د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د لاريونونو په اړه د حزب اسلامي دريځ

حزب اسلامي افغانستان 06.04.2011 09:50

بسم الله الرحمن الرحيم

وروستيو پېښو يوځل بيا وښوده چي افغان ولس خداى پال او پردين مين ولس دئ او له خپل دين، ايمان او عزت په هري بيعي دفاع کوي، هري قربانۍ ته چمتو دئ او له هغو وحشي ځواکونو سره ډغرو وهلو ته تيار دئ  چي د دوى مقدساتو ته په سپکه سترگه گوري. دمزار، کندهار، ننگرهار، هرات، پروان، کابل او نورو ولاياتو وروستيو تظاهراتو ثابته کړه چي د افغانانو قاطع اکثريت، که دا په غرونو کي اوسي او که په آوارو کي، که دښارونو هستو گن دي او که دکليو، که علماء دي که عوام؛ له اشغالگرانو کلکه او ژوره کرکه لري او هغوى دخپل دين، عزت او خپلواکۍ دښمنان بولي.

مجاهدين په داسي حال کي چي ددغو تظاهراتو او دمظاهره کوونکو دغوښتنو په کلکه ملاتړ کوي؛ د دوى په ضد د بهرنيو ځواکونو او ددوى دذليلو افغاني مزدورانو وحشيانه چلن، پر لاريون کوونکو بې رحمانه ډزي، په لسگونو بې دفاع او بې وسلې افغانان وژل، په سلگونو نور په خپلو وينو کي رغړول او گڼ شمېر نور نيول او زنداني کول او همدا راز ددښمن د اجيرو مبلغينو او دشيطاني رسنيو هغه دروغجن تبليغات په کلکه غندي چي لاريون کوونکي په تشدد تور نوي.

اشغالگران له دې وېرېږي چي دا تظاهرات د اسلامي هېوادو دوروستيو پاڅونونو په څېر لازيات څپانده نه شي او په يوه منظم او افغانستان شمول خوځښت وانه وړي، دهمدې لپاره ئې خپلو ذليلو افغاني مزدورانو ته امر وکړ چي دا سوله ايز تظاهرات وځپي او دخورېدو مخه ئې ونيسي. خو الحمدلله افغان ولس له الله تعالى پرته له بل چا وېره نه لري، دالله په لار کي هري قربانۍ ته چمتو دئ، نه د اشغالگرانو له جهازونو، ټانکونو او توپونو وېرېږي او نه دوطن پلورونکي او ملت دښمن فوځ او پوليس له ډزو.

موږ پر ټولو مؤمنو او خداى پالو افغانانو غږ کوو چي خپلو مظاهرو ته تر هغه دوام ورکړي چي بهرني ځواکونه زموږ له گران هېواد وتلو ته اړ شي، دڅو شهيدانو په ورکولو سره خپل لوړ همت له لاسه مه ورکوئ، ستاسو دغه حرکت به دهغو وژنو لړۍ پاى ته ورسوي چي هره ورځ او د افغانستان په گوټ گوټ کي د اشغالگرانو دوحشيانه بمباريو په ترڅ کي رامنځته کېږي. موږ باور لرو چي که تاسو دې تظاهراتو ته تريوې مياشتي پوري دوام ورکړئ نو بهرني ځواکونه به زموږ له هېواده وځي او دوينو توئېدو لړۍ به پاى ته رسي. همدا د پاڅون وخت دئ او همدا دبحران دحل آسانه او لنډه لار.

افغان غيرتي او مؤمن ځوانان بايد خپل دروند الهي مسؤليت اداء کړي، له ټولو پوهنتونونو  د آزادۍ دپاڅون ميدانونه اوسنگرونه جوړ کړي، دنيا ته په جگ غږ او لوړ سر اعلان کړي چي افغان ځوانان دخپل ملت په څنگ کي ودرېږي، نور د مظلومو افغانانو بې رحمانه وژني او پر خپلو مقدساتو تېرى نشي زغملى او ساکت نشي پاته کېدى، دخپل هېواد آزادي، دټولو اشغالگرو ځواکونو فوري وتل او دمزدور او پردي پال رژيم نسکورېدا غواړي. له مؤمنو اوغيرتي افغان ځوانانو مي انتظار همدا دئ او ان شاءالله دا انتظار به ترسره کېږي. إن شاءالله دوى به دمصر، تونس، يمن، سوريې او نورو اسلامي هېوادو تر غيرتي ځوانانو وروسته نه پاته کېږي. د دوى مؤمنو پلرونو او مجاهدو وروڼو دکمونيزم بُت مات مات کړ، دوى به دا افتخار ترلاسه کوي چي دناولې نظامي ديموکراسۍ کرغېړن او په وينو سور څلي د دوى په لاس را نسکور شي، ستاسو سرلوړى ملت د اسلامي امت دسرتاج دئ، دتېري پېړۍ دوه ستر زبرځواکونه د دوى په لاس مات شول، او دا دئ د يوويشتمي پېړۍ وحشي زبرځواک هم د دوى په وړاندي په گونډو شوى او له همغه برخليک سره دمخامخېدو په حال کي دئ چي بريتانيا او شوري اتحاد ورسره مخامخ شول.

رپانده دي وي  د اسلام شين بيرغ  -  بريالى دي وي افغان مؤمن ولس  -  آزاد او خپلواک دي وي افغانستان

حکمتيار