د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دښکلی کندهارترزړه بياويني څاڅي

حبيب الله غمخور 08.05.2011 19:31

ددولت مخالفينودخپلو خونړېوحملو پیل له ښکلي  کندهاره وکړ

 

څه موده وړاندي طالب چارواکويواعلاميه خپره  کړه اوپه هغه کښي ئي دبدرپه نوم دپسرلنيوعملياتودپيل خبر خپورکړ. دااعلاميه پداسي وخت کي خپرېږي چي ديوې خوادښاغلي کرزی لخوادسولي شوراجوړه سوې ، هرې لوري ته ددولت له مخالفينو په ځانگړې توگه له طالبانوسره دخبرو ددوام اوکله خو ان په ترکيه کي ددفتر دپرانستلو خبري کيږي .اودبلې خوا دافغانستان په لويوښاروکي ددوي لخوااوددوي ترنامه لاندي وسله والي حملې  ددوي په وړاندي دافغان ولس نظراړوي .

دوې ورځې وړاندي طالبانوبله اعلاميه خپره کړه اوپه هغه کښي ئې داسامه بن لادن مړيني غچ اخيستلوږغ پورته کړی  . ټول افغانان پدې باوردی چي پاکستاني استخباراتي شبکې اوس دلوبې بل ميتودپکاراچوي . يوځل ئي له امريکانه داسامه دنيولوياوژلوپه نامه پيسې اخيستي اوس به ئي دهغه دغچ اخيستونکودځپلو په نامه لوشي . خوخبره هم هغه يوه ده چي ددې ټولوشاته همدا پاکستاني چارواکي اوايراني اخوندان  ولاړدي يوازي لوبي اولوبغاړي بدلوي .

ټول پوهېږي اوپدې باوردي چي ددولت مخالفين داسامه سره دملگرتياپر بنسټ خواخوږي لري ، ولې دېته حيران پاته سول چي دغچ اخيستلوميدان ولي ښکلی اوتاريخي کندهاراوپه ټوليزه توگه افغانستان دی ؟

موږافغانان  دکندهارښار په ورستيوپېښوکي دکندهار دولتي چارواکي هم ملامت بولو،ځکه دوي پاکستان ته لاس په لستوڼې پراته دی له هغه ځايه راتگ ساده او اسانه کاردی،اوله آسمانه داکسان نه راځي .

 يوازي داپريل په مياشت کي داپريل پر ۷  دکندهارد پوليسو د جلب او جذب پر مرکز بريد وسو او۱۸ تنوته مرگ ژوبله واوښتل .

د کندهار امنیې پخواني قومندان خان محمد مجاهد يوه خبري کنفرانس ته وويل چې دوه ځانمرګي بريدکونکي د پوليسو پخواني مرکز ته څېرمه یوې ودانۍ ته ختلي وو له ځانمرګو بريدونو وروسته د څو ساعتونو لپاره د امنيتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ  جګړه وشول .تاسوفکر وکړي دووځانمرگوڅوساعته ديوه لوي  ولايت  دامنيتي ځواکونوسره دجگړې جوگه سول .

تردغې حملې يوه اونۍ وروسته داپريل پر ۱۵ ماسپين  شاوخواپر دوه نيمې بجو د کندهار پر امنيه قوماندانۍ کې ځانمرګی بريدو شو،چي پکې امنيه قوماندان خان محمد مجاهد او دوه پوليس ووژل شول.

لس ورځې لانه وې تيري شوي چې داپريل پر ۲۵ دکندهارله زندان څخه دکندهاردوالي ويساپه وينا ۴۷۵ طالب بندیان و تښتېدل . دابنديان ديوه درې سوه متره نغم په مټ وتښتېدل چي تراوسه خلک تعجب پاته دي چي داڅنگه محبس اوساتونکي وه اوداڅنگه امنيتي اداري اودولتي چارواکي وه چي محبس ته درې سوه متره نغم کيندل کيږي خودوي پرې خبرهم نه دي .داددې معنالري چي دوي يوازي دخپلو جېبوپه ډکېدومصروف دي،دا چي پر خوارملت څه راځی په دوي پوري اړه نلري .چي پېښه وسي وايي دالقاعده اوطالب وطنفروشان دي  . سوال دادی که القاعده دومره برلا سې ده چي په افغانستان کي هرڅه کولاي شي راشی يوڅه موده دولت ودوي ته وسپارو ممکن دوي تردغه دولتي چارواکو خواخوږي وي  اوکه طالبان هرچيري اودهرچالخوا استعمالېږي  اوکرزی ئې دافغانانو اواسلام دښمنان بولي بيانوولي بېله دېنه چي ددوي سره په ځغرده علني اوپه رسمی بڼه خبري نه وي شوي هره ورځ بې مسولته  ددوي سره نارې سوری وهی؟ په کراتودايوه خبره تکراشوې ده اودادکاڼي کرښه ده چي له يوې خواسوله نشي راتلاي اونه هم داجاده يوطرفه ده .پدغوچي دسولي په نامه يوې خواوبلې خواته منډي وهي سوله  نشي راتلاي ،دسولي راتگ معين پرنسيبونه اومعين ميتودونه لري . زماداخبري پدې معنا نه دي چي زه دسولي اوپخلاينې پلوی نه يم اوجگړې خوندراکړی نه داسي نه ده .خوپدې ډاډه يم چي کرزی اوپلويان ئي دسولې آس چپه ځغلوي ځکه خوهر کس اوناکس ته  دداسي څرگندونوامکانات برابرېږي چي ددولت دمخالفينوسره دمخالفت په بهانه ټول پښتون قوم ته بداوردوايي .

دادی دپرون څخه ترهمدې شېبې چي ليکنه کوم دکندهاردښارپه زړه کي دبدراويادکرزی په ويناداسامه غچ اخيستلوپه نامه  دکندهارښاريان دوحم او ډار په فضاکي له کوره نشي وتلاي،ماشومان له ډارډزوله وحشی ږغوداورېدونه ژاړي . تيره شپه چاخپل ناروغ روغتون نشو رسولاي اونن هم همدا ډرامه روانه ده .

ويساصاب وايي ۲۷ تنه وه ،۱۴ ئې مړه شول ۷ ئي خپله ځان والوزاوه اوڅلورمونيولې ،خودوه ئي دسهارله پنځوبجونه تراوسه چي په کندهارکي لمرپر ډوبېدودی له دولت سره په جگړه بوخت دی داسي امنيتي ځواک نه چي هيڅ نه وي ډير شه دی .دکندهار ښاريان ښه وايي چي په اسمان  خراشه تژعميروکي ډارېږي اوله ډارنه راوتلاي نشي ،دوي وايي موږ پر دولت بې باوره يواوپرهغوي هيڅ اعتمادنشوکولاي اودارښتياوايي  دوه نفره داټوله وځ دکرزی صاحب له پوځ سره جنگږې ،بياداښاغلی وايي تاسو ووزی موږ خپل امنيت په خپله ساتو،راسه وئي ساته ۲۷ يانن دوطالبانوټول دولتي چارواکي په غار ننه ايستلي دي اوته په دوي هيواد ياملت ساتې !!!!

د دولت وسلوالو مخالفينو چې د بريد مسووليت يي په غاړه اخیستی ادعا کوي  چې په دغه بريدونو کې يي د ٣ بهرنيانو په ګډون ١١٦ امنيتي سرتېرو او دولتي مامورينو ته تلفات اړولي . تاسو په فکر وکړی ۱۱۶ افغانانوته زيان رسېدلی ،داچي ولي اودکومې گناه په مقابل کښي هيڅوک دې سوال ته جواب نسي ويلاي .

کرزی په  ترکي کي خپلې چکرې وهی اوله هغه ځايه فرمانونه صادروي ،وايي دادملت اواسلاميت  دښمنان دي  ، خوداکارنه کوي چي خپل سفر قطع اوراسی په کندهارکي ورته کښېنې. پوځي حالت اعلان  پدغه ولايت کي ټول دولتي چارواکي له کارگوښه اومحکمې ته معرفی کړي .طالبانوته ووايي ترهغوچي دخبروله لپاره تياری نه وي ښودل سوی جگړه به روانه وي اوهمدابهرنيان به دلته ستاسو په جگړه کي اخته وي دوتلوسوال موبېځايه دي . بل لورته کرزی  پخپله  په خپلو بې مسوليته څرگندونوسره دهغه امنيتي ځواک چي بېله هغه هم چندان شئ نه دي مورال راټيټوی اودملت سره دوه مخی برخوردکوی  .

که دغه خلک چي په کندهارکي ئي جگړه روانه ساتلې په رښتيا افغانان وي پدې بايد پوه سي چي دائي لارنه ده ،نه بايد بهرنيان وهڅول سی چي له هوانه غونډاري وگورځوي اوبياموږ اوتاسو ټول چيغه کړوچي کورونه ئي خراب کړه اوبې گناه کسان ئي ووژل . دافغان وژنې امکانات دهرې موخې لپاره چي وي  دافغان ولس سره جفا اوخيانت دی .

وړانديز :

اول : ژرترژره بايد کرزی کندهارته راستون سي .

دوهم : په ۲۴ ساعتوکي دکندهار ټول دولتی چارواکي له کاره گوښه اونوی کسان ئي پردندووگمارل سي.

دريم : ددولت دمخالفينوپه گټه ټولې هغه هڅې چي گټه ئي يوازي دوي ته رسېږي په ټپه ودرول سي .

څلرم : دملي پخلاينې لپاره عملي اوعلمی پروگرام طرح اودکارپوهانوتر نظر تېرېدنې وروسته همدې راتلونکي لويي جرگې ته وړاندي سي .

پنځم :دامريکااونړيوالي ټولنې په مرسته دپاکستان سره بربنډي خبري وسي اوهغوي دېته وهڅول اويامجبورسی چي دجگړه ماروله ملاتړ ،روزنې اوساتنې نه لاس واخلي . په دولت کي ددې ياهغۀ ډلې دمطرح کېدوخبره ترهغووځنډول سي ترڅوهغوي خپله په افغانستان کي دسولې له بهيرسره ملاتړنه وي اعلان کړي .

شپږم :دکندهاراوسنۍ پېښه دپاکستاني پوځی کړيواواستخباراتي سازمان  لخوادغچ اخيستلودوحشيانه حملوپيل دی امريکااوپه افغانستان کي مېشت هيوادونه دې ټکې جدي پام وکړي که ئي اوس مخه ونه نيول سي بيا به ئي مخه نيول ستونزمن  کاروی.

ددولت پرټولومخالفينوږغ کووچي خپل مخالفت ددولت اونړيوالي ټولې په وړاندي دسياسي مبارزې له لارپر مخ بوزی .په عمل کي  داثابته کړئ چي تاسو دسياسي بهيرسره ديوځاي کېدوجوگه ياست .پدې ټک اوټوک چي يوازي بېگناه افغان پکښي وژل کيږي فکرنه کوم تاسو سياسي واک اودافغانولس زړه ترلاس کړی .

داچي له پرون څخه تراوسه دکندهار ماشومان ،ښځې اوسپينږ يري  په خپلوکوروکي رېږدي ،وارخطادی ،چاته ناروغ اوچاته مړئ پروت دي ښخولاي ئي نشي  داکوم اسلاميت اوافغانيت دی ؟دبشردوستی خبره خوبه ډيروته بېگانه وي . پدې ډاډ ولري چي پاکستاني چارواکي پدې بڼه  ستاسوپه وړاندي دافغان ولس کينه اونفرت راپاروي ،خپلو خلکونه موليري کوي  ترڅوتردې لاهم ښه سوداگري  درباندي وکړاي سي،هېرنه موچي پستاسو په کړنودافغان ولس دملي گټومخالفينوتبرته لاستی ورکوي .

دکندهاردښارټول ديني عالمان له مشرانوڅخه خوئي خلاص کړو غوښتنه کوو چي داسلامي ارشاداتوپه رڼاکي دو پدې پوه کړي چي دکندهارښار اويابل هر ښاردجگړې په ميدان بدلوداسلام خلاف کاردی .

په افغانستان کي دننه اوترافغانستان  بيرون  د ټولوافغانانو،سياسي گوندونو،فرهنگی ټولنواوخپلواکو شخصيتونوملي او انساني دنده بلل کيږي چي ددې ډول زړه بوږنوونکواوملي گټوپرخلاف کړنوپه وړاندي خپل دريځ روښانه اودبېچاره ملت اوښکي ورپاکي کړي ؛ددې ناخوسالونندارچي ددې ملت بځی نسي بلل کېداي . ومن الله التوفيق