د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

غزل

هدایت الله پاچا 31.05.2011 21:18

٧٨٦
د غمـــجن زړه د د رد له څړيـکو نه پـــرهار جوړوې
زړه کي مي څوک کاږي نوکاري چي سينګار جوړوي
ربـــــه دا ســـتا واړه نـومـونه پري هر وخــت ياديږي
څــــه نــاروا ده د تســــبو لــــه تــار ستـــار جــوړوي
د تســـــل ګل به انتــــظار کړمه اوربـــل کي يي ږدمــه
يـار جــــفا کــــار دي د اظـــهار ځيـني انکار جــوړوي
عاشــــقان هغه وي چي خـــداي خــــــپل جـــــانان ګڼي
بــل د سپيرو سـترګو د نـــم ځــــــيني اشــعار جوړوي
زمـــا پري نــه ماتـــيږي تــنده د ها ښــــکلي جــــانان
رب کـــه هر څــو راته د مســـتو حـورو ښــار جوړوي
خـــدايه داښــکلي دي ته ګوره څومره ډيـر عجــيب دي
څــه پــه نــخرو نــخرو معـــينو زړه ته لار جــــوړوي
(پـــاچــــــا)))بدله شــوه دنيا نو ګــذران ګران شـوپکي
کليـــوال يـــار چـــي لونــــګ نه اخلي هـــــار جوړوي