د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په ټوکو ټوکو کی

سردار محمد سنګروال 08.04.2011 01:18

له مانه شو دلبر ه په ټوکو ټوکو کی
خپه او مرور په ټوکو ټو کو کی

ما یی مخ ته سم کتلی ن وو لا
شپه شوله سحر په ټوکو ټوکو کی

ما یی چه د زنی خال ته وکاته
زه یی شوم نوکر په ټوکو ټوکو کی

ما ویل محبت به زړه کی پټ ساتو
عالم شو ټول خبر په ټوکو ټوکوکی

ستا د خط او خال صفت تمام نه وو
ډک شولو دفتر په ټوکو ټوکو کی

سپرلی راغی سرداره راشه وگوره
بوستان شولو سنگر په ټوکوټوکوکی