د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په بهرکې اوسېدونکو افغانانو،فرهنگي ټولنواوسياسي سازمانو ته وړانديز

حبيب الله غمخور 15.05.2011 07:48

 په افغانستان کي دموردورځې لمانځنه  دجوزاپر ۲۴ مه کېږي

 

دا درې کاله کيږي چي داپريل دمياشتي دپيل نه په  بهرکي افغاني  ،ډله ايزي رسنی  دموردنړيوالي ورځې تبليغ کوي او زموږ وهنرمندان ددې ورځې په وياړدکنسرتونه جوړېدواعلانونه خپروي .

داډير دقدروړکاردی چي دمور اودهغې دلوړاوانساني مقام په اړه پراخ تبليغات وسي،ترڅوپه بهرکي زموږ ماشومان اوزلمی دبهرنی نړۍ د اندويدوالستی  کلتورپه منگلوکي له کورنۍ نه ليري پاته نشي . هغوي پدې پوه سي چي دمور او پلار درناوی اولمانځه نه يوازي کلتوري بلکي ديني ارزښتونه هم لري  چي ساتل ئي پر موږ فرض دي  .

دمور ورځ دنړۍ په مختلفو هيوادوکښي په مختلفو ورځواوبڼو لمانځل کيږي ،چي ترډيره بريده په پسرلی کښي ددې ورځې لمانځل دنړۍ په زياتوهيوادوکي ترسره کيږي ، البته دغه کاراومعمول هم ددې ورځې دپيدايښت له رېښوسره پيوندلري  .

زه چي دلته په سويدن کي اوسم اوداروپايي نړۍ سره  نږدې اړېکي لرم ،دبلې خواپدې ښارکي دنړۍ دمختليفو هيوادوله مېشتوکډوالواوددوي له کلتوري ټولنوسره کارکوم  داراته جوته سوې چي هر هيواد دموردورځې په رارسېدوسره په خپلو ډله ايزو رسنيو کښي ددې ورځې دتاريخ اوټولنيز ارزښت په هکله تبليغات کوي .

دلته د سويډن دمالموپه ښارکي له مختليفو هيوادونه راغلي کډوال اودهغوي فرهنگی ټولنې دخپل هيوادملي اوتاريخي ورځې په هغه ورځ لمانځې کوم چي ددوي دهيوادپه کال هنداره کښي په گوته سوې وي .

 دوي داکارددو موخولپاره کوي :

۱/ دبېلگې په توگه همدا دمور دورځي تجليل اولمانځنه ،دوي  غواړي  پدې ښارکي (مالمو)  نور کډوال اوسويډنيان پوه اوخبرکړي چي ددوي  په هيوادکښي داورځ پدغه نېټه اوپدې بڼه لمانځل کيږي .

دغه فرهنگی ټولنې ،سياسي سازمانونه اوشخصيتونه کوښښ کوي ددې ورځي لمانځل دغونډي اومحفل برخوالوته داسي وروسوي لکه چي ددوي په هيوداکښي ترسره کېږي،یوهان اوعالمان ئي ددې ورځې پر تاريخچه خبرې کوی ،شاعران ئي ددې ورځې په وياړ نوی شعرونه لولې اوځوانان ئي نورې تمثلې پارچې دمحفل گډون والودخوښئ او خوشحالۍ په موخه نندارې ته وړاندي کوي  .

۲/ دوي غواړي خپل ماشومان اوځوانان داسي وروزي ترڅوهغوي دخپل هيوادپه تاريخ اوتاريخي ورځوپه ملي ارزښت باندي پوره خبر اوپدې پوه سي چې پدې ورځ بايد مورته دډالی په وړاندي کولوسره دهغې دټولوزحمتونواوکړاونونه درناوی وسي .

داپدې معنانه دی چي گويا زه غواړم  داچي موږ په يوه بهرني هيوادکي اوسوونودهغوي له کلتوري نرخ  نه ووزواويازه څوک سيگريگېشن (يوازي توب)ته هڅوم ،ياغواړم زموږکډوال ددې بهرنۍ ټولنې دکلتورله ښېگڼونه ليري وساتم  .

 نه داسي نه ده ،حقيقت خودادۍ چي په ورځنی ژوندکښي دهرې هغې ټولنې  چي پکښي اوسودکلتور برخې له ښو توکونه  استفاده پدې ټولنوکښي زموږ دټولنيزژونداوورځنيوچارودسمون اوسمبالښت سره مرسته کوي  .

زه فکرکوم،کله چي يوه کلتوري ټولنه جوړېږي نوپه کړنلاروکښي ئي داټکی هرومرو وي چې غواړي خپل ځوان نسل سالم وروزي اودخپل هيوادله ټولنيز ژونداوتاريخي ارزښتنوسره ئې اشناکړي .

نودغې موخې ته درسېدولپاره که په بهرکښي مېشت افغانان ،دهغوي فرهنگی ټولنې اوسياسي سازمانونه  دغه دمور ورځ چي زموږدهيوادپه کال هنداره کي دجوزا۲۴ مي چې کله دجون ۱۳ مه اوکله هم دجون له ۱۴ مې سره سمون خوري ولمانځې  بې گټې به نه وي  .موږبه هم لکه دنړۍ نور ولسونوداتوان ولروچي نړيوال دخپلو وياړلواوتاريخي ورځودلمانځلوسره بلداوهغوي ته داڅرگنده کړوچي دمور ورځ زموږ په هيوادکښي پدې بڼه اونېټه لمانځل کيږي .

اودبلې خوابه زموږ ماشومان هم پدې پوه سی چي ددوي په پلارنی ټاټوبي کښي داورځ دجوزاپر ۲۴ لمانځل کيږي .

پر ځاي به به وي اوکه څوک رانه خفه نسې دا ملي اړتياده چي په بهرکي افغاني ډله ايزي رسنې اوزموږ هنرمندان  خپل کنسرتونه پدغه ورځ هم سمبال کړي . هغه دچاخبره يوازي دپردوډول ته نڅازموږ راتلونکی نسل دخپل هيواداوکلتورنه بيگانه کوي .

هر ملت ملي غرورلري  اوملي غرورنه يوازي په کړنو بلکي دټولنيز ژوندپه ټولوبرخوکښي منعکسېږي .

موږ هم لکه دنړۍ نورولسونه  ملي غرورلرواودهغه په رڼاکي  هرچيري چي اوسوخپل ژوندپر مخ بيايو.

څومره به دوياړخبره وي اوڅومره به زموږ پر ملي هويت گټورتاثيروښندي اوماشومان به مو وهڅوي چي دجوزاد لمړۍ اونۍ نه په بهرکي افغانان اوپه هغوي پورې مربوطي ډله ايزي رسنۍ (راډيو ،تلوېزيون،ويب سايټونه ،مجلې ،اونيزي او ورځپاڼې ) په افغانستان کي دمور دورځې په وياړنشرات اوخپرونې ولري  اوهنرمندان موپه همدې نامه او ادرس کنسرتونه جوړکړی .

دابه نه يوازي دلته په بهرکي بلکي په افغانستان کي زموږ دميندو اوخويندو پر روحيه عالي تاثير ولري اوهغوي به فکر وکړي چي که په بهرکي اوسېږوخودوي موتل پياددي .

دلته مې ديوې افغاني ځوانې مېرمنې نه  چي ډيره هوښياره اوپه کلتوري برخه کي نه يوازي داچي پوهېږي بلکې علاقه لري  پوښتنه وکړه ،چي ستاله نظره  دموردورځې لمانځل دسويدن دکال هنداري له مخې په زړه پوري دی؟اوکه داورځ دافغانستان دکال هنداري له مخې  ولمانځل سي؟

هغې په جواب کي راته وويل : کاکاجانه ،که تاسودمور ورځ دسويډن دکال هنداري له مخې لمانځي نوتاسو ځوان نسل ته په خپل هيواد کښې ددې ورځې په هکله چندان خبرې نسی کولاي اوکه ئي وکړئ نودهغوي سره داسوال پيداکېږي چي که په افغانستان کي دموردورځې لمانځل  معمول دی بيانوولې ئي په هغه ورځ دلته په سويډن کي هم نه لمانځی؟ ښه خبره داده لکه دنوروهيوادوکډوال په هغه ورځ دمور دورځې لمانځنه وشي په کومه چي په هيوادکښي کېږي . دادوخت نه مخکښي لمانځل ددې ښکارندوي دي چي زموږ کلتور اوکلتوری مناسبات  دپردوهيوادودکلتوري مداخلونه متاثره شوی دي اوداکارپه بهرکي زموږ ضعف څرگندوی .

هغې زياته کړه ،کاکا!پداسي حال کښي چي سويډنيان وايي خپلې ملي اومذهبی ورځې دخپل دوداودستورسره سم په هغه ورځ ولمانځئ په کومه چي ستاسو په پلارنی ټاټوبي کښي لمانځل کېږي . اوفکرکوم په امريکا،کاناډا اروپا،استراليا ،هنداوجاپان کښي  هم داخبره کوي .پدې خاطرکه ئي موږ وړاندي اوياوروسته لمانځودازموږ گناه  اوتېروتنه ده .

کله چي تروخت دمخه دکومې ورځې په لمانځلوزموږ هيوادوال خبرېږي داسي فکر به کوی چي دوي دکلتوري اوتاريخي ورځوديادونې حق نلري .دغه ډول پوهاوی په حقيقت کښي دسويډن اويابل هر هغه هيوادچي هلته دموکراسي اودولسونو حقوقوته درناوی شته دخلکوله روحيې  اوقانون سره جفاده .

ښه داده چي موږ خپلې ټولې ورځې په هغه ورځ  ولمانځوپه کومه ورځ چي  په افغانستان کي لمانځل کېږي .

دغه يادونه پدې معنانده چي دمورورځ يوه اونې مخکښي  اوياوروسته لمانځل کيږي .حقيقت دادی چي په افغانستان کي دمور دورځې درارسېدوپه مناسبت دومره تبلېغات نه کېږي لکه چي داروپايي کال هنداري له مخې چي کېږي . 

که زموږ ماشومان دخپل کلتوراوژبې نه بېگانه سول نوداتريخ حقيقت دسرپه غوږو واورئ چي ديوه قوم اوملت داستازي په توگه په بهرکي دتل لپاره له منځه ځی ؛فکرنه کوم چي کلتوري ټولنې دې ددې لپاره جوړسوی وي  چي زموږځوانسل  دخپل هيواداودهغه له تاريخ اوکلتوري وياړنونه نه بېگانه کړي .

پدې هيله چي زماپردې وړانديز ټولي فرهنگی ټولنې اوپوهان غوروکړي اوپردې سره سلا شوچي خپلې تاريخي او وياړلي ورځې په هغه تاريخ او ورځ ولمانځوکوم چي زموږدهيوادپه کال هندار کي په گوته سوي دي . ومن الله التوفيق