د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اسلام د ژوند پروګرام ( پرلپسې لړۍ[۵] برخه )

عبدالرحمن فرقاني 11.05.2011 17:32

 ژباړه : عبدالرحمن فرقاني

د مسئلې بل اړخ دا دې .. چې ( انساني شخصیت ) يو واحد شخصیت دی . په جوړښت او طبیعت کې یو دی . ، د انسان د شخصيت ټول اړخونه يو له بل سره تړلي دي ،اوټول د يوې واحدې مجموعې پي څير کار کوي ، د دې ټولو اړخونو توازن هلته برقرار پاتې کیدای شي ، چې د يو داسي نظام له لوري اداره او تنظيم شي ، کوم چې يوه واحد تصور زيږولی وي ..
خو کله چې د انسان په ضمير او وجدان يو شريعت حاکم وي ، اوپر عملي ژوندانه ېي بل شريعت او قانون مسلط وي ..او هر يو لدغو شريعتونه څخه د بيل بيل تصور نه سر چينه اخيستي وي ..د مثال په توګه يو د بشري تصوراو خیالاتو زيږونه وي ، او بل د الله تعالی وحي وي .. نو د انسان شخصيت په يو ډول ناروغۍ مبتلا کيږي چي د (پړیونتوب ) په نامه ياديږي ! نو د هغه بيلتون ښکار کيږي چي د ده وجداني او احساساتي اړخ له عملي او خوزنده اړخ څخه بيلوي ، نو د اندیښنې او خپګان په مرض مبتلا کيږي .. څرنګه چې نن موږ د اوروپا او امريکا په پر مخ تلليو هيوادونو کې دا راز حالت لیدلی شوو . اودا د هغه کشمکش پايله ده ، کوم چې د دوی د پاتې ديني ارزښتونو او دعملي ژوندانه تر منځ چې په غير ديني تصور باندي ولاړ دي روان دي ..او دا کشمکش له هغه مهاله پيل شوی دی ، له کوم مهاله چې دوی د دین او عملي ژوندانه تر منځ د کرغیړن بیلتون هڅه وکړه ، کومه چې نه وه پکار چې وکړي ، او دعیسویت په تاريخ کې دې بيلتون لره خپل څه ځانګړی اسباب وو(۴) .
د( الله تعالی دين ) داسې یو دين دي چې د ټولې دنیا د وجود هر اړخيزه او جامع تفسير وړاندي کوي ، او د کون په لوي خالق پوري د دې کون تړاواو ارتباط تشريح کوي ، همدا راز د انسان مرکز او حيثيت پدې کون کې او د انساني وجود مقصد په ګوته کوي .. او د هغه تړاو او ارتباط سالم نوعيت په ګوته کوي چي د انساني وجود مقصد حاصلوي ، د انساني وجود مرکز او حيثيت پدې کون کې او هغه وسائل چې پدې کون کې د ده لپاره مسخر شوي په ګوته کوي ، او هغې لارې په ګوته کوي چې دی پر هغه خپلو اعلی مقاصدو ته رسیدی شي او د الله تعالی د رضامندۍ موجب ګرځي او ده ته د کامیابۍ یقین او باور ورکوي ، دا ټول شیان په یوه داسې نظام سره حاصلیدلی شي ، چې واحد او مضبوط نظام وي ، د برخې برخې کیدو امکان ئې نه وي ، او نه هم دا نظام انسان په نفسیاتی ناروغیو آخته کوي . بلکې دا نظام ئې له هر راز ناروغیو او بدبختیو څخه ساتي ، او دا راز ئې د داسې تکرونو او جنګونو څخه ژغوري ، کوم چې د ده د فطرت او د کایناتو د فطرت په منځ کې واقع کیدای شي ! .
نو لدې ځايه د الله تعالی له لوري چې هر يو دين راغلي دی موخه ئې دا ده چې انسانانو ته داسې بنيادي اعتقادي تصور وړاندي کوي ، چې د انسان د عملي ژوند ټول نظام پري ولاړ وي : د دې لپاره راغلی دي ترڅو بشريت د الله تعالی لوری ته راوګرځوي ، او دژوندانه نظام يې هغه بې نظيره پروګرام ته راواړوي ، چې د دوي د وجدان اوعملي ژوندانه ترمنځ او د دوي او کون د مخلوقاتو تر منځ د يووالی او همغږۍ موجب ګرځي ..
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(4) راتلونکی بحث کرغيړن بيلتون وګوري .
او هردين د الله تعالی له لوري د دې لپاره راغلي تر څو په عملي توګه په دنيا کې نافذ شي ، اوخلک يي د عملي ژوندانه په ډګر کې متابعت وکړي ،او خپل ژوند د هغه په رڼا کې تیر کړي ،او د دین مطلب هیڅکله دا نه دی چې يوازي د وجداني احساس په توګه د انسانانوپه زړونو کې پټ پاتي وي ، او نه هم دین محض د اخلاقو روحي تهذيب دنده پر غاړه لري ، او نه هم دين يوازي د تعبدي مناسک نوم دي چې په جوماتونو کې اوعبادتځایونو کې ادا کيږي ، او نه هم یوازې د انسان ذاتي مصروفيتونه دي چې د انسان د ژوندانه يو اړخ تشکيلوي : "وما أرسلنا من رسول إلا ليطاع بإذن الله".. (سوره النساء الآيه ۶۴) . ژباړه : ( نه دی رالیږلی موږ یو د پیغمبرانو څخه ، مګر د دې لپاره چې فرمانبرداري وکړي په حکم د خدای ) .
~ ~ ~
همدا رازپه تورات کې هم د عقيدې او شريعت خبرې دي ، او چا چي په تورات ايمان راوړي و مکلف شوي وو, چې خپل ژوند د تورات د تګلارې مطابق تير کړي ، نه دا چې دوی تورات د خپلو نفسی خواهشاتو مطابق د وعظ او نصیحت یوه ذریعه وګرځوي ، او نه دا چې د خپل عبادت لپاره یو دود جوړ کړي ، کوم چې دوی ئې په خپلو عبادتځایونو کې په غلطه توګه پرځای کوي :
"إنا أنزلنا التوراة فيها هدى ونور. يحكم بها النبيون الذين اسلموا للذين هادوا، والربانيون والاحبار، بما استحفظوا من كتاب الله، وكانوا عليه شهداء، فلا تخشوا الناس واخشون، ولا تشتروا بآياتي ثمناً قليلاً ومن لم يحكم بما انزل الله فأولئك هم الكافرون. وكتبنا عليهم فيها أن النفس بالنفس، والعين بالعين والأنف بالأنف والأذن بالاذن، والسن بالسن، والجروح قصاص. فمن تصدق به فهو كفارة له. ومن لم يحكم بما انزل الله فأولئك هم الظالمون".
[المائدة:44-45]
او دا څه چې قران کريم د مثال په توګه د تورات د شريعت اړوند ياد کړي دي د هغه ډ ير څه يوه بیلګه ده چې په تورات کې راغلي دي ، او موسی عليه السلام او لده وروسته دبني اسرائيل راغليو نبيانو د څو پيړيو لپاره پرې عمل کړي دی .
لدې وروسته عيسی -عليه السلام - د عيسويت سره راغي ..الله تعالی بني اسرائيلو ته راوليږه – او دوی عليه السلام دبني اسرائيل دقوم له نبيانو څخه يو نبي دي ـ راغي ترڅو د هماغه تورات شريعت په خلکو کې پلي کړي – خو د لږ بدلون سره ، يعني په تاديبي اړخ کې چې کومې سزا ګاني په دوی فرض کړئ شوي وی او يا د ګناه اړوند کفاره کې يې لږ کمښت را منځ ته کړ ؛ لکه چې قران کريم ورته اشاره کړي ده :
"وعلى الذين هادوا حرمنا كل ذي ظفر. ومن البقر والغنم حرمنا عليهم شحومها-إلا ما حملت ظهورهما او الحوايا او ما اختلط بعظم- ذلك جزيناهم ببغيهم، وإنا لصادقون"..
[الأنعام:146]
او دا سم شوي شريعت د ژوندانه او حکم لپاره د نظام په توګه وټاکل شو :
"وقفينا على آثارهم بعيسى ابن مريم، مصدقاً لما بين يديه من التوراة، وآتيناه الإنجيل فيه هدى ونور، ومصدقاً لما بين يديه من التوراة، وهدى وموعظة للمتقين. وليحكم أهل الإنجيل بما انزل الله فيه. ومن لم يحكم بما انزل الله فأولئك هم الفاسقون".
[المائدة:46-47]
بيا محمد صلی الله عليه وسلم د اسلامه سره تشريف راوړ،كوم چې لده څخه مخکي راغلي الهي شريعتونه سره مخالف نه وو، بلکه د هغوئ تصديق کونکی وو، او د هغوئ ساتونکی وو ، ځکه چې دا رسالت (اسلام ) آخري او له ټولو نه هر اړخيز او کامل نظام وو ، او د دې لپاره نازل شوي وو، چې د بشريت پوره لارښونه وکړي ، هغه رسالت چې د بشريت د ژوندانه نظام پرې ولاړ ليږي ، هغه چې خلک د (جاهليت ) څخه ( ربانيت ) ته راوباسي ،اوعملي ژوندانه يې ټول دالله تعالی شريعت سپاري ، څرنګه چې وجدانونه يې د الله تعالی تقوی ته سپاري :
وأنزلنا إليك الكتاب بالحق، مصدقاً لما بين يديه من الكتاب ومهيمناً عليه.. فاحكم بينهم بما انزل الله، ولا تتبع أهواءهم عما جاءك من الحق. لكل جعلنا منكم شرعة ومنهاجاً.ولو شاء الله لجعلكم أمة واحدة، ولكن ليبلوكم فيما آتاكم. فاستبقوا الخيرات. إلى الله مرجعكم جميعاً، فينبئكم بما كنتم فيه تختلفون.. وان احكم بينهم بما انزل الله؛ ولا تتبع أهواءهم، واحذرهم أن يفتنوك عن بعض ما انزل الله إليك. فإن تولوا فاعلم إنما يريد الله إنَّ يصيبهم ببعض ذنوبهم. وان كثيراً من الناس لفاسقون.. أفحكم الجاهلية يبغون؟ ومن احسن من الله حكماً لقوم يوقنون". [المائدة:48-50]
او لدې پيژندل شويو دينونو نه وړاندې ټول دينونه د دې لپاره راغلي وو ترڅو خلک يوازي د الله تعالی ربوبيت ته راوبولي ؛ او يوازي د الله تعالی تګلارې ته .. دنوح -عليه السلام - نه نيولی ټول رسولان په پرلپسي توګه د دې يوې تګلارې دلارښونې لپاره راغلي وو ، چې د شريعت په تفصيلاتو کې سره توپير لري خو د تصورپه اصل کې او په بنيادي موخه کې سره متفقې دي ؛ او هغه دا چې : خلک د بندګانو له عبادت څخه د الله تعالی عبادت ته راووځي . او دا زايف او بي اساسه الوهيت او ربوبيت له منځه ولاړ شې او الوهيت او ربوبيت يوازي الله تعالی لره وي نه بل چا ته ..
په يوه بل ځاي کې قران کريم دا حقيقت خلاصه کوي .. او په الله تعالی پوري تړلي د ا واحده او د بشري ژوندانه لپاره غوره شوی تګلاره په ګوته کوي . ځکه چې الله تعالی د دې کون او خلکو خالق دي ، او د دې کون او خلکو واږي يې په لاس کې دي ؛ او همدا رنګه قران کريم د دې وروستي دين مقام او اهميت څرګندوي ، او د راتلو سبب او پر ټول خلکو ېي تسلط څرګندوي ، او د دې دين د منونکو او ڼور ټولو جاهلان تر منځ د بيلتون اعلان کوي :
"وما اختلفتم فيه من شيء فحكمه إلى الله. ذلكم الله ربي، عليه توكلت، واليه أنيب. فاطر السموات والأرض، جعل لكم من أنفسكم أزواجاً، ومن الأنعام ازواجاً، يذرؤكم فيه، ليس كمثله شيء وهو السميع البصير. له مقاليد السماوات والأرض،يبسط الرزق لمن يشاء ويقدر، إنه بكل شيء عليم. شرع لكم من الدين ما وصى به نوحاً والذي أوحينا إليك، وما وصينا به إبراهيم وموسى وعيسى: أن أقيموا الدين ولا تتفرقوا فيه. كبر على المشركين ما تدعوهم إليه. الله يجتبي إليه من يشاء ويهدي إليه من ينيب. وما تفرقوا إلا من بعد ما جاءهم العلم، بغياً بينهم، ولولا كلمة سبقت من ربك إلى اجل مسمى لقضي بينهم. وان الذين أوتوا الكتاب من بعدهم لفي شك منه مريب.. فلذلك فادع واستقم كما امرت، ولا تتبع أهواءهم. وقل: آمنت بما انزل الله من الكتاب، وأمرت لأعدل بينكم . الله ربنا وربكم. لنا أعمالنا ولكم أعمالكم. لا حجة بيننا وبينكم. الله يجمع بيننا واليه المصير".
[الشورى:10-15]
قران کريم چي د شعيب عليه السلام او د هغه د قوم اهل مدين په هکله موږ ته څه بيانوي ، هغه دا دي چې دوي ته د ژوندانه لپاره يوه تګلاره وښودل شوه ، او دوي په هغه باندي اعتراض وکړ ، ځکه چې دوي د دې دين فطرت او طبيعت نه شوی درک كولي داچې : د ژوندانه لپاره يوه هر اړخيزه تګلاره ده ، نه دا چې يوازي په وجدان کې پټ ځاي پر ځاي شي ، او نه هم محظ تعبدي مناسک دي چې په عبادتخانو کې پر ځاي کيږي ، دوي هم د اوسني جاهل قومونو په څير جاهلان وو! :
"والى مدين أخاهم شعيباً. قال: يا قوم اعبدوا الله ما لكم من اله غيره؛ ولا تنقصوا المكيال والميزان. أني أراكم بخير، وإني أخاف عليكم عذاب يوم محيط. ويا قوم أوفوا المكيال والميزان بالقسط، ولا تبخسوا الناس أشياءهم، ولا تعثوا في الأرض مفسدين، بقية الله خير لكم إن كنتم مؤمنين، وما انا عليكم بحفيظ.. قالوا: يا شعيب أصلاتك تأمرك أن نترك ما يعبد آباؤنا، أو أن نفعل في أموالنا ما نشاء؟ انك لأنت الحليم الرشيد..!".
[هود:84-87
همدا راز دا حقيقت د قران کريم په هغه کيسه کي چې د صالح عليه السلام وينا خپل قوم ته نقلوي داسي څرګنديږي :
"فاتقوا الله وأطيعون. ولا تطيعوا أمر المسرفين. الذين يفسدون في الأرض ولا يصلحون"..
[الشعراء:150-152]
صالح عليه السلام خپل قوم د مفسدينو او مسرفينو له تګلارې څخه د الله تعالی تګلارې ته رابولي ..يعني دوي د ژوندانه په نظام کې دخلکو له بندګۍ نه د الله تعالی بندګۍ ته رابولي .
او په بل ځاي کې الله تعالی په خاصه توګه د رسولانو او نبيانو مسؤليت بيانوي ، او همدا راز د قرانکريم مقصد او دنده په عامه توګه په ګوته کوي : او هغه دا چې د خلکو تر منځ د موجود اختلاف اړوند فيصله وکړي :
"كان الناس أمة واحدة. فبعث الله النبيين مبشرين ومنذرين، وانزل معهم الكتاب بالحق، ليحكم بين الناس فيما اختلفوا فيه"..
[البقرة:213]
نو د راليږل شوي کتابونو او رسلانو د دندې او مسؤليت په اساس ټول کړکيچونه ختميږي او د دين اهميت په ګوته کيږي ، اودا چې دا دين د بشريت د ژوندانه لپاره غوره تګلاره ده . .
~ ~ ~
اړتيا نه ليدل کيږي چې خپل دا لنډ بحث د( دين ) د طبيعت او دا چې د ژوندانه تګلاره ده اړوند نور اوږد کړو . او هغه دين لره هيڅ معنی نشته چې د هر اړخيزه عملي ژوندانه له تنظيمولو څخه ګوښه شوی وي ؛ انساني ژوند به خامخا د اعتقادي تصورپه بنياد ولاړ وي ، هغه تصور چې د انساني وجود حقيقت بيانوي ، او دالله تعالی سره د هغه تعلق په ګوته کوي ، د انسان تړاو د کون له مخلوقاتو سره ټاکي ، او هغه تګلاره ښي چي انسان خپل مقصد ته ورباندي رسيدلي شي ، که هغه مقصد د الله تعالی سره تعلق وي او که هغه د کون له مخلوقاتو او له نورو انسانانو سره تړاو وي . څرنګه چې الله تعالی يې خپلو بندګانو ته غوره ګڼي .
يا خو به د دې هر اړخيزه تفسير په اساس د خلکو عملي ژوند ولاړ وي ، که چيرې داسي نوي نو بيا خو دا هغه بشري نا‌پاکه خواهشات دي چې د (جاهليت ) نوم پرې ايښودل شوي دی . چې هر دين راغلي دی تر څو بشريت لدې جاهليت څخه وژغوري ، او د ربانيت لوری ته يې سوق کړي د جاهليت نه يې د الله تعالی لوري ته راوباسي .
يا خو به يوازي دالله تعالی عبادت کيږي که چيرې داسې نوي نو بيا به د خلکو عبادت کيږي ، هر دين د الله تعالی له لوری راغلي تر څو خلک د خلکو له عبادت څخه آزاد کړي !
د دې بديهي حقيقت اړوند د بحث اوږدولو ته هيڅ اړتيا نوه که چيري په اوروپا کې دا کرغيړنه ناپوهي نوی را منځ ته شوې ، چې د دين او دولت او د دين او ژوندانه تر منځ يې کرغيړن بيلتون ته لاره هواره کړه .
خو دا اړتيا شته چې په زغرده ټوګه د دې ناوړه ناپوهۍ اسبابو روښانه کړو ، کوم چې الله تعالی موږ ته په خپل دين او تاريخ کې ور نه ژغورنه نصيب کړي ده ، که چيري موږ د هغه ناوړه ناپوهۍ لاسته راوړنه د هغه ځای نه د ځان لپاره را وارده نه کړو !.
نور بیا ..
لیکنه : شهید سید قطب