې جرم او دبشر پرحقوقو بربنډ تيرۍ بلل کيږي  .         

 

ددوستۍ فرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگې په استازيتوب