د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ختیځ نویو خپاره شویو کتابونه خبرتیا

اکرام الله اکرام 11.06.2011 17:45

• انتقام : د پيښتو ژبې د ځوان لیکوال او شاعر ګل رحمان رحماني نوي ناول دې چې په یو سل دولسو مخونو کې ختیځ خپور کړي دي ، دداستان موضوع په افغانستان کې اوسنۍ نامقدسې جګړې ، شکونې او بريدونه دي چې د داستان اتل هدايت الله په بمبارۍ کې دخپل تره دوژل کېدو نه وروسته په يوولسم ټولګي کې ښوونځی پرېږدي، فکريې بدلیږي او له ځوانې نا روزل شوې جذبې سره ځي او دوسله والو طالبانو له لیکو سره يو ځای کيږي ، په ملاهدايت الله حقاني بدلیږي ، بندي کيږي ، په مينه اوړي له هېواده بهر دوبۍ ته ځي او هلته خپله مينه ډېوه ورو ورو ورڅخه پردۍ کيږي او دابونصر دمال او ګاڼو منګلو ته لوېږي او خپل دژوند ملګری يې له یاده وځي چې دښځو درواني اړخ يو خوا انځوروي ، خو همت کله هم له لاسه نه ورکوي ، لارې ګودرې ګوري او د دوبۍ له شیخ ابونصر څخه په ښه ډول انتقام اخلي ، په ناول کې هره شېبه د انتقام هڅه شوې .

• د خلافت ځلانده ستوري : دا د څلورو اسلامي عالمانو بیلابیل لیکل شوی کتابونه دي چې استاد عنایت الرحمن مایار په روانه پښتو ژباړلي او ختیځ خپرندوي ټولنې په نږدې دوه سوه مخونو کې چاپ کړی دی .
پدې کتاب کې د اسلام د لومړنیو څلورو خلیفه ګانو د صورت او سیرت په اړه معلومات راغونډ شوي چې لوستل یې د هر مسلمان لپاره ګټور دي .
د اسلام دا لومړني څلور خلیفه ګان له حضرت محمد ص څخه وروسته د اسلام تر ټولو ستر داعیان او خدمت کوونکې دي چې په اړه یې پدې کتاب کې غوره معلومات راټول شوي دي .
پدې کتاب کې د اسلام د دغه سترو څلورو خدمت کوونکو په اړه لومړنې معلومات راټول شوي ، مونږ تاسو ته ددغه کتاب د لوستلو بلنه درکوو او ژباړن ته د الله له درباره ددغې خوارۍ اجر غواړو .

• د زړه درد : د زړه درد د ځوان شاعر نقیب احمد اتل شعري ټولګه ده چې په دوهم وار په دوه زره تیراژ د څلور اتیا په مخونو کې چاپ شوی دی . دا کتاب نږدې یوه میاشت وړاندې چاپ شوی وه چې د لوستونکو له تاوده هرکلي سره مخ شو او دادې دا وار یې دوهم ایډیشن چاپ شو ، نقیب احمد اتل د ننګرهار په ځوانو شاعرانو کې هغه نوم دی چې له استعداده یې هیڅوک سترګې نشي پټولای ،

• په رړه مې ته وې خدای رانکړي : د ځوان شاعر بختیار تلاش د ټپیزو لومړۍ ټولګه ده چې په درې اتیا مخونو کې تازه چاپ شوی دی ، پدغه کتاب په رړه پورې ټپیزی راټولې شوی دي ، دا کتاب ختیځ خپرندوی ټولنې د پښتو لنډې د مینه والو په بار بار غوښتنې چاپ کړي دي .

• لږ په ځان پام کوه : دا هم د پښتو ژبې د ځوان ناول لیکونکې محمد اصف عمر نوی ناول دې چې په اتیا مخونو کې تازه چاپ شوی دی ، پدې کتاب کې د ناول لیکنې اصول مراعت شوی ، پیښې ، کرکټرونه او تلوسه هغه څه دی چې د داستان لوستونکې تر اخره له ځانه سره ساتې .

• وروستې دیدن : د اردو ژبې لیکوال انورالحسن صدیقي په زړه پورې ناول دی چې ځوان شاعر او لیکوال سردارولي څرک په روانه او ساده پښتو ژباړلي او ختیځ په یو سل څلرویشت مخونو کې چاپ کړي دي ، دا ناول هم د داستان د مینه والو تنده خړوبولای شي