زه او ته
10.05.2011 21:12د یـــوی خــــاوری بــچـیـان یــو زه او تــه
بــیا نــو ولــی ســـره وران یــــو زه او تــه
ځــان پری سیزو تر څو بله وی موږ دواړه
ددی شـمـعــی پــتــنــګــان یـــــو زه او تــه
تل په غشو مــو ویـشــتــلــی هـر غـلـیم دی
نــنـګـیـالـی د هـر مـــیـــدان یـــو زه او تــه
هــر ســفـر مــو هـمـیشـه کړی یو ځای دی
مسـافـــر د یـــو کـــــــاروان یـــو زه او تــه
لـــــــر او بـــــــر دواړه په خټـه پـښـتـانه یو
د یوه نـیکه لــمــــسیــــان یــــــو زه او تــه
ســــتــا ســــوری ټـــټر نــور نـه شمه کتلی
د یــــوه بــــدن زړه ځـــــان یــــو زه او تــه
خدای مو یو رسول مو یــو کتاب مو یو دی
چــــــی په څه باندی بیا وران یو زه او تــه
زه پښتون یم تـــه پښتــون پښتـــانه وژنــو
چی دا ولــــی دښـــمــنــــان یـــو زه او تــه
راشه ورکــړو کلکــه غـیـږه یو او بــل تــه
پــه سرتور باندی ډیر ګــران یـو زه او تــه