د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

گيله له وروره کيږي

حبيب الله غمخور 16.05.2011 21:51

موږافغانان له تاسونه که په رښتياخپل گوند اوخپل ولس ته وفادارياست  دااميد نه درلودچي تاسوبه په داډول بې مسوليته اوافغان دښمنه څرگندونې وکړئ!

دمی پر ۱۳ مه د پښتونخوا د چارسدې په ولسوالي د شبقدر په علاقه کي د دوو چاودنو له امله شاوخوا ٨۰ پوليس وژل سوي او دسلو په شاوخوا کي ټپيان دي.

د پاکستاني رسنیو د رپوټونو له مخې پاکستاني طالبانو ډلې د دې بریدونو مسوولیت په غاړه اخیستی او ویلي یې دي چې دا برید یې د بن لادن د غچ اخیستلو لپاره کړی دی .دوي   ګواښ  کړی چې په راتلونکي کې به هم د ورته بریدونو لړۍ ته دوام ورکړي.

موږ افغانان دهرچاپه مرگ اوزورېدو خواشينې کيږو،داپېښه چي په هرنامه سوېده غندو اودشهيدانودکورنيو سره ئې ځان پدې غم کي شريک بولو .

موږپدې باوريوچي سياسي موخواوسياسي واک ته درسېدولپاره دانسانانو وژل دبشريت اوانسانيت خلاف کار اودا په گوته کوو چې سياسي اويادولتي واک ته درسېدولپاره نوري معقولي لاري سته .

کله چي مي په خبريال ويب پاڼه کي  ددې غمجنې پېښي په اړوند داخبرولوست چې ((دپاکستان عوامي نېشنل ګوند يومشر دخیبر پښتونخوا سينېر وزیر بشیر احمد بلور پر طالبانو غږ وکړ چې دپاکستان پرځای په افغانستان کې خپلې جګړې ته دوام ورکړي . ددغه ګوند یوه مرکزي مشر او وايي چې طالبان دي په افغانستان کې پر امریکا یانو بریدونه وکړي او په پاکستان کې دي زموږ خلک نه راوژني .))

حيران پاته سوم چي ددې گونديوچارواکي دکومواخلاقي اوسياسي نورمونواوصلاحيت له مخې داسي بې مسوليته اوغيرانساني څرگندونې کوي ؟

زه نه پوهېږم چي ښاغلی بشیر احمد بلور دڅه ډول شخصيت څښتن دی؟ کومه سياسي سابقه لري،خودومره ويلاي سم چي په خپلو دې بې مسوليته اودپاکستان دISI اوپوځی جنرالانودخوشحالېدولپاره څرگندونوئي افغانان له ځان څخه جدي خف کړل اوزموږددښمن وتبرته ئې لاستی ورکړ.

ښاغلی بشیر احمد بلور!

پدې باورلرم چي پدې خبره مودپښتنو سترمشرغفارخان چي دخپل ژوندپه قيمت ئې ددې گونددجوړېدو اوپياوړتيالپاره هلي ځلې په قبرکښي نارامه کړ  . ستاسودشخصيت په هکه بايدله هرچاسوالونه پيداسي ،تاسو دخپل گونداودهغه دمشرهدېري  اوکهول ته جگړه ليږی اوجگړه ماروته واياست ولاړسی په افغانستان کي جگړه وکړئ .ايادخپل کورچي افغانستان دټولوپښتنوکوردی  ساتنه اودرناوی پدې کړنواوشعارونوکوئ ؟؟؟ تاسودمرحوم غفارخان دپښتنودمشر دهديرې درناوی اوساتنه پدې ډول کوئ ؟انسانيت اوشرافت همدادئ؟

موږديو چاپدې ډول غلطو څرگندونونه خفه کېږواونه موږڅوک سره جلاکولاي سي ،دلستوڼې له مارانوسره عادت يودازمور توربخت دی ،مگرهرڅومره چي زهرجن ماروي چيچلاي مونسي پدې ډاډه اوسئ .

مگر بشیر احمد بلور صاحب  پرتاسو ږغ کوو که په رښتياد عوامي نېشنل ګوندغړېتوب لری اوهغه ته وفادار ياست بيانودهغه گوند دکړنلاري اومشردسياست  پيروی وکړی ،دجگړې خلاف ،سولي اوانسانيت ددروناوی روحيه په ځان کښي وروزی  .

زه به ئي درپيادکړم که ستاسو هيره وي اويانه پرې پوهيږئ ،هغه داچې  ددې گوند باني اوجوړونکي په خپل ټول عمرکي دعدم تشددفلسفې ته وفادارپاته سواودټولولانجودحل لاره ئې په جگړه کښي نه بلکي په خبرواوسياسي سوله ايزوهڅوکي لټول اوليدل .بيانوتاسو دکوم صلاحيت له مخې دجگړې شعارورکوی ؟

غواړم په لنډو ټکو کښي درته څرگنده کړم اوتاسو ښاغلی پدې پوه کړم چي شاوخوادادرې لسيزي  پاکستاني چارواکي غواړي په افغانستان کي خپلو کرغېړنو موخوته درسېدولپاره دجگړې او افغان وژنې اورتازه وساتی . داچي اوس ئې ځان والوزاوه داهم دوي روزلې اوددوي ترحمايي لاندي دي .پاکستاني چارواکي خپله شريره څېره هيڅکله نه پټوي او دپاکستان په پوځی مرکزکښي داسامه وژل کېدل دافغانانواونړيوالوداخبره په ثبوت ورسول چي  په سيمه اونړۍ کښي دشرارت اوترورمرکزاوساتونکي همداپاکستاني چارواکي اوجنرالان دي ،نه پېچاره افغانان اوافغانستان  .پدې ايمان لرم که دانن دغه ستاسو نازولي پاکستاني جنرالا ن له افغان طالبانو لاس واخلي اوهغوي پرېږدي چي خپل سرنويشت  خپله وټاکي سبابه هيڅ ونه گورې .

مگرمتاسفانه دوي داکاردخپلو گټوپه خاطرنه کوي اوپه ډيره بې شرمۍ له يوې خوادافغانستان سره ددوستۍ خبري کوي اودبلې خودجگړې اوافغان وژنې پروسهدوامداره ساتي .

پاکستاني چارواکي  همدا اوس هم  دترلاسه تللي امتيازدوباره لاسته راوړلوپه خاطردالوبي کوي، کنه پدې ډاډه يم چي همدا تاسو بې مسوليته هم پرې پوهېږئ چي دهمدې کسانوچي داځانمرگی بريدئي وکړروزنتون اوپټن ځايونه دوي ته ښه  معلوم دي .داڅنگه حکومت اودڅاراداره  ده چي امتيازات غواړي مگردهغو کسانو مخه نسي نيولاي چي نوربېگناه انسان دژوندنه محروموي ،سولي اوثباته  زيان رسوي .

ترکومه ځايه چي ماته معلومات سته اوهغه افغانان چي  پاکستان ته ځی اوراځي،يایې پخواهلته ژوندکړی ټول له يوه سره وايي چي دپاکستان استخبارات هرڅه څاري اوپه هرڅه خبردي داخولاپرېږده چي دلته په بهرکي ددې جهنمی ادارې تورلاسونه چي پورته اوکشته کېږي په خپلو سترگو وينواوپرې خبرېږو،که رشتياسر ووايوتاسوته هم هرڅه لمرغوندي روښانه معلوم دی .

زموږافغانانوتاسو ښاغلي ته مشوره داده چي يوخو خلک جگړې او انسان وژنوته مه هڅوئ اوبل له پاکستاني چارواکووغوائ اوتاسو خپله چي دسيمي مسوليت په غاړه لري مټې راونغاړئ اوددغوسړي وژونکو زالي خرابي کړي.ددې پر ځاي چي جگړه مارپه افغانستان کي دجگړې دوام ته هڅوی ،پخپله سميه کي سوله اوثبات راولئ .په سميه کښي تعليمي اوتحصلي موسسې جوړي کړی دپښتونخوااوپنجاپ ترمنځ دامځکه اوآسمان اقتصادي اوټولنيز تفاوت ورک کړی .دشرم ځاي دی چي پنجاپيان داروپاپه کچه ژوندلري مگرپښتانه اوبلوڅ د۱۵ پېړۍ په شکل .هلته تمدن له نړئ سره سیالي کوی خودلته دتمدن اسارنسته ،صنعت اوعصری تجارت خوپرخپل ځاي پرېږده .

موږد عوامي نېشنل ګوندله مشرتابه نه په کلکه غوښتنه کوو چي ددغه ډول کسانودبې مسوليته څرگندونو اوجگړې ته لمن وهونکومخه ونسي .دغه ډول کسان غواړي دپاکستاني چارواکودخوشحالېدوپه موخه دافغانانوپه منځ کي درځ واچوي اوستاسو گوندبدنام کړي . ډير معقول سياست به داوي چي دغه ښاغلی ددې لوي گوندپه استازيتوب نورله دې دندي گوښه اوپرځاي ئي بل چاته دادنده وسپارل سي.

داښاغلي په خپلوڅرگندونودځان  په هکله بې شمېره سوالونه راپيداکړه،داچي دعوامي نېشنل گوندغړېتوب لري هرومروداپوښتنه هم راپورته کيږي اوافغانان انتظارباسی چي ددې گونددمشرتابه غبرگون دداسي بې مسوليته اوافغان ډښمنه  څرگندونوپه هکله څه دی؟

موږهرچيري اوپه هرنامه دجگړې اوانسان وژنې څخه نفرت لرواوله هغوموهم ښه نه راځې چي دسياسي اويابلې هري موخې لپاره انسان له خداي ورکړي ژوندنه محروموي .