غزل
20.05.2011 00:26هر وخت خفه ګرځی ځما نه راحت نه راکوی
جانان اوس هغه پخوانې محبت نه راکوی
تا خو وعده راسره اوکړه د صبا خوګلے
جنون مې دومره د اوږدو اجازت نه راکوی
جانان پخپله که رضا شو راله راغے نو خه
کنه پختو مې د سجدو اجازت نه راکوی
پخپله توپه ساتي بم اؤ ايټم بم ساتي خو
زمونږ په لاس کښے دليندو اجازت نه راکوی
دا چه د امن په نوم ټول جهان کښے شرخوروی
مونږ ته د روغې د جرګو اجازت نه راکوی
اعظم خان خال به ې دزنې شم يا ټک دتندی
جانان پشانتې د پردو اجازت نه راکوی