د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

الکوزى ګروپ وايي چې دوى د کابل بانک د اخيستلو کومه پرېکړه نه ده کړې.

پژواک خبري اژانس 30.04.2011 16:18

به دې مخکې نن ځينو رسنيو په دوبۍ کې د الکوزي ګروپ د ځينو چارواکيو په حواله ليکلي وو، چې ګوندې دغه ګروپ غواړي کابل بانک واخلي.

خو په کابل کې د الکوزي ګروپ د سوداګريزې پراختيا د څانګې مسوول کاوون کاکړ د غويي په څلورمه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دوى د کابل بانک د اخيستلو هېڅ پرېکړه نه ده کړې.

هغه زياته کړه، چې له افغانستان بانک سره د ترسره شويو خبرو اترو او يوه تړون له مخې د يوه بل خصوصي بانک د اخيستلو پرېکړه يې کړې، خو دغه بانک، کابل بانک نه دى.

د نوموړي په وينا، د شوي تړون له مخې، دوى د اخيستونکي بانک نوم نه شي په ډاګه کولى.

 دا چې په دې وروستيو کې د کابل بانک د ستونزې له امله خلک پر خصوصي بانکونو بې باوره شوي، کاوون کاکړ وايي، چې دا خبره سمه ده.

نوموړي زياته کړه، چې بانکي سکتور په دې وروستيو کې ډېر پرمختګ کړى او وده يې هم کړې او خلکو په دې سکتور کې ډېره پانګه اچونه کړې ده.

له دې مخکې نن سهار د الکوزي ګروپ اجرايوي رييس جليل الکوزي، په دوبۍ کې خبريالانو ته وويل، چې په افغانستان کې بانکي سکتور ډېره وده کړې او غواړي، چې په دې سکتور کې پانګې اچونې سره خلکو ته په نړيوال معيار برابر خدمات وړاندې کړي.

د يادونې وړ ده، چې کابل بانک د تېر کال په مني کې يو ناڅاپه د سقوط له خطر سره مخ شو او مشتريانو يې په ډېرې تُندۍ سره خپلې پيسې ورڅخه بېرته ووېستې.

د کابل بانک د سقوط د خطر په اړه، ملي او نړيوالو رسنيو راپورونه خپاره کړل او ولسمشر کرزي هم په دې اړه د جدي پلټنو امر ورکړ.

ولسمشر حامد کرزي تېره اونۍ د يوې خبري غونډې پر مهال وويل، چې ځينو بهرنيانو هم د کابل بانک په ستونزه کې لاس درلود.

د افغانستان بانک مشر عبدالقدير فطرت څو ورځې مخکې په يوه خبري غونډه کې وويل، چې دوى د کابل بانک يوه برخه له ماليې وزارت سره يو ځاى کوي او پاتې برخه به يې په راتلونکو درېيو مياشتو کې داوطلبۍ ته وړاندې کړي.