د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د بنګله ديش بې ستري شپږويشتمه برخه

غلام محمد زرملوال 08.04.2011 23:28

د مارچ په دريمه نيټه شيخ مجيب غوښتنه وکړه چې په ټول هيواد کې دې ملي قيام  پيل شي او د عدم تشدد اوعدم همکاري اعلام يې وکړ. اعتصابونه اوس د هيواد په اوږدو کې هر ګوټ ته رسيدلي وو. ولس د شيخ مجيب له غوښتنې سره سم هر څه عملي کړل. که څه  هم هلته،دلته ځينې تجاوزونه او د تشدد رپوټونه موجود وو، مګر په ورو ورو مظاهره ډيره منظمه او اغيزناکه شوه. په ډاککه کې هملږ څه ارامي شوه ځکههچې پوځ اوس وپوهيد چې له لاسه يې څه پوره نه وو نو بيرته خپلو دريځونو [تمځايونو] ته په شا لاړ. په پوځ باندې ورځ په ورځ د  لوږې احساس په زياتيدو شو. ځکه چې د عوامي ليګ له لارښوونې سره سم، د بنګال ولس هغوى ته د خوراکي شيانو له ورکولو څخه ډډه وکړي.
په هغه شپه په چيتکانګ کې هم اوضاع هغه وخت خړه-پړه شوه کله چې پنجابي ډلې غوښتل چې د (م. د.صوات) بيړۍ چې پوځي افراد اووسلې پکې راوړل شوې وې،خالي کړي. د بندر کار کوونکو دا خبر خپور کړى و. بيله درنګه خلک د پاکستان له بيړۍ وانانو او پوځيانو سره لاس په ګريوان شول. خبره هغه وخت لا پسې ويجاړه شوه کله چې د ختيځ بنګال پوځيانو په مظاهره کونکو باندې له ډزوکولو څخه سر وغړاوه. داسې څرګنده شوې چې په پاى کې د هغوى له منځه اووه تنه محاکمه او ووژل شول. د دې اووه تنو وژلو د بنګال ولس د کرکې اوکينې اور لا پسې په لمبو کړ.
عوامي ليګ په اوضاع باندې هلته پوره مسلط شو کله چې د هيواد په اوږدوکې د مظاهرې اوعدم همکارى روحيه ټينګه شوه. د مارچ پر دريمه نيټه شيخ مجيب د پرله پسې اعتصاب لارښوونه اعلام کړه. د سهار له اووه بجو د غرمې تر دوه بجو پورې هرڅه تړلي وو. د حکومت دفترونه بند او بانکونو فعاليت نه کاوه. تر دې پورې چې پوسته، تلګراف، تليفون هوايي او ځمکنى  تګ-راتګ بيخي وتړل شول. په ډاکه، کاميلا، چتګانګ، جيسور او نورو پوځي مرکزونو کې د افرادو د ډوډۍ اندازه کمه شوه ځکه چې د دکانونو اوخلکوله خوا په هغوى باندې خوراکي شيان بند شوي وو.
دا وخت وچې جنرال ټيکه خان ډاکې ته لاړ او د ګورنر احسن وظيفه يې چې د پريزيډنټ يحيى خان له خوا ناڅاپه له کار څخه ګوښه کړل شو ونيوله. ټيکه خان د داسې ګډوډيو په مخنيوي کې تجربه لرله. هغه مخ کې له مخه د "بلوچستان قصاب" نوم ګټلى و. دا نوم يې هلته وګاټه کله چې څو کاله پخوا يې په بلوچستان کې منګولې سرې کړې. اوس نو د همدې کار لپاره د ختيځ بنګال په فتحې مامور شو. او دوه وظيفې (ګورنر او د مارشلا اداره چى) ور په غاړه وې تر څو هر څه چې وغواړي وکولى شي.
مګر د ټيکه خان ورتګ د پنجاب لپاره هيڅ ګټه ونه رسوله. برعکس منفي اغيزه يې وکړه. د بنګالي ولس د ناسيونالستي احساسات لا پسې راوپارېدل. د پنجابى حکومت غړي تښتيدلي، شل شوټ اوهرڅه يې له کنترول څخه وتلي وو. په حکومتي ودانيو او ادارو باندې د پاکستان د بيرغونو نورو جنډو ونيو. د شيخ مجيب له لارښوونې سره سم د ډاکې په راديو کې د بنګله ديش ملي سرود وغږيد. د اداروکار کوونکو د مجيب په لارښوونه کار کاوه اوهرڅه د پاکستانى واکدارانو له لاسه وتلي وو. کله چې به په ډاکه کې د غرمې په دوه بجې د مظاهرو وخت ختم شو نو په ستاډيوم او نورو ځايونو کې به غونډې او جرګې پيل شوې. پدې غونډو او جلسو کې به د زده-کوونکو مشرانو اود عوامي ليګ غړو په خپل وار ويناوې کولې او په پنجابي تورتم يې رڼا اچوله. يو ځل درۍ سوه يو څلويښت تنو د ډاکې جيل مات کړ او د سټاډيوم په غونډو کې يې برخه واخستله. وروسته يې بيا د جيل په جامو کې په سړکونو مارش پيل کړ. پاکستاني واکدارانو په رډه ورته کتل او هيڅ څه يې له لاسه پوره نه وو.
تر کومې اندازې پورې چې جنبش پياوړى کيده، په هغه اندازه د ازادۍ غوښتنه هم پسې زياتيدله. ژر ټولې سترګې د سټاډيوم پر لور کږې شې. هغه وخت راورسيد چې د مارچ په اوومه نيټه به شيخ مجيب د ازادۍ اعلان کوي.
دې ټول چال چلن په راولپينډۍ کې د پاکستان د پوځ معنويات ټوکر-ټوکر کړل.  اوس ورته پوره څرګنده شوې وه چې د بنګال د عکس العمل غلطه محاسبه يې کړې وه. په دې برسيره چې نور پاکستانى پوځ هم ختيځ بنګال ته لږدول شوى و، مګر د پيښو مخنيوى يې نه شو کولاى. د ختيځ بنګال په پوځ کې هم چې تر اوسه پورې يې په پوځي اداره کې خورا غوره دريځ لوباوه ګډوډي رابرسيره شوې وه.
پدې ټولو  برسيره د ازادۍ اعلامولو زوږ پورته او غږ يې خورا دروند و.  وضع تر هغې اندازې چې توقع يې کيدله زياته خراپه وه. نو هغه و چې پاکستاني امران په سد شول او خيال يې وکړ چې د پيښود مخنيوي لپاره بايد چې ټول پلانونه بدل اوسمدلاسه په جدي عمل لاس پورې شي. هغه پلان چې لمړى ځل يې د قوت ښودلو  په نتيجه کې سياسي ګډوډي منځ ته راوړه، اوس يې بايد د بغاوت د امحا کولو لپاره بيخي بڼه بدله شي او په بيشرمانه استبدادي ډول د پيښو مخه ونيسي. سياسي الترناتيفونو د يحيى خان په ککره کې کومځاى نه درلود ځکه له هغوى څخه د ناکامي بوى پورته کيده اوپنجابي امرانو په شا ته تلل نه منل.  نو د دوى يواځنۍ حل لياره د قدرت او ظلم څخه د کار اخيستلو لياره اود يوې سياسي مسئلې حل يې په پوځي قدرت باندې کاوه.
يو ځل بيا د يحيى خان استخباراتي ارګانونو له ده څخه د پرمختګ غوښتنه وکړه. له بلې خوا له جنرال ټيکه خان څخه يې هم داسې زيرى چې "پوره قدرت زما په لاس کې راکړه په اته څلويښت ساعته کې به يې ټوکر-ټوکر کړم" اوريدلي وو. نو يحيى خانپدې غوښتنوکې کوم نقصان نه ليد. ده ته عجيبه څرګنديدله چې څنګه به بنګاليان د پاکستاني پوځ توان ولرلى شي. نو هرڅه تيار وو. دا وروستى پاى به څه وي خو بنګاليانو ته بايد سبق ورکړ شي.
د مارچ په پينځمه نيټه جنرال يحيى خان ته هرڅه څرګند وو او له ځانسره يې وروستنۍ پريکړه کړې وه. ستراتيژي څرګنده وه او هغه دا چې بايد ځان پياوړى کړي، له وخت څخه ښه ګټه واخلي او په مناسب وخت کې پياوړې ضربه ووهي! نو هغه و چې په لوړه پيمانه يې د هوا له لارې د پوځ او پوځي مهماتو د ليږدولو لارښوونه وکړه اود احتمالي جګړې لپاره تيارى ونيول شو. په دا بله ورځ يې د  راديو له لارې اعلام وکړ چې د پاکستان د پريزيډنټ په توګه دى خپله وظيفه بولي چې (د دې سوى تفاهم) مخه ونيسي کوم چې د اسامبلې د ځنډيدلو په هکله په لوى بغاوت او ګډوډۍ بدل شوى. ده د خپلې وينا په ترڅ کې د اسامبلې د غونډې کولو نوې نيټه د مارچ د مياشتې پينځه ويشتمه وټاکله.