د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

متلونه او مقولې دويمه برخه

محمد صفر خواريکښ 18.04.2011 22:47

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

دمحمد صفر خواريکښ ژباړه
دټولې نړۍله دوه سوه ژبوڅخه له پنځه زره کلونوراهيسې
متلونه او مقولې
دويمه برخه
درملتون يوګران بيه پخلنځی دی.(سوېډنی)
يودرملتون هم بې زهرو نه وي.
که ګولۍ ترخې نه وی، دواپلورونکي به په خوږو نه پوښلی.(انګلستان)
خواړه پخوونکی تر دوا پلورونکي غوره ګڼي.
که څه هم ډاکتردی ملګری وي او دترور زوي دی درملتون ولري بيا هم مړ کېږې.
اشتها هغه وخت راځي چې څوک خوراک کوي.(فرانسه)
اشتهاتر غاښولاندې ده.(افغانستان_دري)(ژ)
چې څوک څومره خوري هومره ډېر غواړي.(روسيه)
نوې غوښه نوې اشتهاراولي.(انګلستان)
ګېډه له سترګو نه مخکې مړېږي.
سترګې له خېټې نه مخکې مړۍ تېروي. هالند)
څوګټورې سلاوې(مشورې) اشتها راولي.(انګلستان)
څوک چې خپله اشتها غولوي(تېرباسي)نه پوروړی کېږي.(چين)
دخوړو دکوچني لوښي په څېر بل هيڅ شی اشتها نه شي زياتولی.(سوېډن)
دخوړو بدلون نوې اشتها راولي.(بلجيمي_فلامسک)
خواران خواړه دخپلوخېټوله پاره غواړي اوبډايان خېټې دخپلو خواړو له پاره.(انګلستان)
اپرېل
اپرېل(دمياشتې نوم) په خپل راتګ سره ماشومان بهر ته هڅوي.
داپرېل وچوالی اوپاکي دبزګر له پاره ستره خو ده.
داپرېل لندوالی(اورښت) دبزګرخوښي ده.
کله چې داپرېل شمال لګېږي واښه او غَله زياتېږي.(سوېډن)
وچ مارچ (دمياشتې نوم) اولونداپرېل بزګر شتمن اومَړوي.

۶
لوند اپرېل اوسړه مۍ (دمياشتې نوم) دبزګر کارزياتوي.
په قهرجن اپرېل پسې مهربانه مۍ راځي.
داپرېل باران دمېووزياتوالی دی.
داپرېل باران اودښځو اوښکې يو شان راځي.
داپرېل واوره اودمېلمستون کارکوونکې نجلۍ تريوې شپې زيات دوام نه کوي.(سوېډن)
داپرېل هوا اوځوانه نجلۍ يو شان دي ،دواړه ثبات نه لري.
کار
کارپرهرڅه بری مومي.(لاتين)
کار اعتباردې.
کاردوخت ترټولو غوره تېرول دي.
کاراوزدکړه خواړه اووياړ ورکوي.
چېرته چې کاردی هلته نېکمرغي ده.
انسان دکارله پاره پېدا شوی.
کله چې ځوان اوروغ يې کاروکړه،دادې هغه وخت ته ګټه رسوي چې زوړاوکمزوری شې.
کله چې آرزو درنېږي کاراسانېږي،او کله چې آرزوسپکېږي کاردرنېږي.(سوېډن)
کار ترهغه وخته ښه دی چې سړی ژوند هېرنه کړي.( آفريقا_بانتو)
کار هيڅ تاوان نه لري.(سوېډن)
کارهيڅ شرم نه لري ،خوکه څوک دشرم کار ونه کړي.(پخوانی يونان)
کار ترخه ريښه خو خوږه مېوه لري.(سوېډن)
کاردخواړو مصاله ده.(سوېډن)
کار خوب خوږوي.
خراب (ناخوښی)کار سړی تر مرئيتوب رسوي.(ايران _پاړسي)
څوک چې کار نه کوي ډوډۍ نه شي خوړی.(پرتګال)
کار تا تر اُستاذۍ رسوي.
کارسړی نه وژني ،تشويش يې وژني.(انګلستان)
کاروکړه غښتلی به شې ، آرام کښېنه بوين به شې.(عربي)

۷
کاروکړه سنډه به شې،ارام کېنه ګنده به شې.(افغانستان ـ پښتو [ژ])
لکه کارګر چې دکار وسايل ليدلي وي.(اطريش)
يو خراب کارګر خپله ملامتيا دکار پروسايلو اچوي.(انګلستان)
خراب کار له کارګرنه غچ اخلي.(انګلستان)
کار په پوهه سرته رسېږي ، نه په زور.
که غواړې چې کار ښه او ژر سرته ورسيږي بايد په خپله يې و کړې.(ايتاليا)
څوک هيڅکله له کاره په خپله نه ستړی کېږي.(روسيه)
ترڅوچې کار پېدا کېږې داډېرکارغواړي.(سوېډن)
دادکار يوه قوتۍ ده چې دڅه فرمايش ورکوې.
دادومره زيات کار نه دی چې څوک پرې خوار او چاغ شي.
يوکارکوي او بل يې مز(مزد) اخلي.
يو يې ګټي بل يې څټي.(افغانستان_پښتو [ژ])
داښه ده چې نيمه ورځ فکروکړې،ترهغې چې لکه احمق ټوله ورځ کاروکړې.
که کار په زړه پورې وای،لکه ځينې يې چې وايي نوواليانوبه خپل لرګي په خپله ماتولی.
                                                                                                                                                    (سوېډن)
څه چې په کار کې پېدا کېږي بايد فرمايش يې ورنه کړل شي.(جرمنی)
نه ستړي کونکی کار پر مخالفت بری مومي.(لاتين)
هغه چې نه غواړي کاروکړي ،بايد خواړه ونه لري.(بيبل)
هيڅ کار چټل نه دی،يوازې وجدان کېداې شي چټل وي.(روسيه )
خيرن کار پاکه ډوډۍ.(روسيه)
هغه څوک ښه ژوندکوي چې په کارکې ځان ستړی کوي،په خواروځان مړوي او آرام خوب کوي.
کار په خپله خپله بيه ټاکي.
کم کار کمه تنخوا.
څنګه کار هغسې تنخوا.(جرمنی)
يو کارګر دخپل کار ارزښت دی.
کوچنی کار او غټ معاش بې لامله نه وي.(روسيه _قفقازي)

۸
ډېرښه کاردادی چې ځمکه وکری،ښه وسيله سوداګري ده ،ترټولو سپک کاردادی چې دروازه په دروازه ګدايي وکړې.(پاکستان_پنجابي)
په لاسونوسرسري کار خولې ته حرامه ډوډۍ وړي.(هاوايی_پولينسيس)
دليل
”ددې له پاره“دښځو دليل دی.(انګلستان)
ددليلونو په رڼا کې حقايق مه لټوئ،دحقايقو په رڼا کې دليلونه ولټوئ.(يونان)
څوک يوازې په دې دليل دچا مخالفت نه کوي چې هغه يې چوپتيا ته اړايستی دی.
يوجګپوړی سړی تل حق لري.(انګلستان)
مخالف څه ويل په عېن وخت کې لکه څوک ددې له پاره دروازه ټکوي چې وګوري څوک په کورکې شته.(فرانسه)
غريبي
غريبي ترټولودروند صليب دی.
غريبي دلارې يو وفادار ملګری دی.
غريبي شپږم حس دی.
غريبي دلټۍيابې پروايۍ لورده.(سوېډن)
غريبي دزړښت بربنډتيا ده.(سوېډن)
غريبي مرګ خوږوي.
غريبي دخيال درملنه ده.
غريبي دنقرس(د ناروغۍ نوم) مخه نيسي کوي.
غريبۍ ډېر غلا او فحاشۍ ته اړايستي.(اووم فيدر)
غريبي اوډاردرواغ زېږوي.
دغريبۍ اومينې پټول سخت دي.
غريبي کوم پېټی نه دی مګرداښه ده چې ونه ښودل شي.(پرتګال)
غريبي دمهارت دويمه مور ده.
غريبي دډېرو پرمختګونو پلاردی.(سوېډن)
غريبي کومه ګناه نه ده.(انګلستان)

۹
غريبي دخدای له خواراځي خوچټله نه وي.(هيبري)
زيات له غريبۍ نه ډېرډارېږي نه له دوزخ نه.
کله چې غريبي دننه ننوزي مينه بهر وځي.
وراسته ورېښم غريب  ته کوم وياړنه دی .
څوک چې په غريبۍ کې له ځان سره مرسته کولای شي، دشتمنی اړتيا نشته.
دادوه برابر بېچاره دي ،څوک چې بډای وو.
که غواړې چې له غريبۍ او غمه خلاص شی،نودڅښلو اودېوال سره پام کوه.
چېرته چې اور زيات ګرمېږي سړی دنغري پرانيستی ځای لټوي.(ايسليند)
خپل نغری ښه پخلی کوي(فيدر سوو)
نژاددخپلوانو نژاد ته وي،خودېو شيطان زېږوي.
ميرات اوميرات وړی
دميرات توکی(جنس) خراب دی.(دنمارک)
څوک چې دميرات انتظار باسي زيات وخت انتظار ايستلی شي.(سوېډن)
څوک چې دميرات په تمه وي ،زيات وخت تېروځي.
هغه راغلی ؤچې ميرات وېسي،خودښخېدو پېسې يې ورکړې.(يديشي[ زړه يهودي])
هغه چې نږدې ميرات خورنه وي ،هيڅ دی.(لاتين)
بډايان خوشال ميرات وړي(ميرات خواره) لري.
دميرات خور ژړا نيمه خندا ده.
دميرات خور په اوښکو کې زياتره دخوښۍ نښې وي.(سوېډن)
هغه چې په ميرات خور خپله درملنه کوي خپل ژوند ته ارزښت نه ورکوي.(آلمان)
هغه چې دميرات خور په مينه باور کوي، سر يې ورک کړی دی.(سوېډن)
اولادونوته ووايه چې پلارمو په دار ځړول شوی ؤ،نوميرات نه غواړي.
ميرات خواوره په مينه له مړي سره وي.(سوېډن)
کله چې خدای (ج) دچا ساه اخلي،نو شيطان له ميرات خورسره راځي. (دامريکا متحد ايالتونه)
په کنجوس خاوند پسې زياتره بېباکه ميرات خواره راځي.(سوېډن)
په بډای او خسيس خاوند پسې دميرات خورو ډلې په خوښۍ سره راځي.