د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د عبدالروف بينوا په اثاروکښې طنزیه توکي

پوهنمل محمود نظری 13.06.2011 21:25

دلباخته شيدا بلبل وم
کړه پر ګل مي اوازونه
سحري نغمو کښې ګل ته
راوړه ما پټ الهامونه
ما وې زه به ګل خبر کړم
د خزان له شواخونه
ګل ويده غماز راپاڅېد
زما يې مات کړل وزرونه
له صياده چاته زار کړم
چي بندي يې د قفس کړم
ټوله مړه دي – ټوله مړه دي
که زاړه دي که واړه دي

هغه په افسوس وايي څه سوه هغه زما نور یاران ، زما وزرونه مات سوی په هوا الوتلی نسم
ژبه تیره لرم خو رښتیا ویلی نسم او په طنز وايي زه یوازې یم دلته ټوله مړه دي که زاړه دي که واړه دي

پرون ګل سره همراز وم
نن يې بوی موندلای نه سم
چا له سېله را جلا کړم
خپل همزولي موندای نه سم
وزرونه يې را مات کړي
په هوا الوتای نه سم
ژبه تېزه لرم خوله کي
خو ازاد ږغېدای نه سم
غمشريک ياران مي ولاړل
زه تنها پاتېدای نه سم
ټوله مړه دي – ټوله مړه دي
که زاړه دي که واړه دي

بینوا صاحب وايي اوس بڼ خالي سوی دی دبلبلانو اوازونه نسته هغه چې تللی د هغو احوال نه راځي نه دلته کوم یو پاته دی چې د زړه راز سره ووایو ځکه دلته پاته ټوله مړه دي که زاړه دي که واړه دي.
بڼ خالي له زوږ او شور سو
اواز نسته د بلبلو
خالي وراني پاڼي ژړي
سرخي والوته د ګلو
نه به بيا د ګل لمن وي
چي يې نيسم په منګلو
نه غيبي قاصد به راسي
چي احوال راوړي د تللو
نه ملګري سوه راپاته
د خپل زړه د راز ويلو
ټوله مړه دي – ټوله مړه دي
که زاړه دي که واړه دي
بینوا صاحب په طنز وايي ښه سو چې دا ګلان تالا سول نور اړتیا نسته چې د منی څه ورته ووایم ،پرما خپله منی راغلی چې بندي یم د صیاد له ظلمه څه فریاد وکړم دا مې له خپله بد نصیبه ده ،چې څوک نه لرم او بینوا یم، ټوله دلته مړه دي که زاړه دي که واړه دي.
ښه دی ښه چي ګل تالاسو
له خزانه به څه وايم
جوړ بهار پرما خزان دی
چي قفس کي مبتلا یم
آه صياده له سخته دله
لا به څو په واويلا يم
له ازله بد نصيب يم
داسي نه چي ن پيدا يم
څوک مي نسته چي مي یاد کړي
بېنوا يم – بېنوا يم
ټوله مړه دي – ټوله مړه دي
که زاړه دي که واړه دي
بینوا صاحب ولسونو ته وايي پام دښکاری چلونه بدل سوی دی
هغه ښکاری دی هغه دام دی خو دانه بدله سوې ده ، د زورواکو پخوانی ډول ښکیلاک بدل سوی .اوس د خوارو هیوادونه ښکیلاک په نورونومونو لکه ، انقلاب ، دیموکراسی، نظامی اډو، ستراتیژیک ملګرتیا او داسی نورو دانوتر سره کیږي



غلی شانته انقلاب دی
بدلوي د زمانې رنګ
دړي وړي زوړ رباب دی
زوړ مطرب خانه خراب دی
زوړ آهنګ د روح عذاب دی
نوی ساز نوی اواز دی
هم سو نوی د نغمې رنګ
غلی شانته انقلاب دی
بدلوي د زمانې رنګ
نوی دام نوی صیاد دی
نوی چل نوی بيداد دی
هوښيار صيد لره يې بويه
بدل سوی ددانې رنګ
غلی شانته انقلاب دی
بدلوي د زمانې رنګ

نوربیا