د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دخادم صاحب په شعرونو کښې طنز

پوهنمل محمود نظری 26.04.2011 18:44

ژوندي قومونه ښکلوی د ادیب ولي
مړه قومونه ښکلوي د ادیب څلي
که د مرګ په تبه پروت وي پر س یې نه وي
بیا د قبر ښکلوي لرګي توږلي
دخادم صاحب د زیاترو اشعارو موضع پند، حکمت ، طنزاو فلسفه ده
هغه خپل کام ته په طنز سره د بریالیتوب لاره ښيي نه داسي چې خوله خلاصه اسمان ته ونیسې
او بری د هغوی پښې ښکل کړي .
د نکریزو په شان ځام میده میده کړه
په تلي کې د جانان لګیده غواړې
سر اره کړه د ږمنځ غوندې سل ځایه
که اوربل ته د اشنا رسیدل غواړې
د خادم صاحب دا بيت په آزادۍ غوښتونکو کښې د متل حيثيت لري هغه په غلوسره د غلامي د ژوند کلونه د ازادی د یو ګړی سره که څه هغه یو ګړی د ځنکدن هم وي ښه بولې او وايي
نه کلونه د غلام په غلامۍ کښې
نه ساعت د ازادۍ که ځنکدن وي
د خادم صاحب یو طنزي غزل د پردو تر لاسه لاندې ژوند داسې انځور وي او وايي: څوک چې د یوې ستني لپاره بل ته اړ وي د هغه کام آبادي څه مانا لري. هغه د خلکوناپوهي، په نورو ژبو د ماشومانوزده کړه ، د واکلرونکو غداري او ستمګري داسې بیانوي او غندي
مال و ملک عزت چې لاړ شي زياته ناچاري څه وي
قوم چې شي جاهل له دې نه زياته بيماري څه وي
نصاب چې د تعليم د غلام قوم شي د غير قوم په لاس
تل به غلامان وي ددې قوم به خود داري څه وي
لوست هميش ياديږي د بچو په خپله ژبه کښې
ياد د پردۍ ژبې په دماغ کښې پايداري څه وي
څوک چې امته داره وي بل قوم ته د يوې ستنې
زياته به له دې نه بيکاري د قوم خواري څه وي
څوک چې خون د ملک او قوم کوي په يو خطاب سره
زياته به قومي له دې نه نوره غداري څه وي
څوک چې بې ټکسه د مظلوم ژړا زارۍ نه اوري
زياته به له دې نه د حاکم ستمګاري څه وي
څوک چې د خپل ملک وقوم خدمت په مال او ځان کوي
زياته به له دې نه د نامدارو نامداري څه وي
څوک چې په ژړا ددې خادم له خوبه ويښ نه شي
زياته به له دې ژړا قومي منت زاري څه وي

خادم صاحب په طنز وايي : هر څوک د ځان ګټه غواړي، غوښې يې لیوانو وخوړلې زموږ یې اوس په هډو کو جنګ دی .

بد دځان له پاره ولې د قام غواړې
ولې ږدې لکه د خره په کته داړې
چې دې زړه لکه د کاڼي په شان سخت دی
په قيام لکه د بت عبث ولاړ يې
بې عمله تسپې داسې دې په لاس کې
لکه لال چې څوک اميل که د يواړې
چې نن ژاړي په کوڅو کې ستا د لاسه
بيا سبا به د هغو دلاسه ژاړې
ورورولۍ د پښتنو ولې ترخې شوې
د هر يو دي د خولې وچې بل ته لاړې
وازدې غوښې شوې خوراک د شر مښانو
دوي په تش هډوکي دي سره همغاړې
نمونځ ګذار چې دعا غواړي ځان دپاره
د خادم دعا توکل وي ځانته لاړې
خادم صاحب دغلامي په دې لاندې شعر کښې په طنز او ملنډو وايي : مړونه ولاړل یوازې
ښځې پاته دی چې دا پښتون ته ډیره تونده خبره اوان ښکنځل دی ځکه خادم صاحب پوه سو چې پښتون په طنز سر نه خلاصیږی نو دطنز یو جدي ډول ته مخه کوی او په ښکنځلو ورته وایي دلته مړونه نسته یوازې ښځې پاته دي! بیا ورته وايي دلته پښتو ، حیا ، غیرت او شرم ورک سوی او د هغه بدتره لا دا چې په اخیر کښې ورته وايي اسلام هم نه دی پاته!

پښتانه ورک شوو پـښـــتـــنې پـــاتې دي
نارينه مړۀ شو او ار تينې پـــــاتـــــــې دي
تهذيب بدل کړ غلامۍ د خــــــلــــــقـــــــــو
د زوړ تــــهذيب د شمار دانې پاتــــې دي
اخلاق پرېو زي غلامۍ کښې مــــــــــدام
خوي د غلام انې بــــــهــــــانــې پــاتې دي
پښتو ، حيا ، غېرت او شــرم ورک شو
غيبت ، دروغ گيلې مــــــانې پـــاتې دي
پــــښـــتــــــــو ، اسلام دواړه وهى په لتو
چاته د پــــلار چـــــــه خـــــزانې پــــاتې دي
مسلمانــــان ټول ګـــــــور ته ښکته شوي
تاريخ ددوي بس نــــشــــــانې پاتـــــې دي
سبق ياد کړی د اســــــــــــــلام دی نــــورو
ځکه ددوى تخت شاميانـــې پاتـــــې دي
خادمـــــه ! چـــپ شــه نـــــورڅه مه وايه تــۀ
اســـلام رخصت دی افـــســـانې پاتې دي
دا لنډه غونډاله دلته ار تينې پـــــاتـــــــې دي لنډه خو ډیره د مانا ډکه ده لکه عقیل بن علفه چې وايي دسپي غړواندی دومره بس ده چې په غاړه یې برابره سي

وايي خادم صاحب د ژوند په وروستیو ورځو کښې داسې ګیله کړې ده
چا چې منډې د قام مخکې دي وهلي
هغوی تل خلکو په کاڼو دي ویشتلي
دوی وګړي هیڅ په ژوند نه دي منلي
(خادم)ځکه ترې په ژوند دي ډیر ژړلي