د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دبیدل دهلوی طنز

پوهنمل محمود نظری 05.05.2011 22:14

د شاه جهان اومحمداعظم د اورنگ زیب په چوپړکښې و، هغه دعمر په اخیر کښې د د نیا سفرونو پيل کړه او له ډیرو سفرونو وروسته بیرته هند ته راغی او په کال ( ۱۱۳۳ ه ق ) کښې هلته مړ سو او څه مده وروسته دهغه مړی د هغه د مریدانو لخوا افغانستان ته راوړل سو او د کابل په خواجه رواش کښې ښخ سوی دی
دبیدل دشعر سبک هندی او ډیرو شعرونو محتوایې عرفانی ده چې په ادبی فنونو کښې پيچلی او د ابهام ډک دی چې دهغه پوهیدل يې مشکل کړي دي.
بیدل لومړی «رمزی» تخلص کاوه بیا يې د بیدل تخلص پر ځان کیښود.
بیدل د شعرونو د دیوان پرته د عرفان ، محیط اعظم ، طلیسم حیرت مثنویات ، رباعیات لیکلي دی په نثر کښي د هغه اثار لکه رقعات ، نکات او څلور عنصره دی
بیدل د عرفان په اړخ کښې ټولنیزو مسایلو ته هم پام کړی دی او په خپلو شعرونو کښې يې د ټولنې ناخوالې رسوا کړي دي او د هغه د سمون هڅې يې کړ ي دي او له دې لپاره چې دانیوکې د پام وړ وګرځي او خوله په خوله د هغو د کوونکو تر غوږ ه ورسیږي هغه يې د طنز په پسول ښکلي کړي دي.
بیدل خپل طنز لومړی په عرفان کښې د ریاکاروانو څخه پيلوي
هغه دا ریاکاره زاهدان او شیخان رسوا کوي پر هغوی طنزی نیوکې کوي او وايي.
زاهد که به میکشان تخلـّف دارد
بر اسلامش ، کفــر تاسف دارد
عمریست که از عقیده ء باطل ِ او
شیطان در مُلک ِ حق تصرف دارد
زاهد چې د شرابخوروسره تخلف لري
پر اسلام يې، کفر تاسف لري
یو عمر دی چې دهغه په باطل باور
شیطان د حق په ملک تصرف لري
بیدل د ریا کاروشیخانو په هکله بل ځای بیا په طنز وايي :
گــــــر وارسی به معنــــــی شیخان روزگار
یک سر چو نافه دل سیه هانند وسرسپید
که پوه سي په مانا د شیخانو د روزگار
له یوه مخه لکه د زړه غوټه توردي اوسر سپین
بیا په طنز وايي د دی ریاکارو سخا ، د عنبر بوی ،د عرفان رمز اودانځور له ښېښې څخه بینايي مه غواړه
آثار ِ سخا ، زاهل ِ تزویر مخواه!
بوی عنبر، زطینت ِ سیر مخواه!
از زاهد ِ خشک ، رمز ِ عرفان مطلب!
بینایی از آیینهء تصویر مخواه!
د سخا اثار د تزویر له اهله مه غواړه!
د عنبر بوی د هوږی له اصله مه غواړه !
له وچ زاهده د عرفان رمز مه غواړه !
بینايي د انځور له هېندارې مه غواړه
بیدل ریاکار زاهد ته په طنز وايي : د جنت له ګټې او ایمانه تیرسه پر خلکو یو احسان وکړه دا مجهول طاعت شیطان ته پريږده
زاهد ! سودای خلد و رضوان بگذار!
طعن ِ کفر و غرور ِ ایمان بگذار!
احسان بر خلق بکن ، خدا در نظر است
این طاعت ِ مجهول به شیطان بگذار!

زاهده ! د جنت او رضوان سودا پریږده
د کفر ښکنځل ،غرور او ایمان پریږده
پر خلکو احسان وکړه خدای دي ویني
د ا مجهول طاعت شیطان ته پریږده
بیدل پوهیږي دا ریاکاران په طنز نه پوهیږي نو یو ګام مخي ته ځي په هجو کولو اوپه بدو او سختو خبرو دا ریاکاره شیخان غندي او وايي :
ای مغز خرد! غبار ِ تشویش مباش!
عمامه نه ایی، بزرگ اندیش مباش!
گر یک سر ِ مو آدمّیت هست، بس هست!
چون خرس زفرق تا قدم ، ریش مباش!

اې د پوهې مغزه ! د ګروم غبار مه اوسه !
لونگۍ نه یي ، لوی اندیښه مه اوسه !
که د یووېښته په کچه عقل ولري بس ده
لکه یږ سر تر پایه ږیره مه اوسه !

نوربیا