بلخ ادبي خوځښت: مېرمن بهيراونيزه غونډه وكړه
08.06.2011 04:46بلخ ادبي خوځښت: مېرمن بهير اونيزه غونډه وكړه
راپور: اسيه احساس
د بلخ ادبي خوځښت څانګې، مېرمن كلتوري او ادبي بهير خپله اونيزه غونډه د ۱۳۹۰ كال د غبرګولي د مياشتې په شپاړلسمه نېټه د دغه خوځښت د غونډو په دفتر كې ترسره كړه
ياده غوڼده دهوسۍ په تلاوت پيل شوه، چې د ويندويۍ چارې يې ليلا ساپۍ پرمخ وړلې.
د غوڼدې لپاره ملالۍ د مېلمنې او استاد لطيفه د كوربنې په توګه وټاكل شوې.
د تېرې اونۍ راپور اسيه احساس ولوست چې د ګډونوالو لخوا پرې كره كتنه وشوه.
د غونډې گډونوالې ساينا ساپۍ راپور وستايه، او ويې ويل: چې د تېرې اونۍ په پرتله ډېر بدلون پكې راغلى و.نوموړې زياته كړه: چې يوه نيمګړتيا پكې وه او هغه دا چې د كره كتنې برخه په سمه توګه نه وه را اخيستل شوې.
د مشاعرې بلې گډونوالې شكريې هم راپور ښه وباله او زياته يې كړه، چې په راتلونكو اونيو كې دې زيار و ايستل شي چې ښه راپورونه وليكل شي.
وروسته ازاده مشاعره پيل شوه، چې هرې يوې پكې په خپل وار سره شعرونه او نثري ټوټې ولوستلې.
په پاى كې د غونډې مېلمنې ملالۍ ته بلنه وركړل شوه، چې د ننۍ مشاعرې په اړه خپل نظر څرګند كړي.
نوموړې وويل: خوشاله پر د ې يم چې ورځ تربلې زموږ د ګډونوالو استعدادونه پراختيا مومي او كه دا لړۍ همداسې و غزوو نو انشالله په نږدې راتلونكې كې به يوه ښه هسته ولرو.
ورپسې د غونډې كوربنې استاد لطيفې د مشاعرې په اړه وويل: خوشاله په دې يم، چې هره اونۍ زموږ د غونډو ګډونوال زياتېږي او دې لړۍ ته به لا دوام وركوو
نوموړې وويل: بايد نور هم هڅه وكړو چې په دې لار كې شته ستونزې اوارې كړو
ميرمن ادبي بهير د بلخي مېرمنو پر مټ هره اونۍ په مزار شريف كې خپلې اونيزې غونډې كوي..