د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د جهاد ثمره

احمدسیر کاکړ 09.05.2011 17:01

دېر له ویاړه ډکې شملې په کې په ډېر بد حالت کې ژوند کاوه او د مرستو غوښتلو لپاره یې خپل غرور ته هم نه کتل، ډېرې میندې او خویندې په ډېر بدحالت کې چې الفاظ د هغوی د حالت د انځورولو لپاره زما سره ځکه نشته چې پښتنې خویندې او میندې ، پښتانه شملې او غرور او دیو بوشکه اوبو لپاره سوال کول ډېر تریخ دی تاسو یوه شېبه داسې انځور کړی چې تاسو خدای مه کړه په همدې پښتنې غرور او عزت سره په دې کمپونو کې پراته واست نو تاسو به ډېر زر د هغوی حالت درک کړی.
د چارواکو نه په ډېرې عاجزی او معصومیت د مرستو غوښتنه او پاملرنه چې لږ تر لږه که نور څه نه وي نو دومره د ورته وکړي چې ددوی د کور عصمتونه له سپین میدانه او د هر چا د سترګو له دید څخه پناه شی او په یوه سرپنا کې د خپل ستړي ژوند پاتې شېبې تېرې کړي.
پروګرام همداسې روان وو او زه هم ورته په سوچونو کې ډوب وم، چې که یو څوک د اسلام ، افغانیت او پښتونولی دعوه هم ونه کړی او د یوې بلې خاورې نه راشي نو دیو انسان په توګه به یې زړه او ضمیر په دې حالت ډېر وزورېږي نو حیران شوم خپلو تش په نامه مشرانو ته چې شملې خو یې د ابدالیانو په سر کړي، خبرې د عمر بن عبدالعزیز کوی د هری خبرې پیل او پای یې د الهی کلام په سپېڅلو ایاتونو او د خوږ نبي په ارشاداتو وی نو دا حالت نه ګوری؟ سترګې نه لری او که ضمیر ؟ له اخرت نه منکر دی او که اخرت یې ځانته په ټېکه نیولی چې هر څه وکړی نو دوی جنتیان دی؟ د حیرانۍ خبره خو لا داده چې خوراک او څښاک یې د انسانانو په شان دی څېرې یې هم د انسانانو دی خو دا چې په دوی کې د ننه کوم شېطان پروت دی په دې نه شوم پوه؟
همداسې د سو چونو لړۍ غزیده او بالاخره دې پایلې ته ورسېدم چې دا هماغه خلک دی چې خپل د ځېګر ټوټې یې په ډېر اخلاص ، او د هیواد دا خپلواکې لپاره د همدې مشرانو پسې اقتدا کولو ته اړ کول؟ دا هماغه خلک دی چې د همدې مشرانو په خبرو دوکه شول او هغه جهاد ته یې خپل زلمي واستول چې تر امو پورې غاړه او تر اټک ښکته یې فرضیت حرام وو او یواځې او یواځې د افغان په خاوره فرض وو؟ خپل شازلمي یې مړه کړل ، جهاد یې وکړ او همدا یې ثمره ده ، هو همدایې ثمره ده په دې دنیا او په اخرت کې د اوو ګونو تنظیمنو د مشرانو سره به د حشر په میدان کې ولاړ وی او هلته به هم د خپل جهاد ثمره واخلي؟