د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پښتونه که خپله ژوند نه کوی ، نو نور خلک ژوند ته پرېږده!!!

احمدسیر کاکړ 01.06.2011 11:27

د داود تر مړېنې وروسته چې د هر پښتون سره کینې نو همدا خبره کوي چې اوه دا لا دومره غټ سړی شو چې په دومره شور او زوږ یې د جنازې مراسم لمانځل کېږي ، اوه دا ولې، اوه دا د سقاو زامن ملي خاینین دي، اوه دا، اوه هغه!!!
پښتنونه!!! که دوي خاینین دي نو د افغانستان خاینین دي، که خاینین دي نو د ملي ګټو خاینین دي خو.... خپل قوم یې پر تا واکمن کړ، ستا هویت یې مسخ کړ، خپله ژبه یې پر تا واکمنه کړه، ستا تاریخ یې د تاریخ کندې ته وغورځوه، ستا ملي مشران او اتلان یې سپک کړل او خپل مسعود یې ملي شهید اود نوم سره یې ورته یې د رحمت الله علیه وروستاړی وتاړه. نو نن یې قوم حق لري چې درناوی یې وکړي؟؟؟
خپله سیمه یې ودانه کړه ، خپل خلک یې ماړه کړل، خپلو خلکو ته یې د تعلیم او تربیې ښه شرایط برابر کړل، افغانستان یې چور کړ خو خپل خلک یې شتمن کړل، لوړې دولتي څوکۍ یې ورته ورکړې. تر دې چې د روسانو تر ماتې وروسته د یو روایت په اساسس عطا د مزار یکه تاز په خپل شخصي لګښت خپل قوم ته ښوونځي او روغتیايي مرکزونه جوړ کړل. لکه څرنګه یې چې نن د داوود درناوې وکړ دغسې یې د طاهر بدخشي او ببرک کارمل درناوي هم وکړ. ؟؟؟ نن یې دا حق دی!
هغه هزاره ګان چې ته یې جنګي مجرمین بولې د خپل قوم لپاره یې لیليي ونیولې د زدهکړې لګښتونه یې ورته ورکړل ، بهرني بورسونه یې ورته یا په زور اویا په پیسو واخستل.
او ته پښتونه!!!
هییی ستا کمونست ، افغان ملتي ، حزبي او طالب تاته څه وکړل؟ څه یې درته وکړل؟ په نړۍ کې یې درته د وحشي او بې کلتوره نوم درکړ، هغه یو نیم ښوونځي چې پخوا ودان شوي هم ددوي په لاس ړنګ شول ، ستا په سیمه کې د روغتیا په نامه څه شته؟ ستا د سیمې کرهڼه او اقتصاد شته ؟ ته په اوسنۍ نړۍ کې په کومه ډله کې راځې؟ ته یې خپلواکه کړې ؟ ته یې اباد کړې؟ او که تاته یې اسلامي شریعت راوړ کوم یو؟؟؟
هی پښتونه! تاته، ستا په خاوره کې، ستا اتلانو او مشرانو، په خپله ژبه د لیکلو او غږېدلو واک او علمیت هم درنکړای شو!!! که نه ده همداسې؟؟؟
هی افسوس!!!
یو نیم پخوانۍ علمي کدر چې تا لره هغه نه هم خلاص یې ځکه ځېنې په خپل مرګ او ځینې د خپل قام له لاسه په مختلفو تورونو ووژل شول ، څوک به د پوه کړې ، څوک به د لاس ونیسي؟ تا خو ځانته هیڅ هم پرېنښودل ما مخکې درته وویل چې هیڅ د هم ځانته پرېنښود؟
تا خو نه د ډاکټر نجیب الله شهادت ومانه او نه د د ګلبدین حکمتیار جهاد ته د درناوي سر ټیټ کړ؟ نه د ملا عمر په دین شوی او نه دد احدې دیموکراسي ومنله؟ نو ته څه شوې او څه به کېږي؟؟؟
ته او خدای ج چې له کندهاره تر اټکه همدا ته پښتون دپښتون په لاس نه وژل کېږې؟؟؟
ستا ښوونځې دپښتون په لاس نه ورانېږي ؟ ستا محصل او زدهکوونکی د پښتون په لاس نه وژل کیږي؟؟؟
نر شه که نه!
ته هم د ډاکټر نجیب کلیزه ولمانځه!
ته هم حکمیتار او ملا عمر ته د ملي اتلانو لقبونه ورکړه!
ته هم د حاجي قدیر په نامه یو څلۍ په کابل کې جوړ کړه!
ته هم، عبدالحق ، فضل الرحمن څمکني، حاجي زمان، ملک زرین، اکرم خاکریزوال، ډاکټر عبدالله لغماني ، عبدالله وردګ، خان محمد مجاهد، ملا داد الله او نورو په نامه څلي جوړ کړه، ددوي په نامه ښوونځي ، کتابتونونه، کلنېکونه، ادبي ټولنې او نورې جوړې کړه؟ وبه کړې یا وبه شې کولای ؟؟؟ نه هیڅکله هم نه! قسم په خدای چې که د نجیب نوم د واخست نو ګلبدین به د ژبه پرېکړي او که د ملا عمر نوم د واخست نو کرزې به د ګوانتانامو ته ولیږي، که د هر یو نوم د واخست دا بل به د ژبه درپرې کړي؟
نو پښتونه!!! چې
تاته نه د یووالي هنر درځي، نه خپلې ګټې پېژنې، نه له خپله تېره خبر یې او نه د راتلونکي لپاره څه لرې، نه د ژوند په رمز پوهیږي او نه د مرګ په معنې، نه د دوست معلوم دی او نه دی دښمن، نه خپله څه لرې او نه یې له نورو زده کوی، نه د پیغور په غږ راویښ شوې او نه د نصیحت په ترنم، نه د خپلې ژبې له مظلومیته خبر یې او نه یې له ارزښته .
نو!!!
چې خپله ژوند نه کوی نور پرېږده چې ژوند وکړي
ستاسې دردمن پښتون