د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د اسلام آباد نړیوال اسلامي پوهنتون لنډه پېژندنه

عابد علمي 13.06.2011 13:08

د اسلام آباد نړیوال اسلامي پوهنتون د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کي موقیعت لري. د دې پوهنتون د بنسټ ډبره د پنځلسمې هجري قمري پېړۍ په لمړۍ ورځ چې د ۱۹۸۰ مېلادي کال د نومبر له یوولسمې نېټې سره سمون خوري اېښودل شوې ده. او په خپل ۳۱ کلن عمر کې یې د نړۍ د لسګونو هېوادونو څخه په زرګونو مسلمان ځوانان په بېلابېلو برخو کې له عالي روزنې وروسته اسلامي ټولنې ته وړاندې کړي دي، او دغه لړۍ لا تراوسه د لېسانس، ماسټرۍ، امفېل او دوکتورا تر کچې په چټکۍ سره روانه ده.
له نېکه مرغه د دغه پوهنتون له پرانیستلو وروسته زمونږ هېوادوالو ته په کې د شاملېدو حق ورکړ شوی دی، او زمونږ ډېرو هېوادوالو پکې لوړې زده کړې سرته رسولې دی. اوس مهال د نړۍ د ۵۲ هېوادنو د محصلینو په ګډون ۶۵۰ افغان محصلین په کي په بېلابېلو پوهنځیو کې په زده کړو بوخت دي.
دا پوهنتون د اسلام آباد په زړه (H-10) ساحه کې په اووه سوه اېکړه ځمکه کې جوړ شوي دي. د شرعیاتو او قانون، اصول الدین، ادبیاتو (عربي، انګلیسي، فارسي، اردو)، ژورنالېزم، اقتصاد (مالي، عمومي او اسلامي بانکداري)، اداره او تجارت، سیاست او نړیوالې اړیکې (حقوق)، کمپیوټر ساینس، انجنیري (برېښنا، تخنیک)، ټولنپېژندنه، ارواپوهنه، سافټ وېیر انجنیري، چاپېریال پوهنه، ښوونه او روزنه او یو شمېر نورې پوهنځۍ لري. دې پوهنتون ته تر شاملیدو وړاندې له محصلینو څخه آزموینه اخیستل کېږي. محصلین کولای شي تر یوه زیاتو پوهنځیو ته هم دا آزموینه ورکړي. چې د ژمني سمستر لپاره په جولای، او د پسرلني سمستر لپاره په ډسمبر میاشت کي اخیستل کیږي. د دې پوهنتون د تدریس رسمي ژبې عربي او انګلیسي دي، پر دې سره په اردو ژبه پوهه هم د ډېرو ستونزو په آسانه کولو کې مرسته کولی شي. البته باید یادونه وشي چې په پوهنتون کې د هلکانو او نجونو پوهنځۍ سره بېلې دي. دا پوهنتون پر عصري لیلیه، لوی کتابتون، وړیا روغتیایي اسانتیاوو، بانکي او پستي خدمتونو، او د لوبو پر میدانونو سربېره د اسلام آباد او پېنډۍ اړوندو ساحو لپاره د بسونو په واسطه د ترانسپورت سهولت هم لري.
دې پوهنتون ته داخله جریان لري، او آخري نېټه یې د ۲۰۱۱ جولای ۱۲ مه ده. او د راتلونکې ژمنۍ دورې آزموینه یې د جولای له شلمې نېټې وروسته پیلیږي. وروڼه کولی شي د آزموینو دقیقې نېټې د پوهنتون له وېب پاڼې ترلاسه کړي.
د فیسونو په اړه معلومات: لاندې فیسونه په پاکستانیو روپیو (کلدارو) د لېانس دورې د لمړي سمستر لپاره وضع شوي:

پوهنځي او فیسونه یې په کالداو

۱۴۸۰۰

اصول الدین

۱۸۱۰۰

شرعیات او قانون

۳۲۴۰۰

عربي

۳۲۲۰۰

انګلیسي

۱۴۸۰۰

فارسي او اردو

۳۰۲۰۰

اقتصاد

۷۵۹۰۰

BBA یا اداره او تجارت

۷۶۱۰۰

انجنیري تخنیکي او برېښنا

۵۶۳۰۰

کمپیوټر ساینس او سافټوېیر انجنیري

۳۰۲۰۰

سیاست او نړیوالې اړیکې (IR)

۳۰۲۰۰

ښوونه او روزنه

۳۰۲۰۰

ژورنالیزم (Media & Mass Communication)

۵۶۳۰۰

چاپېریال پوهنه (Environmental Science)

۳۰۲۰۰

ټولنپېژندنه (Sociology)

۳۰۲۰۰

ارواپوهنه (Psychology)

یادونه: له پورتنيو فیسونو سره په پوهنتون کې د تضمین حساب هم جمع شوي دي، په دې معنا چې دا د لمړي سمستر فیس دی، په دوهم او نورو پاتې سمسترونو کې به کابو د هرې پوهنځۍ فیس د (۷۰۰۰) کلدارو شااوخوا کمیږي، او دا (۷۰۰۰) به له فراغت وروسته محصل ته ورکول کېږي. باید یادونه وشي چې د فیسونو مقدار عمومآ هر کال د هرې دورې لپاره بدلون مومي، هغه وروڼه چې په کوم کال داخله وکړي، فیس یې د تحصلي دورې تر پایه د همغه کال په اندازه ثابت پاتې کېږي. د لازیاتو معلوماتو لپاره د پوهنتون وېب پاڼې ته له لاندې پتې تللی شئ. هغه وروڼه چې د اصول دین، شرعیاتو او قانون او عربي ادبیاتو لپاره داخله کوي لمړي د عربي او انګلیسي ژبو یو کلن پروګرام پرې لوستل کېږي.
 د اسلام آباد نړیوال اسلامي پوهنتون وېب پاڼه: www.iiu.edu.pk
➢    د داخلې اخستلو اړین توکي
     هغه افغان زده كونكي چې غواړي د ۲۰۱۱- ۲۰۱۲ تحصیلي كال لپاره د اسلام آباد په نړيوال اسلامي پوهنتون كې داخله واخلي بايد لاندې ټكو ته پام وكړي:
الف:- باید پاسپورت او ورسره فعاله ويزه، او یا مهاجر كارت ولرئ.
ب:- باید د دوولسم ټولګي په انګلیسي ژبه شهادتنامه ولرئ، او له بهرنیو چارو وزارت څخه تصدیق شوې وي. پرته له دارنګه شهادتنامې په دغه پوهنتون کې داخله امکان نلري.
ج:- باید په اسلام آباد کې د افغانستان له سفارت څخهNo Objection Certificate (NOC)  تر لاسه کړئ.
د:- د ټولو افغاني اسنادو لرونكو (په پاكستان كې افغاني لېسې، د افغانستان په داخل كې لېسو) لپاره د معادل سند (Equivalence Process letter) ترلاسه كول اړین دي، له دې پرته د كانكور په آزموينه كې د برخه اخيستو اجازه نلرئ. چې دا په اسلام آباد کې د IBCC له دفتر څخه ترلاسه کیږي.
هـ:- د عامو مدرسو، وفاق المدارس، امام ابوحنيفه معهد او د امام بخاري معهد فارغان هم کولی شي چې د خپلو اسنادو له برابرولو وروسته په دې پوهنتون کې داخله واخلي.
➢    د داخلې د فورمې د ډكولو لارښود
۱- د زده كونكي نوم، د پلار نوم او پته بايد د نورو اسنادو (پاسپورت او یا مهاجر كارت، د لېسې او مدرسې اسنادو) سره سم وليكل شي.
۲- د زېږېدو نېټه بايد په پوره توګه (ورځ، مياشت، كال) وليكل شي.
۳- اصلى فورمه چې دوه سېټه ده بايد په پوره توګه ډكه او لاندې اسناد ورسره ضميمه شي:
•     د ټولو اسنادو فوتوكاپي
•     د پاسپورت يا مهارجر كارت فوتوكاپي
•     دري قطې تازه عکسونه
۴- اصلي فورمه د ډكولو څخه وروسته بايد فوتوكاپي شي:
•    د فوتوكاپي سره هم پورته ياد شوي اسناد ضميمه كول ضروري دي.
•    یو قطعه تازه عكس بايد پرې ولګول شي.
۵- د داخلې د فورمې علاوه بايد د (NOC) فورمه هم ډكه او څلور سيټونه ترې جوړ شي، چې د هر يو سيټ سره بايد لاندې اسناد ضميمه وي:
•    د پاسپورت يا مهاجر كارت فوتوكاپي
•    یو قطعه تازه عكس.
➢    زما سره په لاندې برېښنالیک او ګرځنده تلیفون اړیکې نیولی شئ:
برېښنالیک: abedelmi@yahoo.com په همدې پته په فېس بوک هم
ګرځنده ټلیفون:
اسلام آباد:00923349130248
کابل: 0775452370