د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د عبدالروف بينوا په اثاروکښې طنزیه توکي

پوهنمل محمود نظری 07.06.2011 20:57

ارواښاد عبدالروف بينوا په ( ۱۲۹۲ لمريزکال) په يوه منوره او علم پروره کورنۍ کښې دکندهار د سيد حسن خان په کوڅه کښې  دنياته سترگې روڼي کړې  دی ، هغه د مفتي عبدالله چې په کندهار کښې د ( مفتي عبده )په نوم شهرت لري زوی او دمولوي عبدالحق اخندزاده چې په کندهار کښې يې استاد کُل باله لمسئ دی . 
استاد عبد الروف بینوا زموږ د معاصر تاریخ د ادبیاتو په آسمان کښې  یود هغو ګوتو په شمیرادبي ستورو له جملې څخه دی چې افغاني ادب  او ژبي ته يې څه له پاسه(  ۷۰)علمي  او ادبي کتابونه په ميراث  پرېښي دي. 

ارواښاد عبدالروف بينوا په ( ۱۲۹۲ لمريزکال) په يوه منوره او علم پروره کورنۍ کښې دکندهار د سيد حسن خان په کوڅه کښې  دنياته سترگې روڼي کړې  دی ، هغه د مفتي عبدالله چې په کندهار کښې د ( مفتي عبده )په نوم شهرت لري زوی او دمولوي عبدالحق اخندزاده چې په کندهار کښې يې استاد کُل باله لمسئ دی . 

استاد عبد الروف بینوا زموږ د معاصر تاریخ د ادبیاتو په آسمان کښې  یود هغو ګوتو په شمیرادبي ستورو له جملې څخه دی چې افغاني ادب  او ژبي ته يې څه له پاسه(  ۷۰)علمي  او ادبي کتابونه په ميراث  پرېښي دي. 

د استاد مهمي رسمي دندې:

د کابل د ادبي انجمن غړی ، دکابل مجلې مدير ، د پښتو ټولنې عمومي مدير ، دکابل راډيو رئيس ، د اطلاعاتو او کلتور وزير او په ليبيا کې د افغانستان سفير دندې تر سره کړي دي .
د استاد عبدالروف بېنوا اثاردا دي :
د مينې مينه ( د شعرونو ټولګه)، پښتنې مېرمنې( ( درسی کتاب )، ـ پښتو کيلې
پښتني مېرمنو تذکره)، ادبي فنون، د چين سفرنامه ، د افغانستان نوميالي
د هسک پېغله ( دشعرونو ټولګه )، د پښتو متلونو غوړچاڼ، خوږه ژبه(لنډې ادبي طرحې او شعري ټوټې)، عربي پښتو قاموس ، کچکول(د شعرو ټولګه)، د افغانستان تاريخي پېښې
(ارواښاد استاد بېنوا وروستى اثر دي، چې څو برخې يې چاپ سوې دي)
دپير محمد کاکړ ددیوان تدوين او تصحيح ، پردېس( دعلامه اقبال د "مسافر " نومي منظوم کتاب منظومه ژباړه ده)، دکاظم خان شيدا د دېوان تدوين او تصحيح ، پريشانه افکار( شعرونه )،پښتو د شاهانو په دربار کښې رساله:، د غنمو وږي رساله، نظرى به پښتونستان رساله:، ليډران امروزى پښتونستان رساله ،باغونه ( دټاګور د نثري اشعارو د ټولګې ژباړه)، د ګيتانجلي ژباړه ، لنډۍ( په انګریزی) او داسې نور لیکلي دي.
استاد ددې کتابونو اورسالو پرته د خلکو د ویښولو او هغو ته د خپل اند ، پیغام ، عاطفی او تخیل د بیان د رسولو لپاره د ډرامو او نندارمو لیکنې لاره غوره کوي
استاد دطوق لعنت، صداى وطن، زوړ ګناهکار، کار بر اصل( يوه پارسی ټولنيزه او تنقيدي نندارمه ده) ، اشتباه(يوه ټولنيزه نندارمه ده )، اشيانه عقاب، زرنګ ،حکومت بيدار است او داسی نور چې ټوله دراماتیکی کمیدی ټولنیزی ډرامې او نندارمې دي.
استاد ځینې ټولنیزمسایل د طنز په ژبه چې هضم يې اسانه سی ویلی دی
لکه څرنګه چې طنزویونکو د بیان ډول له یوبل سره توپير لری ځينې خپلی قربانی ته نظر ورکوي؛ ځینې بیا هغو سره خواخوږي ښیي ځینې دهغه څخه کرکه او نفرت ښيي . خو استا دخپل طنز لوبغاړي غندي او ملنډي پر وهي
.
پېړۍ واوښتې، خو خلک لا ويــــــــــده دي
ويښـول يې ډېر کـــــــــــلونه زحمت غواړي
په ړندو سترګو دې اور پر خوا وردرومي
دا کم بخــــــــــــــــــــته لانشه د جنت غواړي
هغه خپل له پیړیو پیړیو ویده خلک چې ویښول يې ډیر کلونه غواړي مني او په دویم بیت کښې په خپل لوبغاړی ملنډي وهي او وايي دا کمبخته په رنډو سترګو( بې علمی )د دوږخ خواته د جنت په نشه روان دی
هو! رښتيا هم زموږ خلک له پېړيو- پېړيو راهيسې په درانه خوب ويده دي او بويه کله به له دغه درانه خوبه راويښېږي ، خو استاد بېنوا ډېره هڅه کوله چې په خپلو بوږنوونکو طنزی شعرونو او نثرونو خلک له خوبه راويښ کاندي او ﻻره وروښيي
استاد دا وطن له هدیرې سره تشبیه کوي وايي د وطن لکه هدیره ویجاړه اوتوره تیاره دی ، ټول خلک یې لکه مړې ویده دي یو هم لکه مړې په چیغو نه راویښیږي!
.
سر تر پایه سره لمبه سوم
روغ زړګی مي سوی سکور سو
نه ايرې نه مي دود ښکاري
بل را باندي څنګه اور سو
نه لمبه مي سوه خاموشه
نه رڼا دا تياره کور سو
په نارو مي ګل ويښ نه سو
څه عبث مي د خولې شور سو
آه سپېره لو هديره ده
ټوله مړه دي – ټول مړه دي
که زاړه دي که واړه دي



نوربیا