د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

طلوع ارزو ووژله

محمدنبي عامر 09.05.2011 18:55

(يو زړه بوږنوونکى خبر)

دا يو واقعيت دى چې طلوع ټلويزيون په افغانستان کې د فحشا، بې عفتۍ او بې عزتۍ د يو ستر مرکز په توګه فعاليت کوي، د ديموکراسۍ او د بيان له ازادۍ نه ناوړه ګټه اخلي او په نظام کې د فاسدو کړيو ملاتړ هم ورسره دى. له بهرنيو سرچينو څخه هم غير قانوني مرستې ترلاسه کوي او سل نور مرضونه او غرضونه هم په کې دي. د طلوع د ځينو غرضي کارونو تصويرونه د هغو له ځينو تعصبي خپرونو څخه خپرېږي، خو د طلوع په داخل کې د شر او فساد له چينو څخه لا ډېر خبرونه د باندې نه راوځي، ددې يو علت دا دى چې طلوع د بهرنيو او د هغو د واکمنو کورنيو مسولينو له خوا تر سخت انظباط لاندې څارل کېږي او يو شمېر هغه پاک کارکوونکي چې په دې چينل کې کار کوي هغوى هم ددې وس نه پيدا کوي چې د طلوع د کورنيو او بهرنيو چارواکو افغاني ضد، اسلامي ضد او اخلاقي ضد تصويرونه بهر ته راوباسي. په همدې طلوع ټلويزيون کې ددې شبکې خبرياله (شيما رضايي) په مرموز ډول ووژل شوه او ويل کېږي چې اصلي علت يې نامشروع جنسي اړيکي وو، خو په حکومت کې د طلوع ټلويزيون د خواخوږو له خوا يې کېس تعقيب نه شو. د (زهرا موسوي) او (هوسۍ عزيزي) اخلاقي کېسونه هم همداسې پټ پاتې شول، اوس دا دى ددې شبکې يو بله کارکوونکې د ناوړه جنسي روابطو د لرلو له امله د مرګ کومي ته پرېوته. (ارزو) ټول پېژني، د تېرې چهارشنبې ورځ د ثور (١٤) نېټه يې مړى د طلوع ټلويزيون د مرستيال په دفتر کې وموندل شو. کيسه داسې ده:
له ډېرې مودې راهيسې د طلوع ټلويزيون دې کارکوونکې (ارزو) ددې ټلويزيون د يو بل کارکوونکي (دانشيار) له زوى (فرهاد) سره ناوړه جنسي اړيکي درلودل او يا هم فرهاد ورسره جنسي اړيکي درلودل، دې اړيکو ډېر دوام وکړ، (ارزو) بلاخره له (فرهاد) څخه د واده او ګډ ژوند غوښتنه وکړه، خو فرهاد غوښتل هغه يوازې د خپلو هوسونو لپاره استعمال کړي. د دوى مناسبات حساس پړاو ته ورسېدل، بلاخره د ثور پر ١٤مه نېټه د چهارشنبې پر ورځ د سعد محسني د معاون (يوسف) په دفتر کې د هغې مړى په داسې حال کې وموندل شو چې بادپکي پورې ځوړند و. يوسف په طلوع ټلويزيون کې ډېر واک لري او (فرهاد) هم په طلوع ټلويزيون کې خودمختار دى.
فرهاد د دانشيار زوى او دانشيار د سعد محسني د خاله زوى دى. کله چې د چهارشنبې په ورځ سعد محسني د ارزو غرغره شوي جسد ته پام شو، نو عاجل دوبۍ ته لاړ او څلور ورځې وروسته بېرته له دوبۍ نه کابل ته راغى، ويل کېږي چې د ارزو مړى د هغې فاميل ته په مرموز ډول سپارل شوى او ويل کېږي د چې يوسف، فرهاد، دانشيار او سعد محسني له خوا ورته د ډېرو پيسو تعهد شوى، په دې شرط چې دا خبره پټه وساتي. په طلوع ټلويزيون کې يو شمېر کارکوونکي له دې پېښې خبر دي، خو ټول لا خبر نه دي او که خبر هم شي له دې ډاره چې له ټلويزيون څخه به ګوښه شي، دا موضوع نه افشا کوي، خو زه د طلوع د يوه افغان کارکوونکي په توګه چې خپل عزت او د افغانان عزت راباندې ګران دى، دا خبره ميډيا ته رسوم. په هېواد کې له ټولو عدلي او قضايي ارګانونو څخه هيله کوم چې په هېواد کې ددې مفسدې ادارې د فساد مخه ونيسي. له علماء کرامو څخه مې هم تقاضا ده چې د فساد دې مرکز سره شرعي او قانوني چلند وکړي، که ددې مسلې جزياتو ته ضرورت وي، کېدى شي امنيتي ارګانونه په دې برخه کې زيات مواد ترلاسه کړي، ښه به وي چې ټول ارګانونه د طلوع ټلويزيون داخل بررسي کړي او د پېښې واقعيت له نږدې څخه وګوري.