د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کابل اداره او روان قومي تعصب

احمدجان اریوزی 02.05.2011 01:03

زیات شمیر سیاسي څيړونکي او ملی شخصیتونه ، په هیواد کې د اکثریت اولس او په ځانګړي توګه د پښتنو په وړاندې د کابل د ادارې له خوا د قومي تعصبې چلند په هکله خبرې کیږي او ددې ادارې ډیر شمیر لوړ پوړو چارواکو او واکمنو کړیو ته ګوتې نیسي.
دوی وايی چې طالبانو د ادارې په نسکورولو سره نړیوالې ټولنې په افغانستان کې یوه فاسده او په قومي تعصب ولاړه اداره رامنځته کړه.په کابل کې د یوې داسې فاسدې ادارې جوړیدل د افغانستان د خلکو هغه هیلې چې په رښتیني ولسواکې باندې ولاړ نظام د راتګ له پاره یې درلودې خاورې کړې.
په دې اداره کې واکمنو کړیو داسې شرایط رامنځته کړل چې په موجوده نظام او نړیوالې ټولنې د خلکو باور له منځه ولاړ شي .
په موجوده اداره او نړیوالې ټولنې د خلکو باور لږیدل ددې سبب شول چې د سیمې دولتونه یو ځل بیا
د تروریستي ډلو تر پوښښ لاندې په افغانستان کې لاسوهنې د سره پیل کړي.
واکمنې کړۍ نه یوازې د هیواد د اکثریت خلکو په وړاندې ودریدې بلکې دوی راز راز مافیا ګانې ( د نشه یی توکو، د قیمتي کاڼو د قاچاق، د ځمکو د غصب ، د تیلو او ګاز ، د تاریخې اثارو دقاچاق او نورې ) رامنځته کړې .دې ادارې د قومونو او ملیتونو تر منځ د اختلافاتو د راپيدا کولو د پاره هڅې وکړې .
د څیړونکو په باور پورتنیو زورواکو ډلو د هیواد ملي هویت د ګواښ سره مخامخ کړ او د دې ادارې مشر ښاغلی حامد کرزي د هیواد د اساسی قانون او د افغاني ټولنې د جوړښت په خلاف د تاجکستان اوایران د هیوادونو د مشرانو سره د پارسي ژبو د هیوادونو په نامه راشه درشه او غونډې پیل کړې.په دې ډول د هیواد اتیا په سلو کې هیوادوال یې د ځانه پردي کړل.
اوسنۍ اداره د افغان او نړیوالو خلکو په نظر یوه فاسده او د متعصبو ډلو څخه تشکیل شوي اداره ده چې په هیواد کې د پرمختګ او سولې په لاره کې عمده خنډ بلل کیږي.
ځینې نړیوال چارواکي دا فکر کوي چې دا شووني ده چې د یوشمیر بدلونو په رامنځته کولو سره به وکولای شی دا اداره سمه کړي .
په دې منظور یې په سل ګونو میلیونه ډالرو ته تخصیص ورکړ او اولس مشر ښاغلی حامد کرزي د حاکمو متعصبو ډلو په فرمایش د په فساد ککړو کسانو څخه اړوند کمیسیون جوړ کړ دا ډالر په خپله په زورواکو کړیو پورې د تړلو کسانوجیبونو ته ولویدل.دا ریفورمونه ددې سبب شول چې دا اداره تر پخوا زیاته فاسده شي.
ډير شمیر څيړونکی په دې باور دي چې د موجوده بحران څخه د ټولنې را ایستل د اوسنی په تعصب ولاړې ادارې د وسه پوره نه دي او نړیواله ټولنه هم نه شی کولای د اوسنیو حاکمو کړیو د واک په موجودیت کې دې بحران ته د حل لاره پيدا کړي.
ددې ادارې اساسي لوبغاړي په قومي تعصبونو ، قدرت طلبیو ، او د اساسي قانون د موادو د ترپښو لاندې کولو په ناروغیو ککړ دي .
دوی نه یوازې د کابل په اداره کې د پښتون اولس د ګډون مخه ونیوله بلکې د غلطو راپورونو په ورکولو سره یې په لس ګونو زره بې ګناه پښتانه شهیدان او په سلګونوکلي وران کړل بلکې د هغې په اړخ کې یې په لوی کندهار او د هیواد په شمال کې د پښتنو د مشرانو ترور ته لاس واچوه چې تر اوسه په زرګونو د پښتنو مشران په لوي کندهار او د هیواد په شمال کې شهیدان کړل او دا بهیر روان دی
په تیرو نهو کلونو کې خلکو د اولس مشر ښاغلی حامد کرزي او نړیوالې ټولنې څخه هیله درلوده چې په هیواد کې به زورواکي او قومي تعصبونو ته خاتمه ورکړي او په ولسواکی ولاړ نظام په رامنځته کولو کې د افغان خلکو سره مرسته وکړي.
خو اوس خلک د ښاغلی اولس مشر او نړیوالې ټولنې څخه په هیواد کې د مثبتو بدلونو په راوستلو کې ناهیلي شوي دي.
کتونکي وايي چې د کابل په اداره کې د زورواکانو هغه ډلې او کړۍ چې ځانونه د دیګانو، هزاره ګانو او ازبکانو د ګټو ساتونکي بولي حاکمې دي . نور قومونه د کابل په اداره کې بې واکه او یوازی په سمبولیک ډول وجود لري .
دا اداره د هیواد د اکثریت خلکو ( پښتنو، بلوڅانو، پشه ییانو، نورستانیانو، شغنیانو، ګوجرو او نورو قومونو ) په وړاندې د سیاسی، اقتصادي، تعلیمي او فرهنګي ساحو کې د تعصب څخه کار اخلي.
د ساري په توګه د هیوادزیاتر ه خلک په نظر د لوړزده کړو چارواکي لومړی د هزاره ، دیګانو او بیا د ازبکو قومونو په فکر کې دي د دوی له پاره د هیواد نور قومونه اهمیت نه لري.
د ساري په توګه زابل او دایکندي او یا د نورستان او بامیانو د زده کونکو شمیر د لوړو زده کړو په موسسو کې د مقایسې وړ نه دي. یا په عمومي توګه د لوړو زده کړو د موسسو د زده کونکو د شمیر څیړلو له مخې جوتیږي چې په قصدي ډول په دې موسسو کې د پښتنو او یا د هغو ملیتونو پورې اړوند زده کونکومخنیوي کیږي.
خلک وایي چې بهر ته د لوست له پاره په بورسونو کې اړونده ډلو او یا د سیمو خلکو ته لومړیتوب ورکول کیږي.
په دې ډول د کرنې وزارت چارواکي هم خپلې پروژې په هغو سیمو کې پرانیزي چې تر ټولو ځواکمن زورواکان په هغو پورې تړلي دي. لوګر ، وردګ ، خوست ، پکتیا، پکتیکا، زابل، ارزګان ، بادغیس، نورستان، فراه ، نیمروز، فاریاب، نورستان ، کنړ او نور خو د کرنې چارواکي د افغانستان په جغرافیا کې هم نه ګڼي. ددې وزارت چارواکي د عالمانه اکټونو په کولو سره غواړي هغه تعصب چې د دوی په کړنو کې شته دی پټ کړي. دا وزارت اوس غواړي د افغانستان ځمکې د چې عامه ملکیت دی د اجارې په نوم د ټاکلو قومونو څخه په زورواکو ډلو باندې وویشي.
همدارنګه د اوبو او برښنا د وزارت چارواکي هم په دې نه دې خبر چې خوست ، پکتیا، لوګر، هرات ، فراه ، نیمروز، ارزګان ، نورستان ، کنړ، لغمان ، بادغیس ، وردګ ، غزنی ، زابل ، او په پاتې ولایتونو کې پښتني سیمې د افغانستان دجغرافیا یوه برخه ده او یا دلته د افغانستان اتباع اوسیږي او که نه. په دې سیمو کې ددې وزارت په تیرو لسو کلونو کې یوه پروژه هم نه تر سترګو کیږي او نه هم په راتلونکي کې یې ورته یوه پروژه پلان کړیده.
همدارنګه پورتني ولایتونه د ټول ګټو وزارت د چارواکو د یاده وتلي دي دا وزارت په دې لټه کې دی چې څه ډول تاجکستان د ایران ( په اصطلاح پارسي ژبې هیوادونه )د اورګاډي د کرښۍ په واسطه سره ونښلوي . کیدای شي دا د په اصطلاح د پارسي ژبو هیوادونو د کنفدراسیون د جوړولو له پاره ابتدایی کارونه وي.
دا وزارت دا پلان نه لري چې شمال او جنوب سره ونښلوي اړینه خو دا وه چې شمال د پنجشیر له لازې او هم د ارزګان له لارې د جنوب سره ونښلول شي
ددې وزارت پروژې په . لوګر ، وردګ ، خوست ، پکتیا، پکتیکا، زابل، هلمند، ارزګان ،نورستان او نورو ولایتونو کې چا لیدلی نه دی که څه کار شوی دی هغه هم پي ار ټي ګانو کړی دی. او ښاغلی حامد کرزي غواړی په دې سیمو کې د پي ار ټي ګانو ټغر هم ورټول کړي تر څو دا سیمې په بشپړه توګه د ودې او پرمختګ څخه بې برخې شي.
د کانونو د وزارت چارواکی هم په دې بوخت دی چې د هیواد په شمال کې کانونه سروې او د کار اخیستلو له پاره یې کار پیل کړی . دې وزارت هم شمال ته مخ ، جنوب ته شا کړی ختیز او لویدیز یې هیر کړی دی.د هیواد په جنوب ، ختیز او لویدیز کې نه د سروې او نه د کانونو د استخراج له پاره کوم اقدامات نه لیدل کیږي.
د پوهنې چارواکي هم دی ناروغی نیولي دی او یا غواړي چې د زورواکو کړیو د فشار څخه د ځانو د ژغورلو د پاره د پروان ، بامیان ، کاپيسا او بلخ یې په لومړیتوبونو کې دی.زیاتره د ښوونځیو ودانی په دې سیمو کې پرانستل کیږي . د ساري په ډول د ګیزاب ولسوالی زده کونکي د ښوونځی ودانې نه غواړي بلکې د دې وزارت څخه کیږدۍ غواړی چې لوست پکې ووایي.
کوچیان خو د پوهنې او روغتیا په ساحو کې د پوهنې د چارواکو له خوا په بشپړه توګه هیر شوي دي. دا هم ښایي یو قصدي عمل وي.په شمیر ښوونځیو کې چې د کوچیانو په نوم جوړې شوي دي د میشتو خلکو اولادونه لوست وایي.
په دې ډول د نورو ډیرو وزارتونو کارونه هم یادولی شو چې ددوی پروژی د تعصب له مخې ترتیب او د هیواد زیاترې برخو او خلکو څخه سترګې پټیږي.
د روان کال لپاره انکشافي بودجه د تیرو کلونو د بودجو په شان په تعصب سره ترتیب شوي چې په کې زیاتره پښتون میشتې سیمې په کې په بشپړه توګه د پامه غورځول شوي دي . د هیواد اولس مشر په تیرو نهو کلونو کې خپلو متصبو انډیوالانو ( په اقتصادي او بشري منابعو د انکشاف په سکتورونو کې دده د کابینې غړو) ته دا یادونه و نه کړه چې په انکشافي پروژو کې د توازون څخه کار واخلي او هم دې هغو سیمو ته چې تر ټولو وروسته پاتې دي د لومړيتوب ورکړل شي.
دا په دې مانا چې ده د متعصبو کړیو ناوړو کړنو باندې سترګې پټې کړې.
د هیواد سوداګری د زورواکانو د مافیا په لاس کې ده دا مافیا نه پریږدي چې په هیواد کې صنعت او سوداګري وده ومومي.
د هیواد اولس مشر په خپلو مقرریو کې د زورواکو متعصبو ډلوپه سلا سره د پنجشیر ، پروان ، بدخشان او یا د هرات دیګانو ته لومړیتوب ورکوي او هم دی د جوزجان ، دای کندی او بامیان نه هیروي .
همدارنګه د حکومت په لوړو پوستونو کې د لوګر، خوست ، پکتیا ، زابل، هلمند،ارزګان ، بادغیس، نیمروز، نورستان ، لغمان، او په غزني ،هرات ،کندز،بغلان ، سرپل ،بلخ، سمنګان، تخار، فاریاب، کاپیسا، پروان او نورو سیمو کې پښتنو څخه څوک وجود نه لري . ګوجر، پشه ییان ،نورستانیان ، شغنیان او بلوڅان په بشپړه توګه یې هیر کړي دي.
. پوښتنه دا ده چې په پورتنیو سیمو کې داسې وګړی نه شته چې د وزارت په څوکی ، یا د ولایت او یا د ریاست په څوکې کار وکړی؟
د کابل اداره نه یوازې د هیواد اکثریت خلک دتعلیم او اقتصاد په ساحه کې د خپلو حقوقو څخه بې برخې کوي بلکې د ټولنې په سیاسي نظام کې هم هغوی ګوښه شوي اوکیږي.
دا ډلې په دې لټه کې دي چې د هیواد په سیاسي ، اقتصادي او فرهنګي نظام کې د ټولو قومونو وړ مشارکت له منځه یووسي او د ( میم زبر ما ، ټول یې زما) پالیسي عملی کړي چې ښکاره مثال یې اوسنی تش په نامه اولسي جرګه ده .واکمنو متعصبو کړیو د ټولټاکنو او د شکایتونو د اوریدلو د په اصطلاح مستقلو کمیسیونو له لارې په ټولنه کې یو لوی بحران رامنځته کړ.
په کابل کې واکمنې فاسدې ادارې په قصدې توګه په اولسي جرګه کې د پښتون میشتو سیموڅخه په اولسي جرګه کې د پښتنو نماینده ګې لږ کړي ده. د ساري په توګه د خوست ، پکتیا،پکتیکا ،هلمند او د کوچیانو نماینده ګي د دوي د وګړو په تناسب خورا لږ ده.
دې زورواکو کړیو پورې د تړلو په اصطلاح مستقلو کمیسیونو زیاتره د هغو پښتني سیمو خلک چې نور ملیتونه هم ورسره ګډ اوسیږي د وسله والو ډلو په همکاری سره اولسي جرګې ته د رایه ورکولو د حق څخه بې برخې کړې یعنی دوی وکولای شول چې د دوی سره د متحدو وسله والو ډلو په مرسته په پارلمان کې د پښتنو د سیمو استازي توب تر نیمايي زیات راټیټ کړ.اوس د پښتنو په نظر اوسني اولسي جرګه کوم مشروعیت نه لري او نه ترې ملاتړ کوي.
که چیرې ښاغلی اولس مشر په اولسي جرګه کې د ټولو سیمو خلکو ته متناسب استازیتوب ورکړل شوی او د ټولټاکنو او د شکایتونو د اوریدلو کمیسیونو ته ملی وګړي ورپيژندل شوی وای اوس به هیواد کې به اولس د منلو وړ او په واقعي مانا سره ملي اولسی جرګه موجوده وای.اوس به ددې له امله په هیواد کې کوم بحران موجود نه وه .
د کابل د ادارې د پورتنیو چلندونو نتیجه دا شوی چې د قومونو او ملیتونو تر منځ واټن پيدا شي. اوس مهال زیاترو ملیتونو ( لکه پښتانه ، نورستانیان، پشه ییان ، بلوڅان ، ګوجر او نورو ) ته ځانونه په هیواد کې محکوم او پردي ښکاري.
دا په دې مانا چې په سلو کې اتیا اولس د کابل په اداره کې ځان نه ویني.
د کابل اداره عملا د قومي شخړو په رامنځته کولو کې ونډه لري.ددې ادارې لوړ پوړي چارواکي نه پریږدي چې د هیواد په مرکزي سیمو کې کوچیان خپلو شخصي شتمنیو واک تر لاسه او هلته خپل ژوند پیل کړي.دا چارواکي غواړي د هیواد په مرکزي سیمو کې د ( هزاره ستان) په نوم یوه سیمه رامنځته کړي د کتونکو په نظر دا د هیواد د تجزیې له پاره یو ګام دی.
د کابل ادارې په راز راز نیرنګونو سره خپلو ځمکو او سیمو ته د کوچیانو د تګ مخه ونیوله او په تیرو نهو کلونو کې د دې ادارې سترې محکمې په مرکزي سیمو کې د کوچیانو د شخصي شتمنیو د لرلو په باره کې کومه فیصله ونکړه.
د زورواکانو اجندا په تعصب او د ملي شتمنیو په لوټ ولاړه ده په تیرو نهو کلونو کې د لویدیزو پوځونو د مټو په زور خپل واک ټینګ کړی دي د زورواکانو د خپلو پټو وسله والو جنایتکاره ملیشو ، د دولتي حاکمیت ، د نړیوالې ټولنې د امکاناتو څخه په استفادې سره په ټول قوت سره دا هڅه کړي ده چې څه ډول پښتون اولس وځپي او د ټول سیاسي ، تعلیمي او اقتصادي حقوقو څخه یې بې برخې کړي او حتی په دې لټه کې دي چې په بهر پورې د تړلو وسله والو ډلو په مرسته یې په فزیکي ډول له منځه یوسي. خلک وایی چې زیات شمیر وسله واله ډلې دځانګړو موخو له مخې یوازې په پښتون میشتو سیمو کې پوځي عملیات کوي.
ډير شمیر څیړونکي دا باور لري چې خلک د موجوده تعصب ،ظلم او فساد له امله له امله خورا په تنګ شوي او دې ته تیار دي چې د دې ادارې سره د مخالفت له پاره را پاڅي او سوله ایزه لاریونونه پیل کړي .
خو دا ویره لري چې متعصبه کړۍ او ددوی متحدې وسله والې ډلې به په دې لاریونونو په بې رحمانه توګه بریدونه وکړي
اوس اولس ددې څخه ناهیلې شوی دی چې افغان اولس مشر به په زورواکانو ا و متعصبو کړیو هم اساسي قانون تطبیق کړي او په خپله به د خلکو په لیکو کې به دتعصب او فساد په وړاندې ودریږي .
په جرمونو او جنایتونو تورنې حاکمې کړۍ د خلکو تر منځ کوم ملاتړ نه لري دوی یوازې دولتي قدرت او پټو ملیشاوو په استعمال سره په ټولنه کې ځانونه د مطرحو کسانو په توګه ښکاره کوي.
د یو شمیر څیړونکو په باور تر هغه چې دا په تعصب او فساد ولاړه اداره د قانوني لارو څخه په کار اخیستلو سره و نه نړول شي او په ځای یې یوه پاکه او د هیواد ټولو خلکو ته په چوپړ ولاړه اداره رامنځته نه شي تر هغه په افغانستان کې موجوده اساسي قانون تطبیق کیدای نه شی دا ځکه چې همدا اداره د اساسی قانون د مواد دتطبیق په لاره کې عمده خنډ دی. هغه مهال په دې هیواد کې یو ولسواک نظام رامنځته کیدای شي.
د افغانستان د خلکوپه نظر په افغاني ټولنه کې د متعصبو کړیو واکمنی د سرطان دانې حیثیت لري چې که چیرې موثر جراحي عملیات د دې دانې د ایستلو د پاره تر سره نه شي ډیر ددې امکان شته چې افغاني ټولنه د تباهی سره مخامخ کړي.