د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دبیدل دهلوی طنز

پوهنمل محمود نظری 27.05.2011 21:55

هو په نیغه دیو چاد عیبونو غندولو، ښکنځلو ، پوچو خبرواو بد ویلو ته وایي او هزل بیا هغه د ی چې پرچا ناروا وايي یا دهغه شیانو ویل دی چې دادب او اخلاق ضد وي په اصل کښې طنز په خپله لمن کې هجو او هزل پالي او له بې عدالتي سره هغه د یوې وسلې په ډول کاروي .
د بیدل طنز په دو پښو ولاړ دی یو يې په عرفانی ادبیاتو کښې د ناخوالو کړویادونه ده یاني د ریا کارو زاهدانو او شیخانو دبدوکړو وړو یادونه ، غندنه او رسوا کونه ده اوبل يې په عامو مسایلو او ټولنیزو ناخوالو نیوکې دی یانی د زورواکو او شتمنو د بدو کړو وړو رسوا ینه اوغندنه ده .
بیدل زاهد ته په هزل وايي که څه ډیر اودسونه تازه کوې مګر نه پاکیږې کاش یو شرابي دي پر مخ میتازي وکړي.

زاهد ! چه پلیدی هست؟ کز طبع ِ شدید
با درُد کشان، هیچکس ات صاف ندید !
عمریست وضو میکنی و ناپاکی
ای کاش! به رویت عرقی می شاشید .
زاهده ! څه مرداري ده؟ له بده خویه
له مستانوسره هیچا سم ونه لیدې !
یو عمر اودس تازه کوی او لا ناپاک یې
اې کاش! شرابي دي پر مخ بولي کړي وای

***
بیدل شیخ ته د هغه د خر کیدو مبارکي وايي:

شیخا ! احدی گری مبارک باشد
کرّو فرّ خودسری مبارک باشد
امروز، به اعتقاد ِ حیوانی چند
آدم شده ایی ، خری مبارک باشد
شیخه! ځانمنی دی مبارک سه
په خپل سربریداو تښته دی مبارک سه
نن د څو حیوانانو په باور
ادم سوی یې ، خری دی مبارک سه

بیدل دا وار زاهد ته د شتود هوس اوپه دنیا کښې د ګوټ ناستی مبارکي وايي:
هغه ته وايي زړه دی د خلکو له سوچه بیغمه کړی دی ګوټ ناستی سوې يې یاني د بیت الخلا حالت دی مبارک سه !

زاهد هوس ِ غنا مبارک باشد
هنگامه ء انزوا مبارک باشد
دل ، خالی کرده ای زاندیشه ء خلق
وضع ِ بیت الخلا مبارک باشد!
زاهده د شتنمی هوس دی مبارک سه
د یوازیتوب دنیا دی مبارک سه
زړه دی خالی کړی د خلکو له سوچه
د بیت الخلا وضع دی مبارک سه
بیدل د ریاکارو زاهدانو په هجو کښې وايي :

اين‌قدر ريش چه معني دارد؟
آدمي خرس چه ظلم است آخر
حذر از زاهد مسواك به‌سر
دعوي پوچ به‌اين سامان ريش
يك نخود كلّه و صد من دستار
شـيـخ بـر عــرش نـپـرّد چــه كـنـد
اين كم و بيش چه معني دارد؟
غيـر پَـر، ريــش چــه مـعـنـي دارد؟
بيدل اين‌جا همه ريش است و فَش است
مـلّـت و كـيـش چـه مـعـنـي دارد؟

دومره اوږده ږیره څه مانا لري؟
یږ سړیه څه ظلم دی اخیر
وویرېږه له لونګۍ پر سر زاهده
پوچه دعوی په دی سامان د ږیرې
یو نخود سر او سل منه لنګوټه
شیخ چې عرش ته ونه الوزی نو وکړی څه
دا لږ او ډیر څه مانالري؟
بیله وزره ږیره څه مانا لري ؟
بیدله دلته ټوله ږیرې اود اس کاکلان دی
ملت او دین څه مانا لري؟



نوربیا