دبیدل دهلوی طنز
02.06.2011 18:41دیږ سره د هم ډوله انسان څه ژوند دی
چې دصوف او ګراستی لاس ته راوړل يي د ژوند دی هوس
څه لازمه ده شیخ ته د لنګوټې مینه
چې خر شاخ ته رسول یې دی دځواني هوس
غبـار عبـرت سـرچنـگهاي خـرس بـگـيـر
كه ريش گاوي و اين شانه راني هوس است
ز تـازيـانه و چـوب آنـچـه مـايـة اثـر است
بـراي… خـران ميـهمـاني هـوس اسـت
د خرس دمنګولود نوکانو عبرت واخله
چې ددې غويي ږیرو دا ږمونځ کول دی هوس
د شلاغی او لرګی چې هغه اغیزه ده
د خرود کونو لپاره يې میهماني ده هوس
هرڅومره چې د ا دشیخانو ظاهر پرستی افراط ته رسی د بیدل طنز هم هزل ته رسی
نو ځکه بیدل شعر په طنز پيلوي او په هجو او هزل پای ته رسیږي
خيال خلد تو زاهد طويلهآرايي است
خري رها كن اگر بايدت شدن آدم
دجنت خیال ستا زاهدد طویلې زینت دی
خری پریږده که غواړی چې ادم سې
برهـم زدن سـلسـلـة ريـش مـحـال اسـت
عمريست كه همصحبت خرس و بز و ميشيم
د ږیرو دا سلسله له منځه وړل ده محاله
یو عمر کیږی دیږ، وزګړي او میږې همصحبت یم
بر شيـخ دكانـداري ريش اسـت مسلّم
خرس اين همه سوداگر پشمينه نباشد
مسلماً شیخ د ږیرې دوکانداري کوي
د ټولو سوداګرو یږ ( ږیره ) وړینه نه وي
از علّت مشايخ و اطوارشان مپرس
هر جا مُزيّنيست بهحكم صلاح شرع
اينجا خيال گنبد عمامه هيچ نيست
زاهـد كجـا و طاعـت يـزدانش از كجـا
د مشایخو دعلت او کړو مه پوښته
هرچیری مزین دی په حکم اوصلاح دشرع
دلته د لوڼګی د ګنبدی خیال هیڅ نسته
زاهد چیری دی او دخدای طاعت یې چیری
بالفعل طينت نرِ اين قوم ماده است
در ريش محتسب بچهاش را نهاده است
بار سرين بهگردن واعظ فتاده است
در وضع سجده شيوة خاصش اراده است
رعـنــايـي امـــام نــدارد سـرِ نـمــاز
مينازد از عصا كه بهدستش چه داده است
دم ګړی ددې نر کام فطرت ښځینه دی
د محتسب په ږیره کې يې زوی ايښي دی
دهغه مرداری د واعظ په غاړه کې لوېیدلې ده
د سجدې په حالت کې يې ځانګری شیوه اراده ده
دامام رعنايي نه لري د لمانځه راز
فخر کوي په لکړه چې په لاس کې يې څه ورکړي
دبیدل د طنزدویمه پایه په دولتي ارکانو او د واک د لیونیانو غندل او رسوا کول دی چې ځینی شعرونه يي هجوی او هزلیات دی
بههـوش بـاش كه ديـوانگان غـرّة دولت
مرس گُسسته سگانند، بيقِلاده بههر سو
په هوښ اوسه چي د دولت او مقام لیوني
رسۍ شلیدلی سپيان دی بې غړندوی هر خواته
هغه مهال چې دواک لیوني او چارواکی دا ښه مځکه په بندګانو په دوږخ بدله کړی او دسلطنت تخت په وینو سینګار وی نو بیدل حق لري هغو ته رسۍ شلیدلی سپيان ووايي
ز بيمغزي شكـوه سـلطنت شـد ننـگ كنّاسي
بهجاي استخوان گُه خورده ميگردد هُما اينجا
دبی عقلی د سلطنت برم شو ننګ دجاروکش
د هډوکو پرځای غول خوري هما دلته
بهخوان نعمت اهل دوَل ننگ است خو كردن
اگـر آدم سـرشـتي در چـراگاه خـران مـگذر
ددولت د نعمت په دسترخوان خوی کول شرم دی
که د آدم زوی یې د خرو په څرځای کې مه تیریږه
بیدل وايي اوس مال او شته د سړیتوب معیار او محک سوی دی
امروز قدر هركس مقدار مال و جاه است
آدم نميتوان گفـت آن را كه خر نباشد
نن د هر چا قدر د هغه دمال اومنال په اندازه دی
ادم ورته ویلی نه سی هغه ته چې خر نه وي
هغه د خپل عصر پر وړینو پهلوانانو باندې ملنډی وهي وايي:
دعوي مـردان اين عصر انفعالي بيش نيست
شيـر ميغُرّند و چـون وا ميرسـي بزغالهاند
سـرد شـد دل از دم ايـن پـهـلـوانـان غرور
رسـتمانـد امّـا بغـل پـروردههـاي خـالـهاند
بيدل، از خُرد و بزرگ آن به كه برداري نظر
دور گاوان رفت و اكنون حاضران گوسالهاند
ددې مهال دخلکو دعوی بیله شرم بل شی نه ده
لکه زمری غوړمبیږی چې ورنژدې سي وږګړی وي
له دې مغرورو پهلوانانو څخه مې زړه بدسو
رستمان دی خو د خاله په غیږ کښې لوی سوی دي
بیدله له دې کوشنیو اولویو شتمنو نظر واړوه
د غوییانو دور ولاړ اوس حاضران ټوله خوسکیان دی
بیدل چې له دې بدي وضعې څخه پزې ته رسیدلی دی دا د خپل وخت ناخوالي دتاریخ زړه ته سپاري
اين دور دور حيض است، وضع متين كه دارد؟
بـادِ بـروت مـردي، غيـر از سُـرين كه دارد
وخت وخت د حیض دی متینه وضع څوک لري؟
د سړی د بریتو باد، بیله کونې څوک لري
نور شعرونه يي د لیکولو نه دی
بیدل بهپه( ۱۱۳۳ ه. ق) په دهلي کښې مړسو ی دی
تمتع گرهمی خواهی زحرف راستی بگذر
که بی انگشت کج ازکوزه روغن بر نمی آید
که ګټه غواړی له رښیتا څخه تیر سه
بې کږې ګوتې له کوزې غوړي کله راوځي