د الله نظام
11.05.2011 17:36ځينې ناست وي لاس ترزنې ځينې ځينې سخت پــــــه شور وي
ځينې پــــل اخيستى نــــــه شي پـــــه پښوشل پراته پــه كوروي
ځينې وسول له ســــــاړه نـــــــه ماشومان يې لوڅ بربنـــــډ وي
نـــــه بړستن شتـــــه نـــــه كمپــــله پټ لمنــــــــه كې دموروي
دومره وچــــــه ډوډى غواړي چې د مرګ له كــــــومي ووزي
دچــــــا ښــــــاردى د ماڼيو، يو پــــــــــه دوه يې دومره نوروي
څوك په تور رنګ كې ځان سپين كا زه او ته به هم پرې وياړو
داسې ښــــــــكلي مې ليــــــــدلي چې يې سپين مخونــه تور وي
څوك له خـــــاورو شي راپورتـه يو دوه نور هم تخت ته بوزي
څوك په هرڅه كې ځان هېڅ كا پروت پـه هر ميدان نسكور وي
څوك بسيـــــــــــا كا ولسونـــــــــــه ټوكـــوي پكــې مېـــړونـــه
ځينې راغلل دې نړۍ تـــــــه څوك روان ترې مخ پـــه ګوروي
داسې ډېر مې پېژنــــــــدلي پـــــه پردي حق خېټـــــــــور شول
چې يې ونــــــه څومره لوړه يو پـــــــه دوه يې دومره سور وي
څوك تر پښو لاندې زنـــــدۍ دي صرف ساه اخيستى نــــه شي
ځينې ځان لوړول غواړي تــــل د بــل پـــر اوږو سپـــــور وي
څوك كبــــــاب دومره ماړه كړل چې غلميـــنه ډوډۍ نه خوري
څوك د يو غنم لپـــــاره پـــــه مټ بېل پـــــــه لاس كې لور وي
راتـــــه ووايــــــه "همتــــــــه" دابـــــه كله را سمېـــــــــــږي
لا ترڅو بــــــه ددې خلكو منــــــډې رنـــــډې لور پـــه لور وي
کابل