د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د بن دوهم کنفرانس او نامعلومې پایلې

احمدجان اریوزی 10.06.2011 16:18

په رسنیو کې د ځینو چارواکو له خولو دا خبرې راوځي چې ګواکې د افغانستان د ستونزو د حل د پاره د بن دوهم کنفرانس د روان کال د دسامبر په پنځلسمه د جرمني په هیواد کې جوړیږي .
د ډير شمیر کتونکوسره دا پوښتنه ده چې ددې کنفرانس د جوړیدو میکانیزم به څه ډول وي او د هغې پایلې د هیواد خلکو ته څه وي؟

ځینې چارواکي وایی چې په دې کنفرانس کې به د یو شمیر هیوادونو او نړیوالو سازمانونو په برسیره به د افغانستان څخه د مختلفو ډلو او ټپلو استازي ګډون وکړي او هم به دې کنفرانس کې دطالبانو ته د ګډون کولو بلنه ورکړل شي.

دوی وایي چې په دې کنفرانس کې د افغان وسله وال پوځ ته د امنیتي مسوولیتونو د انتقال تر د ۲۰۱۴ پورې ارزیابي، د نړیوالې ټولنې مرستې او په خصوصي سکتور کې د پانګې اچونې ارزیابي او همدارنګه په افغانستان کې سیاسي بهیراو په دې کې د ګاونډيانو د نه مداخلو ژمنې به هم تر څیړنې لاندې ونیول شي.
داسې ویل کیږي چې دا کنفرانس به په خپله د افغانانو له خوا په مخ بوتلل شي. خو تر اوسه دا ښکاره نه ده هغه افغانان چې په دې کنفرانس کې به ګډون وکړي د کومو صفتونو لرونکي به وي .

دا چې په دې کنفرانس کې د امنیتي مسوولیتونو په انتقال خبرې کیږي . مګر په دې هکله د کتونکو سره پوښتنې شته دي دوی وایې چې تر اوسه په واقعي مانا سره ملي امنیتي ځواکونه جوړ شوي نه دي د کتونکو په باور دا ځواکونه تر اوسه د ځینو کړیو او ډلو تر اغیزې لاندې دی او همدارنګه اوسني ځواکونه لکه څنګه چې ښايي همغسې په وسلو او تجهیزاتو باندې سمبال نه دي . نو ځکه اوسنیوځواکونو ته به یوه اندازه ستونزمنه وي چې امنیتي مسوولیتونه په غاړه واخلي.

خو کار پوهان وایی که چیرې د افغانستان اردو، پولیس او امنیتي ارګانونه واقعا ملي وای ، په هغه صورت کې په موجوده شمیر او امکاناتو سره يي بیا هم کولای شول په ټول افغانستان کې سوله او امنیت ټینګ کړي. خو له بده مرغه تر اوسه دا ارګانونه د زورواکو او متعصبو ډلو تر اغیزې لاندې دي او دا د وسله والو ځواکونو په جګړه ایز قابلیت باندې ناوړه اغیزه کوي .

د افغانستان پوځونه په دوه صورتونو کې کولای شي امنیتي مسوولیتونه په غاړه واخلي : لومړی دا چې که چیرې په دې پوځونو باندې د زورواکو او متعصبو ډلو اغیزه پای ته ورسول شي په هغه صورت کې پوځونه د ( د وطن څخه د دفاع ) د انګیزې په درلودلو سره کولای شي د ګاونډیانو توطیی شنډې کړي .
دوهمه دا چې که چیرې بهرني پوځونه موجود وي بیا په هغه صورت کې زورواکان د وسله وال پوځ ټوټې کولو ته زړونه نه ښه کوي.

خو تر ټولو ښه ټکی دا دی چې په وسله والو پوځونو کې د زورواکو ډلو اغیزه په بشپړه توګه له منځه یووړل شي اوپه رښتیني مانا سره ملي ځواکونه رامنځته او په موډرنو وسلو سره سمبال شي ددې هیواد خلک ددې توان لري چې د افغانستان ضد هر ډول توطییې او تیري شنډ کړي.

په هغه مهال کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شته والي ته کومه اړتیا نه لیدل کیږي. په هغه مهال کې به یوازې دې ته اړتیا وي چې نړیواله ټولنه یوازې دلته په اقتصادي ډګر کې شته والی ولری.
د یو شمیر تاریخپوهانو او سیاسي څیړونکو په باور په اقتصادي اړخ کې د هیواد په تاریخ کې دا ډول په فساد ککړه اداره موجوده نه وه . کورني او بهرني عواید او مرستې ددې زورواکانو او فاسدو کړیو په جیبونو کې لویږي .

په واقعي مانا سره په افغانستان کې په خپله په زورواکانو پورې تړلي جنایتکاره ډلې او په فساد ککړ چارواکي نه پریږدي چې په افغانستان کې بهرني انکشافي مرستي په ځای ولګیږي او په هیواد کې متعادل انکشاف رامنځته شي او خصوصي سکتور وده وکړي.

په تیرو کلونوکې په بن کې جوړې شوي ادارې په افغانستان کې د صنعت د ودې له پاره کوم اقدام نه دی کړی او نه یې داخلي صنایع د بهرنیو ورته تولیداتو په وړاندې حمایه کړي دي دا ددې سبب شوی چې په هیواد کې د په سلګونو چارځایونو دروازې وتړل شي .

دبلې خوا د امنیت نشتوالی ( چې په عمده توګه په ښارونو او د هیواد په شمال کې په زورواکانو پورې د تړلو ملیشاو او وسله والو کسانو له خوا ګډود کیږي ) ددې سبب شوی دی چې په هیواد کې د خصوصي سکتور وده په ټپه ودریږي په سلګونو افغانی متشبثین په زورواکو ډلو پورې د تړلو جنایتکاره بانډونو له خوا تښتول شوي او یا وژل شوي دی چې لدې امله په زرګونو ګونو افغاني متشبثین دې ته اړ شوي دي چې افغانستان پریږدي او خپله پانګه د افغانستان څخه وباسي.

همدارنګه د کابل په اداره کې پراخ فساد ددې سبب شوی دی چې خصوصي سکتور په افغانستان کې وده ونکړي.
که چیرې فکر وکړو چې د بن دوهم کنفرانس به یو داسې کنفرانس وي چې سیاسي څرنګوالي به یې لومړي کنفرانس ته چې نږدې لس کاله مخکې جوړ شوي و ، په هغه صورت کې دا کنفرانس ډير اهمیت پیدا کوي. دا چې په دې کنفرانس کې به څوک د کومو شرایطو لرونکي ګډون وکړي تر اوسه جوته نه ده. خو داسې ښکاري چې د کابل اداره او په دې کې واکمنې ډلې کوم پټ اهداف لري چې نه غواړي د افغانستان خلک ترې خبر شي.

د بن په لومړي کنفرانس کې داسې یوه ډله او یا وګړی نه لیدل کیده چې د افغانستان د خلکو په رښتیا استازیتوب وکړي . په دې کنفرانس کې زیاتره ګډون کونکي ډلې په جنګي جرمونو ، د بشري حقوقو په تر پښو لاندې کولو او د هیواد په لوټولو تورنې وې او دي.

د بن لومړي کنفرانس زیاترو ګډون کونکود بهرنیو هیوادونو په ځانګړي توګه د ایران او پاکستان د حکومتونو څخه سلا اخیسته او لویدیز هم د دې هیوادونو نظریاتو ته چې هیڅکله یې افغانستان ته د ښه نیت فکر نه درلود او نه یې تر اوسه داسې کوم کار کړی دی چې د افغانستان د خلکو په کې خیر وي ، اهمیت ورکاوه.

لنډه دا چې د بن لومړی کنفرانس په افغانستان کې د یوه نوي دموکراتیک بهیر پیل نه و . بلکې دا کنفرانس په افغانستان کې د دموکراسي په ځـای د زورواکی او په فساد ولاړ نظام جوړیدل و.
ددې کنفرانس په نتیجه کې هغو متعصبو ډلو چې په زړه بوګنونکو جنایتونو باندې تورنې وې په واک باندې د دوی منګولو ته رسمي بڼه ورکړل شوه .
د بن لومړی کنفرانس د هیواد د زیاترو خلکو او د هغې له جملې څخه د پښتنو په ضد د یوې توطیې بڼه ونیوله .

د بن لومړي کنفرانس نتیجه دا شوه چې پښتانه چې د ټولنی بشپړ اکثریت جوړوي په بشپړ ډول د واکه بې برخې شي او دولتي واک د متعصبو او زورواکو ډلو ( د ډیرو محدود لږکیو د نمایندګی په نوم ) تر منځ وویشل شي.

د بن کنفرانس په بهیر کې ښاغلی حامد کرزی چې پښتو ژبی و ، د مشر په توګه د ادارې په سر کې وګومارل شو.

د بن لومړي کنفرانس دهغه پریکړو عملي کول چې یوه اندازه د اولس په ګټه وې په برسیرنه توګه عملي شوي خو په واقعیت کې ددې کنفرانس په نتیجه کې افغانان د نویو او خطرناکو ستونزو سره مخامخ شول.
ددې کنفرانس په نتیجه کې د واک اساسي واګې د متعصبه کړیو په لاس کې ورغلې او دې کړیو
دې ته لاره هواره کړه چې د قومونو او ملیتونو تر منځ توپیرونه راپیدا او دوی سره بیل کړل شي.
د غلطو شمیرنو له مخې په قصدي توګه په دولتي دستګاه کې د پښتنو واک محدود کړل شو او هم د پښتنو څخه اکثریت هغه څوک د وزارتونو او ولایتونو په څوکیو وګومارل شول او کیږي چې یا د پورتنیو متعصبو ډلو غړیتوب یې درلود او یا د متعصبو لوټمارو ډلوپټ همکاران دي او یا د دولتی امتیازاتو د تر لاسه کولو د پاره هر ډول غوړه مالی ته تیار دي .

په دې ډول د زورواکو او متعصبو ډلو له خوا دولتي دستګاه د پښتنو څخه په بشپړه توګه پاکه کړل شوه. د بن لومړي کنفرانس په نتیجه کې د هیواد اکثریت قومونه او اولسونه په ځانګړي توګه پښتانه په محکومو او محرومو اولسونو بدل شول .

د جرمني د بن په ښار کې رامنځته شوي په تعصب ولاړه اداری کې واکمنو ډلو خپله د کار اجندا د پښتنو ځپل ټاکلي چې ددې اجندا په عملي کولو کې په غیر مستقیمه توګه لویدیزوال هم ورشریک شول.
متعصبو ډلو په خپل وار سره دا هڅه کوله چې بهرنیو پوځونو ته دا وښيي چې هغه څوک چې په پښتو غږیږي ، لنګوټه په سر کوي او ږیره ولري هغه طالب او یا القاعده دی .

په عمومي ډول دې کړیو افغانستان په دوو برخو ویشه: شمال دموکرات او جنوب توند لاری . دوی دا ویل چې پښتانه دي د طالبانو ټینګ ملاتړي دي . یا دوی به بهرنیو پوځونو او نړیوالو ټولنو ته دا څرګندوله چې کندهار د طالبانو د زیږیدو او د قوت اصلي مرکز دي چې ددې ناوړو تبلیغاتو له امله په افغانستان کې په لس ګونو زرو پښتانه په ډیره بې رحمانه توګه ووژل شول.

متعصبو ډلو د هیواد شمال څخه د پښتنو تصفیې ته دوام ورکړ د بدخشان څخه نیولي تر بادغیس پورې د په لس ګونو زره پښتني کورنۍ د واکمنو پاشیستي ډلو له خوا کورونو او سیمو پریښودلو ته اړ شولې. د هغوی ملکیتونه په زور غصب شول . دې ادارې په پټه د هیواد شمال د پښتنو څخه تصفیې پالیسي مخې ته بوتله.
همدې په تعصب ولاړې ادارې په تیرو لسو کلونو کې کوچیان دې ته پرینښودل چې خپلو شخصي ملکیتونه تر لاسه کړي.دې د کابل ادارې عدلي ارګانونه د متعصبو ډلو د ویرې دا تصمیم نه شي نیولی چې د کوچیانو خپل شخصي ملکیتونه ورته بیرته مسترد کړي. دې ادارې زیار وایسته چې د په اصطلاح د ( هزاره ستان ) د خاورې د رامنځته کیدو له پاره زمینه برابره کړي.

د کابل ادارې په پورتنیو چارو بسوالی ونه کړ. دې کړیو په قصدي ډول په پښتني سیمو کې د انکشافي پروژو د پلي کیدو مخنیوي وکړ او کوي یي. په دې اداره کې واکمنو متعصبو ډلو د خپلو پټو شبکو له لارې دا هڅه وکړه چې د پښتنو سیمې نا ارامه او په دې سیمو کې د پوهنې سیستم ګډوډ کړي.

د ویلو وړ ده چې د پنجاب او ایران واکمنانو په کابل کې د ځینو متعصبو ډلو په مرسته د پښتنو د ټولو وژنې پروګرام ترتیب او ددې پروګرام د عملي کولو له پاره پلانونه تر لاس لاندې ونیول.
اوس دا پروګرام د کراچۍ د ښاره څخه تر بادغیس ، تخار او کشمیر پورې په ډيره وحشیانه توګه روان دی.
اوس جنګ یوازې د افغانستان په پښتنو باندې نه دی تپل شوی بلکې اوس ټوله د پښتنو سیمه ( د بادغیس تر کراچۍ او کشیمره ) د اور سره تبۍ ګرځیدلي ده اوس د ټولو پښتنو برخلیک یو دې او دوی اړ دی چې یو ځای ددې ټولوژنې څخه ځانونه وژغوري او په خپله خاوره کې د خپل واک خاوندان شي.

نو ځکه دا اړینه ده چې د سولې او ا رامي د راتلو د پاره دهر ډول کنفرانس او یا غونډې د جوړیدو له پاره د ټولو پښتنو سیمو څخه استازی وروبلل شي. دا ځکه چې دا ټوله خاوره او اولس یو وجود دی.
د ټولو پښتني سیمو څخه په هر ډول کنفرانس کې د استازو نه موجودیت ، به په هیڅکله افغانستان او سیمه کې سولې راتللو ته لاره هواره نه کړي.

په دې ورځو کې لویدیز هیوادونو په لیبیا هیواد ددې له پاره بریدونه پیل کړی چې وایي معمرالقذافي ددې هیواد اولس مشر او اداره بشري حقوق نه مراعاتوي. او یا یې په دې پلمه د سوریه په هیواد فشار راوړی دي.
لویدیز هیوادونه په دې ورځو کې د بوسنیا پخواني چارواکي ( ملاسیویچ او کرازیچ ) د بشري حقونو د ترپښو لاندې کولو په پلمه نړیوالې محکمې ته سپاري چې نږدې اوه زره تنه بې ګناه کسان یې وژلي دي
خو له بده مرغه هغو ډلو او ټپلو ته چې په زړه بوګنونکو جنایتونو سره ( چې د هغې یادول مشکل دي ) چې د بشریت او میرمنو په وړاندې یې تر سره کړي او یوازې یې د کابل په ښار کې اویا زره ښاریان په بې رحمانه توګه وژلی دي تر اوسه یې د قدرت په څوکۍ ساتلي دا د زورواکانو تر کنترول لاندې اداره د پخوا څخه نوره هم ټینګه شي او هم ډير امکان لري چې همدا ډلې د بن کنفرانس ته چې د افغانستان برخلیک ټاکي بلنه ورکړي .

دا متعصبه او په جنایتونو تورنې ډلې د افغانستان په خلکو د لومړي کنفرانس په نتیجه کې د شوي او تر اوسه په واک باندې ساتل شوي دي.
ددې ډلو په واکمنی کې په افغانستان کې دموکراسي او اولس واکي مسخره شوه بډي او اقتصادي فساد په هیواد کې په یو روا عمل باندې واړول شو. په افغانستان کې ددې میلیاردونو ډالرو په راتللو سره برسیره لوږه او وزګارتیا د پخوا څخه ډیره شوه.

په هیواد کې د نظم او قانون د تطبیق په وړاندې ستر خنډونه لوړ پوړي چارواکي او پورتنۍ ‌ډلې دي
دا ډلې د اولس په منځ کې ځای نه لري یوازې د بهرنیانو په مرسته او جنایتکارو ملیشاو او دولتي قدرت څخه په استفادې سره د عادي خلکو په زړونو کې د ویرې احساس پيدا کړي او یا یې ځانو ته راکاږي.
دا ښکاره ده چې که چیرې د جرمني هیواد د بن ښار ته ددې ډلو بیا بلنه د پخوا په څیر به د نړیوالې ټولنې د افغان اولس سره ستره جفا وي. دا ډلې په هیڅ ډول سره دې ته تیارې نه دي چې په هیواد کې په رښتیني توګه د ولسواکی بهیر پیل شي.

دا ډلې په هیڅ ډول سره تیارې نه دي چې د هغو سلګونو میلیونو ډالرو چې ددې ډلو یو شمیر مشرانو په غیر قانوني توګه تر لاسه کړي دی او یا یې داسې کسان په دې ډلو کې موجود دي چې د دوی غیر قانوني شتمني د زرګونو میلیونو ډالرو څخه هم ډیره ده ورته کوم ګواښ پيدا شي.
همدارنګه دا ډلې هیڅکله دې ته تیارې نه دي چې څوک د دوی څخه د هغو بې شمیره زړه بوګنونکو جنایتونو چې د نړی په تاریخ کې ساری نه لیدل کیږي څوک ترې پوښتنه وکړي.

دا ډلې په افغانستان کې ټول سیاسي ، پوځي او اقتصادي قدرت په لاس کې لري ددې زورواکانو څخه داسی کورنۍ هم شته چې د یوې کورنۍ څخه څو تنه په اساسي پوستونو کې ځای په ځای شوي دي.
دا اداره چې په بشپړه توګه په فساد او تعصب ولاړه ده په ټول قدرت سره هڅه کوي چې د هیواد زیاتره خلک په ځانګړي توګه پښتانه د خپلو حقوقو څخه بې برخې کړي.
نو لدې امله په دې کنفرانس کې دکابل په اداره کې واکمنې کړیو ګډون د خلکو د پاره د منلو وړ نه ده دا اداره د هیواد خلکو استازیتوب نه شي کولای دا ځکه چې هم د جمهوري ریاست ټولټاکنې او هم د اولسي جرګې ټولټاکنې په بشپړه توګه په جعلکاری ولاړې وې او د هیواد بشپړ اکثریت خلکو په دې ټولټاکنو کې برخه نه ده اخیستي نو ځکه په واقعي توګه په بشپړه توګه یوه غیر مشروع اداره ده.

طالبان هم د اولس استازیتوب نه شي کولای د دوی او د خلکو تر منځ یو لوی واټن موجود دی په پښتني سیمو کې د طالبانو کړنې او جګړه ایز عملیات چې د پښتنو د ټول وژنې سبب کیږي هغه څه دي چې د افغان اولس او په تیره بیا د پښتنو د پاره د منلو وړ نه دي .
د بې ارادې تکنو کراتانو ، زورواکو ، متعصبو او په جنایتونو تورنو ډلو او کسانو څخه د نړیوال کنفرانس جوړول په نړیواله ټولنه باندې د افغانستان خلکو او په مجموع کې د ټولو پښتنو باور له منځه ځي .
دا ځکه چې افغان اولس پوهیږي چې په پورتني جوړښت سره کنفرانس به د زورواکو او ډلو حاکمیت نور هم پسې ټینګ او دخلکو ستونزې به زیاتې او ټولنه د یوه لوی بحران سره مخامخ کوي.

په دې ډول ترڅو چې سل په سلو کې د ایران او پاکستان حکومتونه په دې سیمه کې د تروریستي او متعصبو ډلو د روزنې او ملاتړ څخه لاس وانخلي او یا دې هیوادونو ته د دې ناوړه عملونو سزا ورکړل شوي نه وي تر هغه به جګړه د مظلومو پښتنو په سیمو کې روانه وي او پښتانه به ددې وحشیانه جګړې قربانیان وي.
که څه هم ځینې خوشباوره کسان دې کنفرانس پایلو ته خوشبین دي خو هغه مشهور پښتو متل دی : ګوړه ګوړه وایه خوله به دې خوږه وي.
که چیرې نړیواله ټولنه په رښتیني مانا سره دا نیت لري چې په افغانستان کې سیاسي او پوځي کړکیچ پای ته ورسیږي او په هیواد کې یو واقعي په ولسواکې ولاړ نظام رامنځته شي . نو لدې امله اړینه ده
چې لومړی باید داسې کنفرانس جوړ شي چې د ایران، پاکستان ، روسیه، تاجکستان او ازبکستان هیوادونو د اغیزې څخه په بشپړه توګه بهر وي.

دوهم دا چې ټولې هغه ډلې او وګړي چې په جنګي جرمونو ، د بشري حقوقو او د هیواد په لوټولو باندې تورن دي او یا د هغوی په هکله ښکاره او یا پټ اسناد شته باید په دې کنفرانس کې دګډون حق ورنکړل شي .

که نړیواله ټولنه غواړي چې د بن د دوهم کنفرانس فیصلې د احترام او عملي کیدو وړ وي نو باید د هیواد د خلکو رښتیني استازي نوموړي کنفرانس ته راوبلل شي.
کیدای شي د خلکو رښتیني استازې د هیواد د خلکوڅخه د نړیوالې ټولنې تر نظر لاندې د خلکو له خوا دې کنفرانس ته غوره شي.

دا کنفرانس د ټولو هغو خلکو د استازو څخه چې جګړه په کې روانه ده او د جګړې له امله کړیږي جوړ شي.
نو لدې امله اړینه ده چې په دې کنفرانس کې د ټولو پښتنو سیمو امنیت او ارامي په نظر کې ونیول شي. دا ځکه چې جګړه په افغانستان پورې محدوده پاتې شوي نه ده او د پښتنو په ټوله سیمه کې روانه او ټول پښتون اولس ددې تپل شوي جګړې قرباني دی.
نو لدې امله ویلی شو چې د بن په دوهم کنفرانس کې د اولس د رښتینو استازو په ګډون سره کیداې شي په سیمه کې د سولې ، ارامی او ودانۍ په لور یو مهم ګام واخیستل شي. خو تر ټولو مهمه دا ده چې نړیواله ټولنه هم ددې کنفرانس د فیصلو په عملي کولو کې د افغان اولس سره صادقانه او جدي مرسته وکړي.