د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د فساد يوه بله بېلګه: د اونکس شرکت د ۶۵۰ مليونو ډالر ځمکه غصب کړې ده

پژواک خبري اژانس 18.04.2011 00:08

کابل ښار کې د ٥٦٠ ميليونه ډالرو په ارزښت دولتي ځمکه غصب شوې ده

د پژواک رپوټ

د ترلاسه شوو اسنادو له مخې، د کابل ښار په رحمان مېنې سيمه کې ٢٨٠ جرېبه دولتي ځمکه د اونکس د ودانيز شرکت له خوا غصب شوې او د ښارګوټو د جوړولو کار په کې روان دى.

هغه اسناد او شواهد چې د استملاک رياست، ملکيتونو، کابل ښاروالۍ د ښاري پلان د طرحې او تطبيق، اتمې ناحيې او له بګراميو ولسوالۍ څخه د پژواک خبري اژانس  لاس ته ورغلي، دغه سيمه  چې دا مهال د اونکس شرکت له خوا د استوګنې په نومرو وېشل شوې، د کابل ښاروالۍ له سروې سره سم په ١٣٥٨ کال کې د دولت ملکيت او چمني سيمه تثبيت شوې ده.

د نرخ ګيرۍ له مخې، په دې سيمه کې د لوړ پوړيزې ودانۍ د يوې بيسوې ځمکې بيه له سل زره ډالرو څخه نيولې تر يوسل او پنځوس زره امريکايي ډالرو پورې رسېږي.

د يادې شوې بيې له مخې، په ياده سيمه کې د ٢٨٠ جرېبه ځمکې ټوليزه بيه څه د باندې ٥٦٠ ميليونه ډالرو ته رسېږي او که چېرې کابل ښاروالۍ دغه ځمکه د داوطلبۍ له مخې پلورلې واى، دغه اندازه پيسې د دولت خزانې ته رسېدلې.

اونکس شرکت د يوه مکتوب له لارې له جمهوري رياست څخه غوښتنه کړې ده، چې په ياده ځمکه کې ښارګوټى جوړوي.

د جمهوري رياست دويم مرستيال محمد کريم خليلي د ٦٢١ مؤرخ ٠٣\٠٨\١٣٨٩ شماره حکم له لارې د ښار جوړولو وزارت ته داسې هدايت ورکړى دى: ((له اړوندو ارګانونو سره په تفاهم او د شته قوالې له مخې دې د غوښتنليک د مطلوبه اجرا په اړه اصولي اقدام وشي.))

 اونکس شرکت ادعا کوي، چې هغوى دغه ځمکه له داسې کسانو څخه پېرودلې ده، چې شرعي قباله  لري.

خو د کابل ښاروالۍ د اتمې ناحيې د رياست د څرګندونو له مخې، دغه ځمکه د ١٣٨٩ د وري تر مياشتې پورې د دولت ملکيت و او له بلې خوا، په ١٣٥٨ کال کې د کابل ښاروالۍ د طرحې او ساختمان رياست د څېړنو له مخې، په دې نامه کومه ځمکه نشته او هغوى غير قانوني قباله جوړه کړې ده.

د کابل ښاروالۍ د استملاک رياست يوې سرچينې، چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، پژواک خبري اژانس ته وويل: ((د اصولو له مخې، بايد هر ښارګوټى، چې جوړېږي، کابل ښاروالي يې بايد د ملکيت تصديق وکړي، په داسې حال کې، چې کابل ښاروالي په دې اړه هېڅ معلومات نه لري.))

سرچينې زياته کړه، چې اونکس شرکت په دې اړه له هغوى سره هېڅ اړيکه نه ده نيولې او غواړي دولتي ځمکه په ناقانونه توګه په ښارګوټي بدله کړي.

د دې ښارګوټي د جوړولو او خلکو ته د نومرو د وېشلو کار د روان کال د وري له لومړيو څخه عملاً پيل شوى دى.  دا په داسې حال کې ده، چې د کابل ښاروالۍ د اتمې ناحيې رياست د اړوندو امنيتي ادارو له استازو سره يو ځاى له دې امله، چې دغه ځمکه دولتي ده، د  ١٣٨٩ کال د وري د مياشتې په ٢٠مه، يو لړ عمليات ترسره کړل او هغه کورونه يې لرې کړل، چې په دې سيمه کې يې خېمې وهلې وې.د اتمې ناحيې چارواکو ويلي و، چې دوى ځکه دغه ځمکه له خېمو څخه پاکه کړه، چې دغه  دولتي ځمکه سبا ورځ د هغوى له خوا غصب نه شي. د کابل ښاروالۍ د استملاک رياست د معلوماتو له مخې، دغه ځمکه په تفصيلي پلان کې د رحمن مېنې پروژې د يوولسمو مکروريانو اړوند ده، چې په املاکي پلان کې د دولت اړوند د چمني ساحې په نامه ثبت او قيد ده.

د کابل ښاروالۍ د استملاک رياست په ٢٧٧٦مورخ ٠٣/١٠/١٣٨٥ شماره مکتوب کې راغلي دي: ((دغه ساحه په املاکي پلان کې د دولت اړوند د چمني ساحې په نامه ثبت او قيد ده او دولتي ځمکه له استملاک پرته د ښاروالۍ ملکيت دى.))

همدارنګه د اتمې ناحيې رياست په (٥٤٥)مورخ ٠٦/٠٧/١٣٨٤ شماره مکتوب کې راغلي دي: ((د اوسني تفصيلي پلان له مخې، د لوړپوړيزو ودانيو ساحه د املاکي پلان له مخې، د دولت اړوند ملکيت چمني ساحه ښودل شوې ده.))پژواک خبري اژانس  ته د را رسېدلو اسنادو له مخې، له دې سره سره، چې دغه ٢٨٠ جرېبه ځمکه د اونکس ودانيز شرکت له خوا غصب شوې ده، ټول فرمانونه، چې د ملکيت د قبالې د اجرا او څېړنو د طى مراحل لپاره موجود وو، د دې شرکت له خوا ترې سرغړونه شوې ده.

 په داسې حال کې، چې د  ٢٤٨٢ پر ٢٣٥٧  مورخ د تلې ٣مه،  ١٣٨٩نمبر اطلاعيه د کابل ښاروالۍ له خوا د کابل ولايت د محاکمو عمومي رياست او اړوندو ادارو ته استول شوې او يوه کاپي يې پژواک خبري اژانس ته هم رسېدلې ده.

په اطلاعيه کې راغلي دي: ((په حصو باندې، د دې مادې په (١) فقره کې د مندرجې ځمکې وېشل او هغو نورو ځمکو يا کورونو وېش، چې د ښاري پلان (منظور شوو تفصيلي پلانونو) په چوکاټ کې راځي، د هبې په موخه يا يې پلورل او پېرودل جواز نه لري.))خو د جمهوري رياست دويم مرستيال محمد کريم خليلي د ملي شورا د دواړو مجلسونو د ګډ پلاوي د مصوبې خلاف، چې د رسمي جريدې په (١٠١٠ ) مه ګڼه کې خپره شوې ده، اونکس شرکت ته د قبالې د اجرا او ښارګوټي د جوړولو امر ورکړى دى.

 په ا طلاعيه کې راغلي دي: ((د قانون د داسې روښانه او صريح حکم له شتون سره سره، اوس هم هغه ځمکې او کورونه، چې تفصيلي پلان يې منظور شوى دى، په کوچنيو ټوټو له وېشل کېدو وروسته پلورل او پېرودل کېږي، له دې امله د موضوع څرنګوالى له دې لارې تاسو ته رسوو او هيله لرو، چې د کابل ښار او ولايت ټولو اړوندو ښاري او ولايتي محکمو ته لارښوونه وکړئ، څو د يوميه اجرااتو پر مهال دغه تعديل په پام کې ونيسي او له هغه سره سم قانوني اجراات وکړي.))

د عزيزي بنياد او بانک عمومي رييس ميرويس عزيزي، چې د اونکس مالي څانګه هم اداره کوي، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې کابل ښاروالۍ مخکې د رحمن مېنې د ځمکو لپاره تفصيلي پلانونه، چې د راه بُست او ارمان شهر د شرکتونو له خوا چمتو شوي و، پلورلي دي.هغه ومنله، چې په خپل پلان کې يې د رحمن مېنې د يوولسم مکروريان ساحې تفصيلي پلان له سوداګريزې ساحې نه رهايشي ساحې ته بدل کړى دى. د افغانستان د نافذه قانون له مخې، د تفصيلي پلانونو تعديل د ولسمشر او وزيرانو شورا  صلاحيت دى، چې شرکت او آن ښاروالۍ او د ښار جوړولو وزارت يې هم د تعديل صلاحيت نه لري.د بګراميو ولسوال حاجي محمد ظاهر هم مني، چې د بګراميو ولسوالۍ په مربوطاتو او اتمه ناحيه کې د اونکس شرکت د ښارګوټي کار ولسوالۍ ته له اطلاع پرته پيل شوى دى.

دى وايي، په هغې ليدنه کې، چې د بګراميو ولسوالۍ چارواکو له امنيتي چارواکو سره يو ځاى د دې ولسوالۍ له سيمو څخه درلوده، د داسې رهايشي ښارګوټي له موجوديت څخه خبر شول، په داسې حال کې چې له سنګ نوشتې څخه نيولې تر څرخي پله پورې املاک د بګراميو ولسوالۍ او د بګراميو د املاکو د مديريت اړوند دي.

له دې سره سره، چې پژواک خبري اژانس د دې ٢٨٠ جريبه دولتي ځمکې د څېړنې په اړه د بګراميو ولسوالۍ د املاکو له مدير سره د مرکې لپاره د کرنې او مالدارۍ وزارت څخه اجازه واخيسته، خو د املاکو مدير ځواب ويلو ته حاضر نه شو. همدارنګه د بګراميو د املاکو مديريت يوې سرچينې، چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې هغوى د اونکس شرکت د ښارګوټي له جوړولو څخه هېڅ خبر نه دي.هغه د يوې پوښتنې په ځواب کې، چې ايا مخکې له دې د ښارګوټي د ويزه کولو په اړه د بګراميو د املاکو له مديريت سره اړيکه نيول شوې ده؟ وويل: ((هېڅ معلومه نه ده، چې ښارګوټي ته يې د چا ځمکه پېرودلې ده.))د بګراميو ولسوال وايي، چې هغوى په دې سيمه کې بلډوزرونه، کانټينرونه او د شخصي کمپنيو وسلوال کسان ليدلي، چې دولتي ځمکه يې غصب کړې دي.هغه د دارنګه ښارګوټو د جوړېدو او د دې ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې د کار د پيل په اړه له امنيتي ارګانونو څخه معلومات غوښتي دي.د ١٨٧٣ مورخ ١-١٢-٨٩ شمارې مکتوب له مخې، چې د بګراميو ولسوالۍ له خوا د کابل د ١٠١ اسمايي زون ته لېږل شوى دى، راغلي دي: ((د لوحو د نصب، کانتينرونو د ځاى پر ځاى کولو، د ښارګوټو طى مراحل، د هغو املاکي مسايل، چې له کومې اړوندې مرجع څخه طى مراحل شوي دي، په پايله کې پرې ښارګوټى منظور او تفصيلي پلان يې ترسره شوى دى او که په خپلسر په دې ستر کار اقدام شوى دى، دا ډول اقدامات د ولسوالۍ مقام ته په بشپړ ډول مبهم دي.))په دې مکتوب کې ويل شوي دي: ((له دې امله په درناوي هيله کوو، څو په دې اړه د اتمې ناحيې، اتمې حوزې ستاسو محترم جناب په ډول اړوند ارګانونه د ولسوالۍ د پلاوي په ترکيب کې جدي او هر اړخيز اقدام وکړئ، څو د غفلت په صورت کې يو د بل په امېد متصرفين او غاصبين له موقع نه په ناوړه ګټې اخيستو سره دولتي املاک حيف او ميل نه کړي.))  د اونکس شرکت يوه سهم لرونکي حاجي خليل ځدراڼ له زياتو پلمو او بهانو وروسته، چې خبرو ته نه چمتو کېده، په پايله کې يې د ټېلېفون په ليکه پژواک خبري اژانس ته ادعا وکړه، چې هغوى د دې ٢٨٠ جريبه ځمکې شرعي قباله لري.خو هغه په دې اړه د زياتو معلوماتو له ورکولو څخه ډډه وکړه.

همدارنګه د کابل ښاروالۍ د طرحې او تطبيق رياست د ساختمان مديريت، د ښار جوړولو وزارت د ښاروالۍ په کار کې په وظيفوي مداخلې تورن کړ او ويې ويل، چې کابل ښاروالي کولى شي، هغو ښارګوټو ته چې په کابل کې جوړېږي، ويزه ورکړي، خو د ښار جوړولو وزارت ډېرى ښارګوټي په خپلسر او پرته له دې چې ښاروالۍ ته مراجعه وکړي، ويزه کړي دي.

 خو د ښار جوړولو وزارت د ودانيزو چارو مرستيال انجنير اميرالدين سالک وايي، کله چې اونکس شرکت وزارت ته د ښارګوټي د جوړولو لپاره مراجعه وکړه، د ښار جوړولو وزارت کابل ښاروالۍ ته رسمي مکتوب ولېږه، څو د ملکيت په اړه معلومات ورکړي.سالک ادعا کوي، چې د ښار جوړولو وزارت، وروسته له هغه چې له ښاروالۍ څخه د اونکس شرکت د ملکيت د تصديق سند ترلاسه کړ، د ښارګوټي د جوړولو د کار اجازه ورکړه.هغه زياته کړه، چې د دولت ملکيت د تثبيت مسووليت د کابل ښاروالۍ پر غاړه دى او د ښار جوړولو وزارت يې يواځې د پلان څېړنه کوي.د ښار جوړولو وزارت د ودانيزو چارو مرستيال وايي، چې دې وزارت د کابل ښاروالۍ د اسنادو، ملکيت او تصديق له څېړلو وروسته دغه ښارګوټى ويزه کړى دى.همدارنګه د ښار جوړولو وزارت سرپرست ډاکټر سلطان حسين حصاري ومنله، چې د ملکيت اسنادو له بشپړېدو وروسته د اونکس ښارګوټى ويزه شوى دى.دى وايي، چې د ښارګوټي د ملکيت اسناد د کابل ښاروالۍ له خوا څېړل شوي دي. خو د کابل ښاروالۍ د استملاک او طرحې او تطبيق رياستونه، چې د ملکيتونو د څېړنې مسووليت پر غاړه لري، وايي چې د ښار جوړولو وزارت تراوسه هغوى ته داسې کوم مکتوب نه دى لېږلى.د ښاروالۍ د اتمې ناحيې رياست د انجنيرۍ عمومي مديريت د روان کال د وري د مياشتې د ١٧مې نېټې د ٦١ پر ٢٥ مکتوب له مخې، چې د کابل ښاروالۍ د رياست دفتر ته لېږل شوى دى، هم د اونکس ښارګوټي د جوړولو په اړه ناخبري څرګنده شوې او په اړه يې د لارښوونې غوښتنه شوې ده.

په دې مکتوب کې داسې راغلي دي: ((د روان کال د وري مياشتې په ١٠ مه نېټه د (E) برخې او رحمن مېنې پروژې د پراختيايي برخې ترمنځ ساحه کې د اونکس ښارګوټى د ښار جوړولو او مسکن او اطلاعاتو او کولتور وزارتونو د محترمو مرستيالانو له خوا په رسمي ډول پرانيستل شو، چې ما د اتمې ناحيې رييس هم  د ښاري خدمتونو او کابل ښاروالۍ د مالي پلان د محترمو مرستيالانو په شفاهي لارښوونه د دې ښارګوټي په پرانېستلو کې ګډون کړى وو.))

 په مکتوب کې راغلي دي: ((دا مهال په سيمه کې د ښارګوټي د جوړولو لپاره يو لړ لومړني خوځښتونه ليدل کېږي، دا چې د اتمې ناحيې رياست د ياد شوي ښارګوټي د قانوني طى مراحل او منعقده پروتوکول او نقشې په اړه له مخکې معلومات نه درلودل، چې په اړه يې زموږ مکلفيتونه څه دي، له دې امله ستاسو درانه حضور ته راپور وړاندې او په اړه يې ستاسو لارښوونې ته سترګې په لار يو.))

 دغه مکتوب د اتمې ناحيې د رييس ديپلوم انجنير منير احمد له خوا لاسليک او د کابل ښاروالۍ د تحريراتو او ارتباط په مديريت کې هم ثبت شوى دى.

د کابل ښاروالي د اتمې ناحيې د انجنيرۍ مديريت يوه انجنير سيد جواد پژواک خبري اژانس ته وويل: ((اونکس شرکت تر دې مهاله کابل ښاروالۍ ته کوم رسمي سند نه دى وړاندې کړى.))د هغه په وينا، دې شرکت بايد خپل پلان او نقشه په رسمي ډول اړوندې ناحيې ته لېږلى واى، څو د انجنيرۍ مديريت د سيمې قباله، چې وزارت ته يې وړاندې کړې ده، تثبيت کړې واى.انجنير جواد وويل ، چې د اتمې ناحيې رياست په دې اړه د لارښوونې غوښتنه کړې ده.

 اونکس شرکت پر دولتي کارکوونکو د وېرې او ډار په خورولو سره غواړي، څو په خپلو ټولو ناقانونه کارونو، چې ترسره کړي يې دي، پرده واچوي.

د کابل ښاروالۍ د ادارو، د ښار جوړولو وزارت، د کابل ښار د اتمې ناحيې او بګراميو ولسوالۍ يو شمېر کارکوونکو د منفکۍ يا د ژوند د له لاسه ورکولو له وېرې په اړه د جزئياتو له ورکولو ډډه وکړه. د کابل ښار د اتمې ناحيې رياست يوه کارکوونکي پژواک خبري اژانس  ته وويل: ((همدا اوس يو شمېر دولتي کارکوونکو ته اونکس تنخواه ورکوي، څو هغه کسان چې د اونکس پر ضد خبرې کوي، وپېژني.))هغه زياته کړه، چې په اتمه ناحيه او بګراميو ولسوالۍ کې زيات شمېر کارکوونکي د دې شرکت له خوا اخيستل شوي دي.