د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ښه بسلمانان !

محمود نظری 22.04.2011 11:51

ټولو د هغه دا ښه بسلماني تاييد کړه او ویل يي رښتیا چې ښه بسلمان سړی دی.
یو بل په سن پوخ سړي چې د نصوارو د ډبلي په هېنداره کښې يي خپل سپين غاښونه کتله نارې کړه : ملا اختری عجب بسلمان سړی دی هر لمانځه ته پنځه پنځه اودسه تازه کوي !
ما بیا لږ جټکه وخوړله .
ټولو د تایید په ډول سر وښوراوه او ویل يي : ارمان دی نه کوي نیک بخته!
بل کلیوال چې خاښه يي په غاښو کښې وهله په خورا خوند ویل :جانان اکا بیا تر ټولو ښه بسلمان دی د سهار په اودس د نیمي شپې تاجود (تهجد) لونځونه لا کوي !
ما بیا یو جټکه وخوړله .
خو نورو د هغه بسلماني تایید کړه او ویل يي : جنتي دی جنتي !
زه په خبرو کښې ورولویدم: د ښار کازي زما له ورورخداداد څخه د قوالی د لاسلیک لپاره لس زره ډالره رشوت واخیست بیا يې هغه ته ویل دا رابخښښ کړه چې زما روژه خرابه نسي ځکه د روژې میاشت وه.
ټولو په یو ږغ وویل : سبحان الله څومره بسلمان کازي دی ارمان دی نه کوي !
زما زړه ددوی له دې خبرو وپړسیده !
بیا مې ویل:
د ا لا څه کوئ، د امنیې کومندان یو تجار په ناحقه ونیوی له هغه یې لس لکه اوغانی وغوښتي او ورته یې ویل که دا پیسې رانه کړې د القاعدې ټاپه درباندې وهم.
دواړو په ماجد کښې وعده سره وکړه هغه تجار وویل چې زه ماجد ته ورغلم دامنیه کومندان دفرضي لمانځه وروسته دومره نفلونه وکړه چې ماجد د خلکو خالی سو
یوه نارې کړه څوک وایی په ښار کښې ښه بسلمانان نسته
ټولو په یو ږغ ویل :سبحان الله څوک وايي په ښار کې بسلماني نسته
زه چې د شپې د تیرولو لپاره ددې کلي ماجد ته راغلی وم له ځان سره مې وویل : ددې خلکو ډوډۍ لا حرامه ده ،ودریدم او رهی سوم .
یو کلیوال را پسې ږغ کړ : چیری ځي مسافر اکا !
ما مخ ورواړو او ورته و مي ویل :
هغه خلک چې ناروغان ښه بسلمانان بولي د هغو ډوډۍ حرامه ده .
دې کلی ته دی خدای خیر ورپیښ کړي.
یو را پسې نارې کړه :
تاته دي هم خدای د بل کلي پورې د لارې دښرمښانو له ګیره خیر در پیښ کړې!
زه هک پک ودریدم چې اوس څه وکړم ؟!
بیرته راوګرځیدم په ساختګي خندا مې ویل :
هغوی هم ښه بسلمانان دی؟!
ټولو په یوه اواز ویل : د خدای ارمان دي نه کوي !!!