د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

هغه سیالي چې نړۍ ګواښوي

نوروهاب څپاند 29.05.2011 13:55

ژباړه : نوروهاب   څپاند

د مۍ په ۱۳ مه هغو ځان وژونکو چې د القاعدي ګروپ پوري تړلي وه ، پاکستاني طالبانو ، په شمال لودیز ښارګوټې شبقدر کې د ۸۰ تنو په شا و خوا کې ځوان پوځې زده کړې ووژل . دا یرغل د بن لادن د بدل اخستو په نامه وشو چې اغیز یې عمومې خواشینې را پورته کړه . په اسلام اباد کې د امریکا سفیر Cameron Munter په دې هکله څرګنده کړه « که په کور کې مارانو ته پالنه ورکوﺉ ، بیا به چیچل کیږﺉ »
په اوسنۍ لحظه کې پاکستان نیغ په نیغه تیار دی چې د سخت دریځو په وړاندي د امریکا سره همکاري وکړي ، دا خبره د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو د کمیټې ریس ( جان کیري ) وکړه . هغه په دې وختو کې د کابل د لاري اسلام اباد ته ولاړ او د پاکستان د پوځ سرلښکر (اشفاق کیانې ) سره یې د څلورو ګړیو لپاره مرکه درلوده چې په ترځ کې یې د دوه اړخیزو ستونزمنو اړیکو د بیا سمیدو دعوه شوي . په دې لړ کې پاکستان به د پټکارۍ د هغه هلیکوپټر پاتیشونې بیرته امریکا ته سپاري چې په ایبټ اباد کې د چپاو په وخت کې د اور لمبه شوه . همدارنګه د امریکا د بهرنیو چارو سکریټري Hillary Clinton به په راتلونکو څو اوونیو کې له سیمې څخه خپله لیدنه ترسره کوي .
د اهمیت وړ خبره داده هغه امریکایې چغلګر ، چې يو کال ړومبۍ به یې د ښارګوټو په تیاره کونجونو کې مدرسو ته د کمین نیونې په مهال بیله دې چې خپلو پاکستانې سیالانو ته څرګنده کړي چې په څه پسې ګرځیدل یو ځلي بیا د پاکستاني پوځې ټک و پوک آي ـ اس ـ آي سره ، کارکول پیل کړي . په احتمالي توګه به د « خورا اهمیت لرونکو موخو » لکه د القاعدي د مرستیال ( ایمن الظواهري ) ، د افغان طالبانو د مشر( ملا محمد عمر) پر ضد د رسمي ګډو هڅو په بڼه د درنو ګزارونو د ورکولو تابیا کیږي . له دې کبله د پورتنې هوډ له مخې په ډیره بیړه د مۍ په ۱۷ مه پاکستان د یو لړ پایلو اعلان وکړ چې : پوځ په کراچۍ کې Yemeni د القاعدي جګپوړی عملیات کوونکی نیولی .
ډیر پاکستانیان نه شي کولاي پیښې هغه ډول ووینې چې امریکایان یې کوي . د نمونې په توګه په ایبټ اباد کې د بین لادن د شتوالي په هکله لږ دلچسپې څرګندوي ، اما په اسانۍ سره د امریکایې ځواکونو کوزیدلو هلته بیا ډیر اندیښمن کړي . د چپاو څخه یوه اونۍ وروسته د پوښتنو ږویږنو د یوي سروي پایلو وښودله چې د ۲۵۰۰ تنو له جملي څخه یوازي ۲۶ په سلو کې دا منې چې بن لادن وژل شوی . لږ تر لږه نیمایې ۴۹ په سلو کې دا پیښه جعلي بولي او یو شمیر زیات کسان وایې که بن لادن مړ شوی هم وي ، په هر صورت هغه شهید دی . ۶۸ په سلو کې ډیر اندیښمن وه چې بهرنیانو د پاکستان په ملي حاکمیت تیری کړی دی .
د ایبټ اباد پیښه ځکه ډیره خوا شینونکې وه چې د ښارګوټې ځایونه د هند تر ولکي لاندي کشمیر ته نږدي پراته دي ، دا په فرضې توګه هغه پوله ده چې ښه څارل کیږي . عادي پاکستانیان په اندیښناک حالت کې اوسیږي چې هندوستان تر اوسه ددوي د هېواد د شتوالي د شرایطو سره موافقه نه ده کړي او ښایې یوه ورځ په ساده ډول ورو ورو را دننه شي . دا د حیرانتیا خبره نه ده چې د بن لادن د انګړ پوري غاړي ته کور کې اوسیدونکې د چپاو په هکله وویل : « موږ په لمړې وار داسې انګیرله چې ګواکې هندیان یرغل کوي » .
د پاکستان د پارلمان په ګډه غونډه کې چې د مۍ په ۱۳ مه وشوه او د پوځ سرلښکر په کې برخه درلوده رښتوني اندیښنه د هندوستان په باب مطرح وه . د هندوستان د پوځ سرلښکر په احمقانه توګه د بن لادن پر خلاف د چپاو نه وروسته باټې وویشتي چې د هغوي ځانګړي ځواکونه د ورته پیښو د د پلي کولو وس لري . د هغه په غبرګون کې د پاکستان د استخباراتو مشر احمد شجا پاشا د پارلمان غړو ته وویل چې پاکستانۍ پوځ نه يواځې د هندوستان په دننه کې د غچ اخستلو په موخه د هدف د کوبلو وس لري بلکه په وارو وارو په هغوي ګزارونه هم کولی شي .
د جهاد ګټورتوب ؛
د ټولو ګواښونو د شتوالي سربیره ، د پارلمان غړو د بن لادن په هکله په پوښتنو او ږویږنو سر ونه ګراوه . دوي ښایې ویاړ کاوه او یا به یې خپل پاکستانې احساس داسې څرګندولو چې جهادیان د هغوي د واقعیت په پرتله د کور دننه بې زهرو ماران دي . که د ي خبري ته له بلي زاویې وکتل شي ، مانا یې داده چې یو کمزوری هېواد بل پیاوړي هېواد ته خپل ځواک ښیې .
د هندوستان نفوس او اقتصاد دواړه د پاکستان په پرتله ۸ چنده زیاتوالی ښیې او چټکه وده کوي . څرنګه چې پاکستان دبل په مرسته او بهرنیانو څخه په خیر غوښتلو متکې دی او له دې لاري خپل پوځ سمبالوي ، برعکس هند په دې مسابقه کې یو مرسته ورکوونکی هېواد دی او د امریکا متحده ایالات مینه لري چې د هغه ملګری واوسې . د اوږدي تجربه شوي او په پښو ولاړي ډموکراسۍ په توګه معنوي ځواک لري . د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا په غونډو کې ګډون کوي ، د امریکا سره نږدي استخباراتې راکړي ورکړي لري او په کال کې لسګونه بلیونه ډالره په دفاعې چارو لګوي .
د پاکستان د خوندیتوب د نشتوالي اړوند عوامل د کلونو په اوږدو کې د طبیعې افاتو لکه د ۲۰۱۰ کال د خونړيو سیلابونو د راوتلو او خپل ځانته د صدمه رسوونکو اقداماتو لکه د پر له پسې کودتاګانو د کولو له وجې رامنځته شوي . دا ټول ډیر ژور احساس شوي او دا نوي نه دي . دا ملک په ۱۹۴۷ کال کې د هندوستان د ویش په پایله کې زیږیدلی ، هغه ویش چې په زرهاوو زرهاوو مسلمانان او هندوان په کې ووژل شول او په میلیونونو بې کوره شول . دغو عواملو او اسلام د ملت جوړونې د احساس په رامنځته کولو کې مرسته وکړه . مګر د ویش پرهارونو د پاکستان د ژوندي پاتې کیدو ویره پر ځاي ساتلي .
د یو کمزوري هېواد لپاره د استازیتوب کوونکو پوځونو او جهادیانو په کار وړل ښه نظریه بریښې . د ۱۹۴۷ کال په وروستیو او د ویش د کېدو څخه لږ را په دیخوا سخت طبعیتې پښتانه قبایل په کشمیر را توي شول چې د پاکستان لپاره د هندوستان څخه یوه توکړه بیله کړي . کوم ځاي پوري چې هغوي ورسیدل تر اوسه لږ او ډیر دا ساحه د کنټرول د لیکې په نامه یادیږي . وروسته له هغې د امریکا په مرسته د پاکستان پخوانې حکمران جنرال ضیا والحق په افغانستان کې د شوروي یرغلګرو د پښو د بندولو لپاره هلته جهادیان واستول . د هغه وروستې ځای ناستې دیکتاتور جنرال پرویز مشرف په دې وروستیو کې دا ومنله او هر څوک هم پري پوهیږي چې سخت دریزي به د ستونزو د راولاړولو په موخه هندي کشمیر ته لیږل کېدل .
دا څرګنده ده چې د جهادیانو افرازول ارزانه او اسانه دي او که کله چاري د خرابې په لور مخه کړي د هغو څخه د منکریدو دروازه خلاصه ده . ددوي په ډلو کې ښایې داسې کسان وي چې په کور او کلي کې د ګډوډیو او فتنې سبب کیږي او یا ښایې داسې څوک هم وي چې د پاکستان د ملي یووالي په پاللو کې مرستندوی وي ، ځکه جهادیان د اسلام په نامه جګړه کوي . لیکن عامه نظر سنجي کوونکی اعجاز ګیلانې په اسلام اباد کې په ګوته کړي چې ، د ملت احساس هند ته د کینې او دوښمنۍ څخه ډ ک دی . ډیر پاکستانیان غواړي په بیړه څرګنده کړي او یا د هغو جهادیانو فعال ملاتړ وکړي چې په هند کې په عادي او یا ملکې اهدافو بریدونه تر سره کوي ، د بیلګي په توګه هغه یرغل چې په ۲۰۰۸ کال کې په ممبیې کې وشو او ۱۷۰ تنه په کې ووژل شول .
هغه محکمه چې د مۍ په ۱۶ مه په امریکا کې پیل شوي ښایې پورتنۍ نظریه ازمایښت ته واچوي . په شیکاګو کې څارنوالانو پاکستانۍ سوداګر تهور حسین راینا په دې چلند چې د ممبیې د یرغلونو څخه یې ملاتړ کاوه او په هغه کې شپږ امریکایان هم قربانې شول ، پړ وباله . حکومتې شاهد لا د وړاندي ویلي وه چې د اې ـ اس ـ اې افسر مجو اقبال د ممبیې د یرغلونو مادي تمویل او لارښوونه کوله .
که چیري د پاکستانې جهادي ګروپونو ناروغه زغم د هندوستان څخه د اندیښنې کولو په پایله کې رامنځته شوی وي بیا په افغانستان کې د هغوي د اخلال اچونکې کړو وړو په هکله څه ویل کیدلی شي ؟ هغوي امریکا ته لاره ورکوي چې د کراچۍ څخه خپل دري برخې جنګې افزار ولیږدوي او په خپله بیا په قبایلي ساحو کې د سخت دریځو په وړاندي د ډرون د سختو عیر عادي ګزارونو ملتیا کوي . همدارنګه تر اوسه افغان طالبانو ته مالي لګښت بیلوي ، د حقاني په څیر د القاعدي سره تړلي ګروپونه چې ( په پاکستان کې اوسیږي او افغانستان کې د ورانکارۍ فعالیتونه کوی ) د ځمکنیو یرغلونو په بڼه مقاومت ته هڅوي او بیا وایې چې په هغو زور راوړي چې د افغاني خبرو اترو د پروسي سره یو ځاي شي .
په کابل کې اوس په بربنډ ډول ددې پته لګیدلي چې د افغان باغیانو د فعالیتونو د زیاتیدو تر څټ د پاکستانې آي ـ اس ـ آي لاس دی . څیړونکو په تیر کال کې د ۱۲۲۴۴ یرغلونو څرک لګولي وو چې د ۲۰۰۶ کال په پرتله پنځه چنده ډیروالی ښیې . « هغوي چې د یاغیانو سره په نږدي اړیکه کې دي موږ ته وایې چې د آي ـ اس ـ آي په فعالیتونو کې په ځانګړي توګه تیرو ۱۸ میاشتو کې زیاتوالی راغلی دی » . دا رپوټ د یو کتونکې له خوا وړاندي شوی چې پخې اړیکې لري . لیکن پاکستان دا نه منې چې دوي په فعال ډول د طالبانو مرسته کوي .
هغوي دا هم نه منې چې دوي د امریکا سره په خپل چلند کې دوه مخې دي . بلکي هغوي وایې ، چې دوي د امریکایې جګړي د ملاتړ پلوي دي ؛ دا نه منې چې د یو ځبر ځواک دوښمنې خپله کړي . مګر دا ددې مانا نه لري چې دوي دې د امریکا هیلې په افغانستان کې ومنې . پاکستانیان په ډانګ پېیلې توګه د بیا بیا لپاره ـ د هند د خطر په بهانه ، دلته خپلو څه بل ډول ملي ګټو ته په کتلو بوخت دي .
څرنګه چې امریکا زیاته هیله لري چې اسلامي سخت دریځې په خپله ولکه کې راولي ، یو ډول نظم ټینګ کړي او د خپلو سربازانو د بیرته ستنیدو لاره ګودر بیامومي ، برعکس پاکستان نه غواړي پیاوړی افغان دولت چې په کې د تاجکو قومې ګروپ چې له یوي خوا د هند سره عنعنوي ملګرتیا او له بلي خوا په واک کې د برلاسي لرلو ارمانجن دي ، لږ په غوښن موقف کې ووینې .
د هند صدراعظم Manmohan Singhد مۍ په ۱۳ مه کابل ته بریالی سفر درلود . هغه د افغانستان په پارلمان کې د هندوستان د اغیزمنې یونیم بلیونې مرستې په اهمیت وګړیدو چې د هغې له برکته سړکونه جوړ شوي ، د بریښنا مزي غزول شوي او د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې پالل شوي . هغه د ۵۰۰ میلیونې نوري مرستې لوز وکړ او د « سټراتیژیکې ملګرتیا » په را منځته کېدو یې خوشالي څرګنده کړه .
یو لوړ پوړي هندي حکومتې چارواکې وویل : هند په افغانستان کې « د کومې لوبي په وروستې پړاو کې نه دی » ، موږ غواړو چې افغانستان یو « منځلاری » اوپه « خپلو پښو ولاړ»هېواد وي . دا ډول موقف هم د پاکستانیانو د بې باورۍ سبب شوی . که تیر ته ځغلند نظر واچوو څرګنده ده چې افغانستان د خپل تاریخ په اوږدو کې د پاکستان سره په دوښمنۍ اخته دی ؛ په یوازي ځان یې په ملګرو ملتو کې دپاکستان د غړیتوب پر خلاف رایه ورکړه ، اوس هم د پاکستان رسمې پولي په رسمیت نه پیژنې . په پاکستان کې بیلتون پالي ، په تیره بیا بلوچان او همدارنګه پښتانه به زیات را فعال شي که د څنګ د دروازي روانه جګړه یې پاي ومومي . پښتانه په پاکستان کې لوي اقلیت او په افغانستان کې لوي قومي ډیره کۍ دی . افغان حکومت هیڅکله د « ډیورنډ لیکه » چې د پښتنو قبایلو په ځمکو ایستل شوي په رسمیت نه ده پیژندلي او د خپلواک « پښتونستان » نظریه تر اوسه د چا د مغزو څخه نه ده وتلي .
پاکستان له دې ویریږي چې د هند او د هغه د ټلوال په ګیره کې را ایسار نه شي .هغه له پخوا څخه هند د ایران او افغانستان دلاري بلوچ بیلتون غوښتونکو ته په مرسته کولو ملا متوي . د پاکستان د آي ـ اس ـ آي یو مامور یوه تیوري وریښلې ده چې په افغانستان کې د هندیانو د سړک جوړونې کار په حقیقت کې د زیات مقدار چاودیدونکو موادو د پوښولو لپاره یوه بهانه ده ، تر څو له دې موادو څخه تروریستان د پاکستان په د ننه کې ګټه پورته کړي ، هغوي په احتمالي توګه په ۲۰۰۸ کال کې د اسلام اباد په Marriottهوټل کې چاودنه دداسي فعالیتونو یو جز بولي .
پاکستان له دې کبله د « ستراتیژیک عمق » د لټولو په موخه په افغانستان کې د خپلي اغیزي ښندل غواړي . د ستراتیزیک عمق مانا داده چې هغوي باید په یوه ساحه کنټرول ولري تر څو هلته د هند سره د جګړي پر مهال د خپلو مشرانو ، سرتیرو او ان اټومي وسلو خوندیتوب یقینې کړلی شي ، او یا په ساده توګه د خپلي پولي بلی غاړي ته ډاډمن ټلوال ولري چې په خلیج کې د هندیانو د لاسوهنې د ایسارولو مرسته ور سره وکړي . بله لاره داده چې ښایې پاکستان د یو کمزوري ، ویشلي افغانستان او یا هم یو ځلي بیا لږ تر لږه په یوه برخه د یو منونکې پښتانه استازي د واکمنۍ د لیدو مینه ولري . همدارنګه ځینې جنرالان بیا وایې چې دوی طالبانو ته ډیر لیوال نه دي ، اوس بیا ولیدل شي چې دوي نور څه پسې لګیا دي .
وسله بند او ډارونکی ؛
د هند په اند د پاکستان د پایښت ویره مبالغه امیزه ده ، دا ویره د خلکو د ډارولو په موخه پوځ را ولاړه کړي ده . دې مطلب ته په اشاره هند وایې چې هیڅکله تیری کوونکی نه وو . ان داچې په ۱۹۷۰ کال کې له یو څه ځنډ وروسته هند د پاکستان د دوه برخې کولو د اسانتیا په موخه لاس اوږد کړی وو . دا ځکه چې په خټیځ پاکستان ( اوسنۍ بنګلادیش ) کې د پوځ له خوا په ملکیانو زړه بګنونکو تیریو ، د هغوي زورونو او د کډوالو سترو ډله ایزو بې ځایه کېدنو داسې ګامونو اوچتولو ته زمینه برابره کړه
هندیان وایې ، د پاکستان د بې ثباتۍ ولۍ د هغوي په خپله لیونتیا کې پرتې دي . ام ، جې اکبر هندي بلیغ ژورنالیست او د پاکستان په هکله د نوي کتاب لیکوال په لنډو وایې چې پاکستان یو خطرناک ، ژر ماتیدونکی اود « زهرجنې جیلې یا مربا دولت » دی . هغه په عمده ډول ، پوځ د ډیرو سرکښه تصمیمونو د نیولو په اړوند چې خپله برلاسې وساتې ملامتوي . هغه زیاتوي « پاکستان د تضادونو په داسې یوه ټولګه کې خوېیږي چیري چې په عمده توګه دا منطقې کوي چې د بقا لپاره باید کړه وړه د موسسو د اړتیاوو یرغمل وي ».
د پاکستانې لیبرالانو په ګډون ډیری نور زیاتوي چې ، پاکستان نه شي کولاي ځان د هغو پوځیانو څخه و څنډې چې د هندوستان له لوري بیرول شوي دي . یو له دوي څخه څرګنده کړه چې « موږ وسوسې او روحي رنځ نیولي یو ، ویره لرو چې څرنګه د نوري نړۍ څخه ځانونه بچ کړو ». د هند یو جګپوړي امنیتې مامور وویل چې پاکستان تر اوسه د پوځ له خوا د دولت چلونې د اړتیا په کچه کې دی . دا د نړۍ اووم لوي پوځ د دولتي بودجې د شپږمې برخې شیره زبیخي او د عامو خلکو پروا نه کوي .
دا هیبت کول به کافې وي ، اوس راشۍ دا وڅیړو چې پاکستان څه ډول د خپلو اتومي وسلو د پرمختګ په لټه کې دی . دا پروګرام په ۱۹۷۱ کال کې کله چې په سرڅوړي توګه خټیځ پاکستان د لاسه ووت ، رامنځته شو . یانې پاکستان ته د هند له لوري د ړومبنۍ ماتې ورکونې د مهال په شااو خوا کې د پاکستان د بهرنیو چارو پخوانې وزیر ذوالفقار علي بهټو په ډاګه کړه :« که چیري هندوستان بمب جوړ کړي ، موږ به د زرو کلونو لپاره واخه او پاڼې وخورو ، وږي به پاتې شو ، لیکن خپل بمب جوړولو ته به لاسبری پیدا کوو » .
پاکستان ښایې اوس د ۷۰ څخه تر ۱۲۰ پوري اتومي وسیلې ولري ، او امکان لري چې په غیر عادي حالتو کې دهغې استعمال ته زړه ښه کړي . ځینې په غرب کې په دې باور دي چې د ۱۹۹۹ کال د کارګل جګړي په نیمایې کې پاکستان د اټومی کوپړی لرونکو مزایلو تیاري هم پیل کړي وه . دا جګړه د هند پر خلاف د پاکستان له خوا پیل شوي وه او د کشمیر د پولي په هغه برخه یې یرغل کړی وو چې د سګنالونو په وسیله کنټرولیږي .
هیڅوک په دې کې شک نه لري چې د هند له لوري د اندیښنو په ګرداپ کې راګیر شوی پاکستان ډیره هڅه کوي چې زیات څه په لاس راوړي . د هغه هېواد اټومي کوپړۍ د داخلي تصادفي احتراق سیستم لري ، د ۱۵ نه تر ۲۰ کیلو ګرامه زیاتو غني شوو یورانیمو څخه چې جامده او سخته طبقه لري جوړي شوي . پاکستان په کال کې د ۱۰۰ کیلو ګرامو په شا او خوا کې یورانیم تولیدوي او د چینایانو په مرسته د هغې هستوي جوړښت په چټکۍ غزول کیږي . د داسې تولید د پیل کیدو له وجې د نورو وسلو نرخونه بیخې رالویدلي . پاکستانۍ هستوي فزیک پوه Pervez Hoodbhoy وړاندیز کوي چې « تاسو کولاي شی تقریبا د ۱۰ ملیونو امریکایې ډالرو هستوي کار ولری او یا په اسلام اباد کې د ښې ښایسته لوي ماڼۍ لګښت » .
دغه نوي پراختیا ښایې د هغه بلي غاړي د دوه نوي پرمختیاوو په وړاندي یو عکس العمل وي ، یانې پاکستان په معنوي لحاظ هله زیانمن شو کله چې په ۲۰۰۸ کال کې هند د امریکا سره د ملکې موخو لپاره د هستوي انرژۍ تړون بشپړ کړ . دغه تړون نه یوازي داچې امریکا او هند سره نږدي کړل ، بلکه هند په نړیوال مارکیټ کې د یورانیمو د تر لاسه کولو لپاره لاره پیدا کړه او دا ددې مانا لري چې هغه به ډیر ژر د نورو بټیو د جوړولو تکل وکړي . پاکستان په وارخطایی سره انګیري چې هند به په پرله پسې توګه هر کال ۲۸۰ هستوي وسلي تولید کړي .
بل بدلون د دوکتورینو او لیږد په هکله دی . هند له لمړي سره څخه دا موقف خپل کړی چې د هستوي وسلو « لمړی استعمالونکی » به نه وي . برعکس پاکستان د کمزورو نظم منونکو ځواکونو د درلودلو له وجې دا نه مني چې د هند په وړاندي د هستوي وسلو د کارولو څخه ډډه وکړي او اوس داسې ګامونه پورته کوي چې د « لمړي استعمال » امکان یقینې کړلاي شي . تیره میاشت نوموړي هېواد نوی توغندی د Hatf IX په نامه و ازمایلو ، دا توغندی ۶۰ کیلو متره واټن وهلی شي او د جګړه ایزو موخو لپاره دی . دوه توغندي د لیږدونکې وسیلي د پاسه په تیوبونو کې وړل کیږي او د لنډي خبرتیا وروسته ویشتل کیږي . ددي توغندیو کوپړی وړي دي ، نیمه کنټرول کیدونکې وسیلي دي د لویو ټانکونو د له منځه وړلو توان لري او د جګړي د ډګر په چار چاپیره د ورانۍ پیښولو او وړانګو اچولو محدوده ساحه لري .
پاکستانې جنرالان وایې ، ښایې د هند د Cold Start دوکتورینو څخه چې په ۲۰۰۴ کال کې مطرح شوي ددوي تاکتیکې وسلي خطر ومومي ، دا دوکتورین د پاکستان په وړاندي یو بشپړ جزا ورکوونکی غیر طبیعې حالت را منځته کوي . د تاکتیکې هستوي وسلو بې اغیزي کیدل پاکستان د بې ثباتۍ د ټکانونو سره مخ کوي . تیري هڅې ټولي ددې لپاره وي چې کتونکي ډاډ من شي چې اټومي وسلي د تروریستانو او د پوځ د بې لاري افسرانو په لاس ورنه شي ، اټومي کوپړۍ او د لیږد سیستمونه باید ځانګړي ځاي کې خوندي شي او هغه باید په اسانۍ ونه کارول شي ، د هغو څخه کار اخستل باید د ملي دفاع د قوماندانۍ د واک لرونکو ( د نظر یووالي ) ټه اړتیا ولري ، ډا ډول قوماندانې باید د بیلا بیلو وزیرانو ، د دري واړو واحدونو د مشرانو څخه چې لمړی وزیر یې په سر کې وي جوړه وي .
د جګړي ډګرونو ته د تاکتیکې هستوي وسلو نږدی تعبیه کول نوي زیانونه زیږولی شي . د قوماندي او کنټرول تړونونه باید نرم او استازیتوب کوونکې وي . که چیري د هند د غیر مترقبه یرغل په وړاندي د جګړي د ډګر افسران مخامخ شي ، دوي بیله دي چې خپلي اټومي وسلي یا له لاسه ورکړي او یا یې وکاروي بله لاره نه لري ، پر پوله ناڅاپې یرغل باید د ډیري غټې او مرګونې پیښې په توګه و ارزول شي .
د ډزو پر ځاي خبري کول ؛
په پوله باندي د ستونزي شتوالی تیوریکې مشکل نه دی ؛ دا یو عمومي ځاي دی . په دې نږدي وختونو کې د کشمیر په برخه کې د هند او پاکستان په پوله د ډزو له کبله یو هندي سرباز مړ شو . داځلي دا عمل ډیر ونه ارزول شو ځکه چې هند او پاکستان دواړه د دیپلوماتیکو هڅو په منځ کې قرار لري . لیکن د هند لمړي وزیر Mr Singhخپل امنیتې مسول ته د مسالي د څیړلو لازمه لارښوونه کړي .
په هند کې ځینې کسان هڅه کوي چې د پاکستان سره کړکیچ لږ شي . مستر سینګ د هند په هغه برخه کې نړۍ ته سترګې خلاصې کړي چې اوس د پاکستان په قلمرو کې راځې ، هغه غواړي چې دا ستونزه لیري شي ( دده په حکومت کې یو شمیر او یو لړ ناري وهونکي اپوزیشن ګوندونه مخالفت کوي ) . هغه سږ کال « د کرکیټ دیپلوماسي » په کار واچوله او خپل سیا ل یوسف رضا ګیلانې ته یې بلنه ورکړه چې په نړیوال کرکیټ کپ کې د هند او پاکستان لوبه وګوري . هغه د سوداګرۍ ، اوبو او تروریسم ضد مسالو په هکله دوه اړخیزه خبري اتري هڅوی ، ښایې دا خبري د څو میاشتو په دننه کې د بهرنیو چارو د وزیرانو په کچه وشي .
د پاکستان په ملکې خوا کې هم داسې مینه تر سترګو کیږي چې خبري دې وشي . د کشمیر لورته دا څو میاشتې کراري مالومیږي ، ښایې دا موسمې وي . نواز شریف چې د مخالف ګوند مشر دی په ۱۹۹۹ کال لمړی وزیر وو ، هغه دې ته نږدي شوی وو چې د هند سره د سولي موافقه وکړي او د مۍ په ۱۶ مه یې زړورتوب وکړ او ویې ویل ، پاکستان هلته وده کولاي شي چې د « لوي دوښمن» په نامه د هند د ډارولو څخه ډډه وکړي . په جنجالي توګه یې د پوځ په بودجه کې د کمښت راوستلو اعلان وکړ .
بد ګومانه ټالۍ خوړونکی جنرال کیاني په دې وروستیو کې په اسلام اباد کې یوه دیپلومات ته ویلي وه ، ما د هند سره د سولي د هڅو ملاتړ کړی . اما په حقیقت کې هغه په دې هکله ډیر لږ څه کړي . پوځ لږ تر لږه ددې سره مینه لري چې د هند د ګواښ معما ژوندۍ وساتې او په دې توګه څپل امتیاز او پړ سیدلي بودجه خوندي کړي .
په ځانګړي توګه دیر شیان خواشینونکې دي . خبري کول ، یوازي موافقه ښودل ښایې په ساده ډول تروریستان بلي بیرحمۍ کولو ته وهڅوي . په امریکا کې د پاکستان پخوانۍ سفیر جنرال محمود علي دورانۍ چې د سولي د خبرو ملاتړ کوي داسې احساسوي چې پوځې بې امنیتې ډیره غټه ستونزه ده . هغه زیاتوي « زه فکر نه کوم چې موږ الوزو . امنیتې اجزاوي په نظر کې ډیر بې زړه توب کوي . دوي فکر کوي چې هند به هیڅکله پاکستان ونه منې ، که لږ چانس برابر شي هند به هغه را وپرزوي » .
سرچینه : د ایکانومیست مجله
نیټه : د ۲۰۱۱ کال د مۍ ۱۹ مه