د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دټول کلی خفګان

الحاج الهام الدين قيام 12.04.2011 22:24

داسې ورخ هيڅ نه وي،چه دکلي يو کوروران نه وي
غم نه وي ماتم نه وي،دټول کلي خفګان نه وي

دلته څوک راغلي،دوی زمونږ دبچو ښکار کوي
دوی ترسول نه کوي،ښه سم مرګونئ وار کوي
کله په راکيټ کله په تو پ،په مونږ ګوزار کوي
نه شرميږي دوی،بلکه په دي کار افتخار کوي
نه پوهيږم خدايه،داوحشيان به انسانان نه وي
غم نه وي ماتم نه وي،دټول کلي خفګان نه وي

بل پردئ راغلئ،ځان زمونږه مشروروربولي
اوس ځان ميلمه نه بولي،ځان سم شريک د کوربولي
مونږه کشري وروڼه خو،هريو دځان مزدوربولي
دئ چه هرڅه وواېې،په کړوېې مونږ مجبوربولي
نه شته داسې وخت چه،دده لاس زمونږ ګريوان نه وي
غم نه وي ماتم نه وي،دټول کلي خفګان نه وي

ورک شول جوسونه،ټول قبرونه له وطن جوړ شول
دازمونږدکلي ځوانان ،واړه قبرکن جوړشول
خلک موپه خپل منځکې،ديواوبل دښمن جوړشول
کونډې شوې بيشماره،يتيمان پلتن پلتن جوړشول
داسې ورځ وي کمه ،چه رامړه مو چا ځوانان نه وي
غم نه وي ماتم نه وي،دټول کلي خفګان نه وي

کله به وي خدايه،چه مو بيا ولس په ځان راشې
بياوطن ته بيرته ،دوطن اصيل بچيان راشې
کښېني دجرګوپه ټغر، بيا هغه مشران راشې
سوله،ارامي او هوساېي په هر افغان راشي
بيا به زياتې پاتي،دقيام دزړه ارمان نه وي
جنګ نه وي جګړه نه وي،داکلي مونوروران نه وي


والدورف،جرمني