د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دچرسیانو بنډار

محمود نظری 31.05.2011 16:42

ټولو په یوه سلا نارې کړې : نوش د زره په سر نوش یاره دادو!
ټولو یارانو ددود په ډکه فضا کې سرونه کښته اچولي وه، له یوې دورې وروسته یوه خوله خلاصه کړه او په کرار اوږده ږغ يې ویل:
خبر یاست ارمیکا وايي اسامه مومړکی!
مامدو دسګریټ دود له خولې پو کی او ویل يي: زه يې ژوندی وینم!
او سګریټ یې ولي جان ته ورتیر کړ هغه سګریت نیغ ونیوی او ویل یې:
وايي ارمیکا اولکې پسې وغوښتې اود ډالرو باران یې جوړ کی خو پيدا يې نه کی!
جاپان چې سر لاندې اچولی و وویل:
هو نو څوک خپله لنګه غوا پلوري ، دکور ګټه د لاهور ګټه ده !
سور پزې سر پورته کړ او ویل يي:
چې لنګه غوا ناروغه سوه بیا یوه په امریکا وپلورله
ارمییکا د سترګو په رپ کې لکه ټپوس هغه ناروغ په منګولو کې له اسلام اباد څخه امریکا ته وځغلوی
ایله کریم په چوک چوک ویل : کم اصلو د هغه په نامه څومره په وزیرستان کې چغټان کړه!
بشیر ویل :ارمیکا د دنیا له شرمه په پاکستان سترګې برګی کړی هغه ته يي ویل:
هم فقر کوې هم دی خر لغتی وهی، اوس نو ولا که جایزه درکم!
صمد ویل ارمیکا بیا د دنیا په سترګو کې خاورې وشندلي ویل يې دهغه مړی ته اوباما لمنځ ورکړاو داسلامی دود له مخی یې ماهیانو ته ایله کی !
خالو د سګریټ اخیر دود کښ کی او په ټوخي ټوخي کې يې ویل :
دارمیکا طب مخکې دی ګوندې دهغه د ګردو درملنه هلته وشي او په ټوخه ټوخه یې د غرمې توپ وویښت
د دود په فضا کې د نوش نوش ناری لوړې شوې