د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د لويې جرګې راغوښتل د هېواد د ويشلو عملي پلان دی

کمال الدين رنځور 11.04.2011 15:23

په کابل کې واکمنه مافيا د واکمنۍ له پيله چې د پردو لښکرو په زور پيل شوې ده تر اوسه د افغانانو د ملي عنعناتو يه غير مناسب کارونه پيل کړې ده. لویه جرګه، د مشرانو جرګه، ولسي جرګه، او د جرګې بل هر ډول په افغانستان کې درانه ټکي دي چې د افغانانو په زړه کې ورته ځانګړی درنښت ځای لري، خو واکمنې مافيا د هر ډول ظلم او تجاوز لپاره دا لس کاله وشول چې د ملي ټکی کاروي او خپلو نارواو ته پرې مشروعيت ورکوي.

د دې لړۍ نوې شرمونه د حامد کرزي نوې هڅه ده چې غواړي بله لویه جرګه راوغواړي. کرزی او ورسره د شورای نظار واکمنه مافيا موقته او دوه نورې دورې د دوی له خوا جوړ شوي اساسي قانون په اساس وکارولې، نو اوس په دې لټه کې دي چې څنګه مافيايي واکمنۍ ته دوام ورکړي. اوس نو لويه جرګه راغواړي چې د ستميانو سره پارلماني نظام ومني او په پايله کې یې دی صدراعظم شي. عبدالله عبدلله يا کوم بل دروغژن به یې ولسمشر شي او دی او وروڼه به یې خپل راج ته دوام ورکوي.

نصيب د افغانستان او افغانانو خراب دی چې په داسې سياستوالو اوښتي چې سياست کم کوي او ناروا ډېره. د خپلې بقا لپاره د ولس هر ډول ثوابت پلوري.

حامد کرزي له مخکې دوه پلانه لرل: لومړی دا چې محمود کرزی تر ده وروسته ولسمشر شي. له همدې کبله یې د قسيم فهيم د ورور حسين فهيم سره په کابل کې په ناروا سهمونه خپل کړل او په دې بانک کې د ولس پیسې یې د حامد کرزي تېر کمپاين لپاره وکارولې او فکر یې کاوه چې دا لوبه به همداسې روانه وي. اوس چې کابل بانک ديوالي شو او محمود کرزی او ورسره د حسېن فهيم مافيايي ډلګۍ یې رسوا شوه نو د دويم پلان په پلي کولو یې پيل وکړ.

د دويم پلان له مخې به لويه جرګه (په نامه لويه جرګه ځکه له کابله دوی کله وتلی شي او استازي راغوښتلی شي) راوغواړي، د عبدالله عبدالله او نورو ستميانو سره به د دوی تاريخي ارمان پارلماني سيستم (چې د هېود د ويشتلو پيل دی) ومني. د دوی یو کس به ولسمشر کړي او پخپله حامد يا محمود به واکمن صدراعظم شي.

د امريکايانو سره د تړون ملت ته د عرض کولو او په ملت د منلو خبره خوشې بهانه ده. په حقيقت کې په کابل کې واکمنه مافيا غواړي خپل واک اوږ کړي.

ملي پاڅون په کار دی، پاڅون... مافيا هوډ کړی چې هېواد ټوټه ټوټه کړي.