د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

خامنیی او احمدي نژاد.. د مهدي په انتظار (پاتې برخه )

ژ: عبدالرحمن فرقاني 26.05.2011 00:47

او زیاتوي : تاسې دا تصور کړئ چې هغه ګړۍ را رسیدلې ده ، چې موږ د امام سره مخامخه اړیکه پیدا کړو ، تصور وکړئ هغه وخت به څه پیښ شي !، هغه چمتوالی او تیارۍ په خپل خیال کې انځور کړئ .. او شک نه شته چې تاسې به اوریدلی وي ، چې هغه مهال به حقیقت را څرګند شي ، ډیر کارونه به تحقق ومومي او انساني عقل به خپل کمال ته ورسیږي !!."
او له دې کبله ددغې پروسې د تحقق لپاره په سیاسي ، دیني ، فرهنګي او عسکري کچه یو هر اړخیزه پروګرام ایښودل شوی دی ، د احمدي نژاد هر نړیوال خوځښت همدې موخې لپاره تر سره کیږي ، آن تر دې چې د احمدي نژاد دیپلوماتیکه وینا کومه چې دې ئې خپروی هم د همدغه لیدلوری څخه سرچینه اخلي .
اوپه دې وروستیوکې د دولت په مختلفو ارګانونو کې دپاسدارانو پراخه نفوذ تر سترګوو کیږي ، د دې تر څنګ داسې نښې هم رابرسیره شوې دي ، چې د خامنيي او احمدي نژاد کوم چې د عامو خلکو د نظر د خپلولو لپاره ډیر زیار باسيي ، تر منځ په پټ اختلاف باندې دلالت کوي . په دې ورستیو کې د مهدویت د نظریې د ترویج لپاره د احمدي نژاد زیار او کوښښونه ډیر شوي دي ، او لدې کبله ئې په خپلو ویناګانو کې د (مهدویت ) ، ( امام الزمان ) او ( امام مهدي ) اصطلاحګانې ډیرې کاروي ، او لدې ترویج څخه هدف تر خارج وړاندې داخل ته دا پیغام دی : کومه پروسه چې د ده حکومت د هغې د تحقق لپاره کار کوي ، هغه د امام په ظهور کې ګړندیوالی رامنځ ته کوي ، او پرته له شکه دا کار په خپل وار سره ډیرې پوښتنې او دلالتونه را ولاړوي ، چې په سر کې ئې احمدي نژاد او د ده نورو بنسټپالو ملګرو ته د مرشد اعلی ( خامنيي ) د منزلت بې اعتباروالی پکې نغښتی دی ، ځکه چې اوس د حکومت او امام مهدي تر منځ د منځګړي اړتیا نه لیدل کیږي ، او د حکومت او امام مهدي تر منځ چې کوم د منځګړیتوب رول مرشد اعلی تر سره کاوه ، اوس حکومت او د احمدي نژاد بنسټپالو ملګرو ته کوم ارزښت نه لري ، کوم چې اوسمهال په طهران کې د حکومت ګڼ شمیر پریکړې د همدوی له اړخه صادریږي ، او احمدي نژاد او د ده ټیم د دین د یوه لوی عالم ( آیه الله محمد تقی مصباح یزیدي ) له ځانکړی ملاتړ څخه برخمن دی ، کوم چې د امام مهدی سره د ارتباط په هکله ډیر سختدریځه نظریه لري ، او د جمهور رییس اطاعت لکه د امام مهدي اطاعت واجب ګڼي .
د احمدي نژاد څخه د آیه الله یزیدی ملاتړ د دې لامل شو تر څو ئې په هکله مخالف دریځونه راپیدا شي ، او په دې هکله علي اکبر محتشمی د کورنیو چارو پخواني وزیر او په سوریه کې پخواني سفیر چې د حزب الله له بنیانګذارانو څخه دی ، د یزدي او احمدي نژاد په ضد داسي وايي : " د یزیدي ډله به همداسې لاس تر زنې کېنني ، او دا یوه ډیره خطرناکه او سختدریځه ډله ده ، چې د هیڅچا په هکله شفقت او زړه سوی نه لري ، نه د امام خمنیي په هکله او نه هم د خامنیی په هکله، دا ډله هغوی هم د خپلو اهدافو لپاره استعمالوي ، او کوم مهال چې خپلو اهدافو ته ورسیږي بیا دوی مرشد اعلی هم له منځه وړي . او محتشمي زیاتوي : زه متیقن یم چې مصباح یزیدي نه په خمیني باندې ایمان لري او نه هم په خامنيي باندې ، او هغه نه په جنګ کې حضور درلود او نه هم په نورو کشالو کې " . دا راز څرګڼدونې د مهدویت د پروسې ستونزې ښکاره کوي کومه چې رییس احمدي نژاد او ملاتړي ئې له ځانه سره لري .
ښايي د مهدویت احیا کومه چې په دې وروستیو کلونو کې تازه شوې ده ، د اقتصادي فساد ،ټولنیز تباهۍ او فرهنګي انحدار په ضد خوزښت وي ، سره لدې چې ځنې له هغو خلکو څخه چې د مهدویت له غورځنګ سره اوس په ایران کې ارتباط لري ، د سیاست له چارو څخه ډډه کوي ، کوم چې حجتیان نومیږي ، خو ډیره برخه ئې انقلابي مهدویان دي ، هغه چې د احمدي نژاد سره تړاو لري .
د مهدویت په دواړو ډولونو کې د دین خلک ډیر لږ رول لري . د بیلګې په توګه : د حجتیانو د ډلې لویه برخه تر انقلاب وړاندې او وروسته له انقلابه د دین خلک نه وو . او د مهدویت په هغه ډله کې چې احمدي نژاد ئې رهبري کوي یوازې دا یوه استثنا مصباح یزیدي دی ، چې د قم په حوزه کې په فقهي کچه د ډیر احترام څخه برخمن دی ، سره لدې چې په سیاسي سطحه ګوښه شوی دی . د دین ډیر مشهورعالمان د مهدویت اړوند د ژور شک دریځ خپلوي ، ځکه چې مهدویان په دې باور دي ، چې اسلام د بحران په حالت کې ژوند کوي ، او داسلام تقلیدي موسسې د اسلام له لارې ( سراط المستقیم ) څخه بې لارې شوې ، او د خپلو مکلفیتونو د ترسره کولو څخه عاجزې پاتې شوې دي . مهدویان په دې اعتقاد دی ، چې یوازې همدوی صحیح او ریښتنی اسلام تمثیلوي ، په داسې حال کې چې د دین عالمان د اسلام شکلي او تقلیدي اړخ انځوروي ، او همدا راز د(نږدې آخر الزمان ) دعوتګر په دې باور دي ، چې موجود اسلام د انحدار او انحطاط له لوری پرته بل څه نه دی .
د مهدویت او نویو سیاسي غورځنګونو تر منځ د بنسټیز توپیر څخه په دې توګه تعبیر کړای شوو : لومړی ، د حجتیت د غورځنګ غړی راتلونکی ته دهیلې په اساس ګوري ، په داسې حال کې چې نوی انقلابی مهدویان بیا وايي: چې تیره زمانه ( یوتوبیا ) ده ، او د شیعیزم د سنن د احیا لپاره زیار باسي ؛ . دوهم : حجتیان د ټولنې په نوښت اوپرمختګ باندې ایمان لري ، (بلکې ځینې خو ئې د ( داروین ) او ( سبنسر ) څخه متاثر دي . په داسې حال کې چې نوي او انقلابي مهدویان په انقلاب باندې ټینګار کوي ، نه هم په پرمختګ باندې . دریم : د حجتیت غورځنګ اکثریت غړی د متوسطې او متعلمې طبقې څخه دي ، او دوی د نوی مهدویت په څیر خامخا ټولنیز تندروان نه دي . په پای کې د حجتیت ایدیالوژي جبري ایدیالوژي ده ، کومه چې ایمان لري ، چې امام مهدي به په آخره زمانه کې را ظاهر شي ، په داسې حال کې چې نوي مهدویان په دې باور دي ، چې دمعینو اعمالو تر سره کول ئې ظهور ګړندی کوي .
په ایران کې بل ډول مهدویت علماني مهدویت دی ، کوم چې د یوه داسې اتل په لټه کې دی چې د ایران ستونزې په عجایبي ډول حل کړي ، د مهدویت د اتلوالی په انګیزه کې د ژغورنکی انتظار که هغه ولي وي که عام انسان یوه بنسټیز عنصر ګرځیدلی ، ژغورنکي ته د مهدویت دا راز انتظار د سیاسي او ټولنیزکشاله د هواریدو په هکله د سیاسي بې پروایۍ لامل کیږي . د مهدویت دعوتګران د ایران په داخل کې او د ایران څخه بهر د فرهنګ ، معرفت او عقل پر ځای د اسلامي په تشریفاتي بڼه باندې ټینګار کوي ، او لدې کبله دتقلیدي لیارو څخه په اسلام ځان نه پوهوي ، څرنګه چې د اسلام فلسفه او د اسلام شریعت پرې روان دي ، اوتر فقهي مجردو احکامو له دیني افسانو سره ډیر سرو کار لري ، اود خیال د لارښونې لپاره دیني رواجونه او دودونه استعمالوي ، او همدا راز د امام مهدي د نږدی ظهور د تاید لپاره ئې اسعمالوي . د ایران په ټولنیز خیال کې د فداکارۍ او ایثار ارزښتونه د اسلام څخه وړاندې د اتلانو له خیالي انځور سره ارتباط لري ، چې د شیعګانو په امامانو کې مجسمیږي ، او د مهدویت داعیان د خپلو غرضونو د حاصلولو په موخه دغه خیالي ټولنیز انځور د خلکو د راپارولو لپاره استعمالوي ، لدې کبله د( آخر الزمان ) کیسه دعامو خلکو لپاره جذابه ده ، او په ټولنه کې په آسانه توګه خپریدای شي .
عادتا مهدویان د دین هغه خلک وي ، چې ډیر لږ دیني معلومات لري ، او یا هغه عادی خلک وي ، چې د اسلامي فقهې څخه ډیر لږ معلومات لري . او د مهدویانو لویه برخه په دې اعتقاد دي ، چې کوم مهال امام مهدي ظهور وکړي ، نو داسلام دا تقلیدی تاویل او تفسیر به باطل کړی او د اسلام نوی تاویل او تفسیربه وکړي . له همدې ځایه مهدویان په پرلپسې توګه د دیني متنونو د داسې نویو تفسیرونو او تاویلونو په لټه کې وي ، چې د دوی له معتقداتو څخه ملاتړ وکړي . او لدې ځایه د دین عالمان د مهدویت پر ضد دریځ خپلوی ، او په خپلو راسخو دینیي ارزښتونو باندې ټینګار کوي ، او تقلیدي فقها هڅه نه کوي ، چې د مهدویت اړوند احادیث په خپله زمانه باندې تطبیق کړي ، ځکه چې دوی تر جذري بدلون ځان د ګواښونو په مخنیوی ډیر پړ بولي . نو موږ د یوې نوې او زړې پروسې په وړاندې یوو ، چې زیار باسي تر څو دیني لیدلوری د سیاسي او عسکري پروسې سره یو ځای کړي ، دا لومړی ځل نه دی چې کوم دیني حرکت یا ایدیالوژي او عقایدي حرکت دیني پروسه د سیاسي پروسې سره دیو ځای کیدو هڅه ونه کړي ، خو هغه څه چې موږ ئې نن په ایران کې وینوو ، هغه دا دي ، چې یو لوی هیواد چې د لوی عسکري او اقتصادي توان څخه برخمن دی ، خپلې سیاسي پروسې ته داسې دیني ابعاد ورکړي ، چې په اسلامي عقیده کې عموما او په شیعه مذهب کې خصوصا ( مهدویت ) ئې مهم عنصر ګڼل کیږي ، نو آیا دا پروسه به کامیابه شي ؟ او که به موږ وروسته له یوې زمانې څخه د یوه نوی شکست سره مخ وو ، چې د علمي واقعتونو سره د دیني او سیاسي لیدلوری د نه توافق له کبله به رامنځ ته شوی وي .